عقل
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
عقل
سبحان وایل ویلي دي: عقل په تجربه لاس ته راځي ځکه چې طبیعي اوغریزې عقل د تجربي عقل زینه ده.
رایه
علی بن ابي طالب رضی الله عنه ویلي: د بوډا رایه د هلک له لیدوڅخه ښه ده، عاقل ته په کاردې چې د خپلې زمانې وګړي وپېژنې اود خپلې ژبې واک ولري اوخپل ځان ته یې پام وي.
ژبه
حسن بصرې رحمة الله علیه ویلي: د عاقل ژبه د زړه شاته ده، کله چې غواړې چې خبرې وکړې، نولومړی فکر کوي، که خبره یې په ګَټه وه کوي یې اوکه په ګټه یې نه وه نه یې کوي اود احمق زړه د ژبې شاته وې، نو چې وغواړي خبره کوي. دواړه یې کوي: د ګټي له خبرې چوپ پاتې کېږې اود تاوان خبره ژرکوي.
وتل او ننه وتل
معاویه عمروبن عاص ته وویل: ته څومره عقل لرې؟
هغه وویل: زه چې په کوم کارکې ورننوتی یم نو له هغه کار څخه بیا وتلی هم یم.
معاویه ورته وویل: زه هېڅ په هغه کار کې نه ورننوځم چې بېرته وتل ورڅخه غواړم.
رایه
په حدیث کې راغلي ، کله چې الله عقل پیدا کړ، ورته یې امر وکړ،مخ راواوړوه! عقل مخ ورواړاوه، بیا یې ورته وویل: شا راواړوه، عقل شا ورواړوله، بیا الله وویل: زمادې پر خپل عزت اوجلال سوګند وي چې تر تا هیڅ څیز ماته ګران نه دی، ته راباندې ډېرګران یې اوهغه چاته دې ورکوم چې هغه راباندې ډېرګران وي.
کله چې الله حمق اوبې عقلي پیداکړه ورته یې وویل: مخ راواړوه. بې عقلۍ مخ ورواړاوه، بیایې ورته وویل: شا راواوړه، حمق شا ورواړوله، بیا یې ورته وویل: زما دې په خپل عزت اوجلال سوګند وې چې ستا په څېر ناوړه څیز مانه دی پیداکړی اوهغه چاته دې ورکوم چې زه ورڅخه ناخوښ یم.
مشر
په حدیث کې راغلې چې کله الله تعالی ادم علیه السلام ځمکې ته راکوز کړ، نو جبریئل علیه السلام ورته راغی او ادم علیه السلام ته یې وویل: الله تا ته درې خصاله وړاندې کوې، چې یوپه کې د ځان له پاره خوښ کړې اوله هغو نورو دواړو څخه تېر شې!
ادم علیه السلام وویل: دا درې خصاله کوم دي؟
جبریل ورته وویل: دادرې خصاله حیاء، دین اوعقل دي.
ادم علیه السلام عقل خوښ کړ.
جبریل علیه السلام حیاء اودین ته وویل: ځئ هغه خوعقل خوښ کړ. حیاء اودین جبریل علیه السلام ته وویل: نه ځو! جبریل علیه السلام دې دواړوته وویل: نافرمانې کوﺉ؟ خبره نه منئ؟
دواړو وویل: موږته امرشوی دی چې تاسو دواړه به هلته یاست چېرته چې عقل وي.
عاقل
یو اعرابي ته چاوویل: ته عقل په څه پېژنې؟ اوته څه پوهېږې چې عاقل یې؟
اعرابي وویل: که چېرته ته له یوناوړه کارڅخه عقل ایسارکړې نوپوه شه چې ته عاقل یې.
سترګې
یوشاعر چې صالح بن جناح نومېږي ویلي دي: الا این عقل المرء عینا فواده وان لم یکن عقل فلا یبصر القلب (عقل د سړي د زړه سترګې دي، چې عقل نه وي زړه کتل نه کوي).