سپین سترګي
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
د نبوت مدعي
(۱)
ثمامه بن اسرش وایي زه بندي وم، چې یوسړی راوستل شو. ما دغه سړي ته وویل: ته څوک یې؟ اوڅه ګناه دې کړې چې زندان ته راوستل شوې؟
زما په لاس کې د اوبو څښلو جام ؤ. هغه سړي وویل زه دغو جاهلانو دلته راوستلم، ځکه چې ما د خپل رب له لورې حق راوړی دی. زه نبي مرسل یم.
ماورته وویل: جاردې شم، د خپل نبوت دلیل لرې؟
هغه وویل: هولرم یې، له ماسره ډېر ستر دلیل شته، هغه داچې یوه ښځه ماته په لاس راکړئ، چې درته یې بلاربه کړم، نوداښځه به یوکوچنی وزېږوي، چې دا کوچنی به زما په رسالت شاهدي وایي.
ثمامه وایي، چې ماهغه جام ورکړ او ورته مې وويل: وڅښکه صلی الله علیک.
(۲)
مامون وایي: یوسړی د نبوت مدعي شو. یحیی د اکثم زوی ته مې وویل: راځه چې دغه سړی ته په پټه ورشو، چې ومونه پېژني چې موږ څوک یو؟
له موږ سره یو خادم هم ؤ. دی نبي ته ورغلو اود لیدلو اجازه مو ورڅخه وغوښتله، موږ ورننوتلو، هغه راته وویل: تاسو څوک یاست؟
مامون وایي چې ما ورته وویل: موږ دا دوه کسه راغلي یو، چې ستاپه لاس مسلمانان شو.
نو اجازه یې راکړه او ورننوتلو. مامون وایي، چې زه د دې نبي ښي څنګ ته کښېناستم اویحیی یې کیڼ څنګ ته کښېناست.
دې نبي مامون ته وویل: زه ټولو وګړوته راستول شوی یم.
مامون ورته وویل: تاته وحې راځې اوکه په خوب څه وینې؟ یادې په زړه کې وحې رالوېږي، یا درسره مناجات کېږي اوکه درسره خبرې کېږي؟
هغه نبي وویل: له ماسره مناجات هم کېږي اوخبرې هم راسره کېږي.
مامون ورته وویل: تاته دا وحې څوک راوړي؟ هغه وویل: جبرییل.
مامون ورته وویل: جبرېل کله درته راغلی و؟
هغه ورته وویل: ستاسو له راتلو څخه یوه ګړۍ د مخه راغلی و.
مامون ورته وویل: څه وحې یې درته راوړې وه؟
هغه وویل: جبریل راته وویل «ژر به دوه کسه درته راشي، یو به دې په ښي څنګ اوبل به دې په کیڼ څنګ کې کښېنې. داسړي د ټولې نړۍ لوی کوني اومفعول دي»
مامون وایي چې ما ورته وویل: «اشهد ان لا اله الالله واشهد انک رسول الله» بیا له ده څخه په خندا خندا ووتلو.
(۳)
مامون ته د ده د خلاقت په مهال یوڅوک راوستل شو، چې د نبوت مدعي و.
مامون ورته وویل: «ته پرخپل نبوت دلیل لرې؟»
هغه مدعې وویل: هو! دلیل مې دادی، چې څه چې ستا په زړه کې څه دي، زه په هغو پوهېږم.
مامون ورته وویل: ووایه! زما په زړه کې څه دي؟
هغه ورته وویل: ستا په زړه کې دادې، چې زه دروغجن یم.
مامون ورته وویل: ریښتیا دې وویل.
نوریې امروکړ، چې زندان ته یې بوځې. څو روځې بندې و بیایې راوویست او ورته یې وویل: اوس درته په بند کې کومه وحې شوي ده؟
هغه نبي وویل: نه.
مامون ورته وویل: ولې؟
هغه وویل: ځکه چې ملایکان بندېخانې ته نه ننوځې.
مامون ورته وخندل اوخوشی یې کړ.
(۴)
مامون ته یو سړی راوستل شو چې د نبوت دعوایې کړي وه اود اذربایجان و.
مامون ثمامه ته وویل: له دغه مدعې سره مناظره اوخبرې وکړه!
ثمامه مامون ته وویل «امیرالمؤمینینه ستا د خلافت په موده کې د نبوت مدعیان ډېرشوي دي» بیا یې د نبوت مدعې ته وویل: ستا پرخپل نبوت څه شاهدي ده؟
هغه ورته وویل ته دې مېرمن راوله چې زه ورسره ستا په مخ کې نکاح وکړم، نوستا مېرمن به هلک وزېږوي چې په زانګو کې به خبرې کوي او تا ته به خبرې درکړي چې زه نبي یم.
نوثمامه وویل: اشهدان لا اله الالله و اشهد انک رسول الله»
مامون ثمامه ته وویل: څرنګه ژردې پرې ایمان راووړ؟
ثمامه مامون ته وویل: د ده شرط څخه ماته د ده نبوت منل اسان ښکاره شول.
مامون وخندل اوهغه د نبوت مدعې یې خوشی کړ.