ظرافتونه
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
حلوا
بهلول لېونې حلوا خوړله، چا ورته وویل: لږه حلوا ماته هم راوړه! بهلول وویل: دا حلوا زما نه ده، چې تاته یې هم درکړم، دا د عاتکې د خلیفه د لور حلوا ده، ماته یې رالېږلې ده، چې ویې خورم.
د ښکنځلو بیه
بهلول ځان شیعیه ګاڼه، نوچا ورته وویل: فاطمې ته ښکنځل وکړه، یو درهم به درکړم. بهلول وویل عایشې ته به ښکنځل وکړم، نیم درهم راکړه.
پوښتنه
یو سړی داؤد نومیده. له یوې ښځې سره یې کار پیل کړ. بیا یې ورته وویل: ستا پیغلتوب پر ځای دی او که له منځه تللی دی؟
هغې ښځې ورته وویل: له خپل تجربه کار څخه دې پوښتنه وکړه.
ځای
یو بوډا چې لویه ګیډه یې وه او نو یې په کې ډوب د سوري غوندې ښکاریده، له یو شوخ او سپین سترګي زلمي سره په حمام کې یو ځای شو. دې سپین سترګي زلمي ګیډور بوډا ته وویل: راشه چې دا خپل…. ستا په نوم کې کښېږدم. بوډا ورته وویل: زویه! خپل …. خو به زما په نوم کې کښیږدې، خو بیا دې په غره پام کوه چې کوم ځای ته وربرابریږې.