قضاوت
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
ښه قاضي
عمربن عبدالعزیر ویلي: ښه قاضي هغه دی، چې دا پنځه صفات ولري:
- علم په هغه څه چې ترده دمخه شوي دي،
- طمع نه کول،
- پرمدعې اومدعي علیه زړه سوی او له حلم څخه کار اخیستل،
- په امامانو پسې اقتداء کول،
- له علماوو او اهل الرای سره سلا کول.
تأمل
عمر بن عبدالعزیز ویلي چې خصم درته راغی اوسترګه یې ایستل شوي وه، نو د ده په ګټه حکم مه کوه، ترڅویې چې خصم نه وي راغلی، کېدای شي چې د خصم یې دواړه سترګې ایستل شوې وي.
د قاضي شریح قضاوت، د عدې بن ارطات اود ده د مېرمنې په باره کې
عدې شریح ته وویل: چېرته یې؟
هغه ورته وویل: ستا اود دېوال ترمینځه یم.
عدې ورته وویل: زه د شام یم.
شریح ورته وویل: ته خود ډېر لېري ځای یې!
عدې وویل: ستاسو په سیمه کې مې واده کړی دی.
شریح ورته وویل: ښه دې کړي، ودان آباد شې.
عدې وویل: زوی مې شوی دی.
شریح وویل: مبارک دي شه ځلمی دي شي.
عدې وویل: زه غواړم چې خپله مېرمن بوزم.
شریح وویل: ښه کوې مېرمن خپل خاوند سره ښه ده.
عدې وویل: ماورسره شرط ایښی و چې دابه په خپل کورکې وي.
شریح وویل: شرط د عمل وړ دی اوچې څه شرط دې ایښی دی، هغسي به کېږي، یعنې چې مېرمن به دي په خپل کورکې پاته وي اوته یې شام ته نه شې بیولای.
عدي وویل: اوس حکم وکړه!
شریح وویل: حکم مې وکړ.
عدي وویل: پرچا دي حکم وکړ؟
شریح وویل: ستا د مور پرزوی مې حکم وکړ.
عدي وویل: د چا پرشهادت دي زما د مور پرزوی حکم وکړ.
شریح ورته وویل: ستا د ترور د خور د زوی پرشهادت مې حکم وکړ.
د شریح مطلب داؤ چې تا په خپله پرخپل ځان اقرار وکړ.
مېږه
له شریح څخه پوښتنه وشوه: یوه مېږه ده، چې ملخان خوري، به دې مېږه څه وکړم؟
شریح وویل: د مېږي شیدې ښې دي او واښه یې وړیادي.
غایبه حلوا
قاضي شریح ته چا وویل: د غوزانو په غوړیو کې پخه حلوا خوندوره ده، که د بادامو په غوړیو کې پخه حلوا خوندوره ده؟
شریح ورته وویل: زه پرغایب حکم نه شم کولای.
د دښمن مال
مالک ویلي دي: که په چا کې د ځان له پاره خیر او ګټه نه وي، نو بل ته هم په کې ګټه او خیر نشته. که دې څوک ولید چې د دښمن مال یې ځان ته حلال کړی، داسې سړي ته د دوست مال امانت مه ورکوه.
د قاضې چرګ
یوقاضې و چې حرام یې نه خوړل او په وچه تنخوا یې ګوزاره کوله. نوریې دومره څه نه درلودل چې خپله کومه ستونزه ورباندي حل کړي. لوی اختر رانژدې شو. ټولو وګړو د قربانۍ له پاره څاروي وپېرل. قاضې خپلې مېرمنې ته وویل: ټول وګړي به قربانۍ کوي اوموږ به بې قربانۍ پاته شو ځکه چې څه نه لرو.
مېرمنې ورته وویل: غم مه کوه، مایوښه چرګ ساتلی دی، موږ به په دغه چرګ قربانې وکړو.
د دوی داخبرې اوخواله چا اورېدلې وه اوټول کلی خبرشو، چې قاضي د قربانۍ وس نه لري.
د اختر په ورځ قاضې د اختر له لمانځه خواشینی راستون شو، چې اوس به د کلې ټول وګړي قربانۍ کوي اوزه به هیڅ نه شم کولای، ځکه چې د قربانۍ وس نه لرم.
کله چې قاضې کورته راغی، ګوري چې کور یې له پسانو، ګډانو ډک دی. د کلې وګړو ورته د قربانۍ له پاره دېرش ګډان راوستلې ول.
قاضې وخندل اومېرمنې ته یې وویل: دا زموږ چرګ لکه چې پرخدای باندې له اسحاق علیه السلام نه هم ډېر ګران دی. د هغه په سرخدای یو ګډ راواستاوه اوزموږ د چرګ په فدیه کې یې دېرش ګډان راولېږل.