علم

د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.

الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.

عامل عالم

مهلب ته چاوویل: داڅه دې چې موندلي دي، دا دې په څه موندلي دي؟ هغه وویل: داپه علم اوپوهه!

بیایې ورته وویل: چې نور خوله تاڅخه ډېر علم لري اوپوه دي، خوهغه څه چې تاموندلي، هغوی نه دي موندلي.

هغه وویل: داچې یې نه دي موندلي دا یوازي عالم دی اوله علم څخه یې کار نه دی اخیستی اوزه عامل عالم یم.

قاید او سایق

حکیمانو ویلي: علم لارښود دی اوعقل ورپسې هله ویونکی یعني علم قاید اوعقل سایق دی اونفس یعنی زړه اوښ دی. که قاید نه وي اوسایق نه وي اوښ مري. که سایق وي او قاید نه وي اوښ ښی اوکیڼ لوري ته ځي راځي اوسم نه ځي. که دواړه وي نوکه د اوښ خوښه وي اوکه نه وي سم ځي.

د علم ډولونه

محمد بن ادریس شافعی وایی: علم دوه ډوله دیو یود ادیانو علم دی اوبل د ابدانوعلم د دیني علم اوطبي علم.

علم او ادب

عبدالله د مسلم زوی د قتیبه لمسی وایي: که څوک غواړې چې عالم شي یوعلم دې زده کړې اوکه څوک غواړې چې ادیب شي ډېروعلموپسې دې هڅه وکړې.

دین او فلسفه

ابویوسف قاضي وایي څوک چې دین په فلسفه غواړې هغه زندیق اوبې دینه کېږي، څوک چې مال په کیمیا غواړې هغه به فقیر وې اوڅوک چې په غریبو حدیثو پسې وې هغه له دروغو ویلو څخه ځان نه شي ژغورلای.

علم او تخصص

ابن سیرین وایي: علم دومره ډېردی چې ترواک لاندې کولای ګران دي، نوپه کاردي چې په هره باره ښه پوهه حاصله کړای شي او «طلب الکل فوت الکل» نه شي.

زده کړه (۱)

رسوالله صلی الله علیه وسلم ویلي دي: سړی به ترهغې پورې عالم وي چې ترڅو د علم په طلب کې وي اوکه دایې وګڼله چې ځه زه عالم شولم نوجاهل شو.

رسول الله داهم وایي: وګړې درې رازه دي، عالم مسلم اودریم هېڅ (ناعاقبت سنج- ناپوه).

زده کړه (۲)

ابو عمر بن الفلاء ته چاوویل: بوډا ښه ښکارې چې شاګرد شي؟

هغه ورته وویل: که بوډا ته ژوند کول ښه ښکاري نوشاګردي به هم ورته ښه ښکاري.

زده کړه (۳)

عبدالله د مسعود زوی رضی الله عنه وایې: سړی عالم اوپوه نه زېږې، خوعلم په تعلم اوزده کړه په لاس راځې.

شتمني

داؤد علیه السلام سلیمان علیه السلام ته وویل: علم دې مال کړه اوادب دي ګاڼه.

دایې هم ورته ویلي دي: علم دې له غاړې راتاو کړه اود خپل زړه په تخته یې ولیکه.

واعظ او مانع

د عمر رضی الله عنه کړوسی، عبدالله، په هدیره کې ناست و اوکتاب یې لوست چاورته وویل: دلته چا کښېنولی یې؟ عبدالله ورته وویل: تر ګور ښه واعظ نه شته اوتر کتاب ښه مانع نه شته.

لوږې

عبدالله د عباس رضی الله عنه زوی وایي: دوه وږي نه مړېږې، د علم وږی اود دنیا وږی.

علم او عمل

رسوالله صلی الله علیه وسلم ویلي: فضل العلم خیرمن فضل العبادة.

رسوالله صلی الله علیه وسلم داهم ویلي: لږ عمل له علم سره ډېر دی اوډېر عمل له علم پرته لږ دی.

واک

ابوالاسود دولي ویلي دي: پاچاهان پر دنیا واکمن دي اوعالمان، پوهان پرپاچاهانو واکمن دي.

خوند

یو پوه ته چا وویل: علم څرنګه څیزدی؟ هغه ورته وویل: علم یوه خوښي ده او د علم د خوښۍ ډېر ښه خوند دی.

تعلیم او تعلم

یو حکیم اوهوښیار ویلي: ناپوهه ته پوهه ورزده کړه اوله پوه څخه پوهه زده کړه. که ناپوهه ته پوهه ورزده کوې خپله پوهه ساتې او که له یوه څخه پوهه زده کوې نوپه هغه څه به پوه شې چې پرې نه پوهېږې.

دوهمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *