موسیقي
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
ابوموسی اشعری
نبي علیه الصلوة والسلام ابوموسی اشعري ته وویل: لقد اوتیت مزماراً من مزامیر آل داوود (لکه د داوود له مزمارونو چې مزمار درکړشوی وي!).
د وینې صفایي
طبیبان وایي: چې خوږ اوازپه جسم کې سرایت کوي اوپه رګونوکې جریان مومې چې په دې سبب وینه صفا کېږي، زړه خوښېږي.
منطق او موسیقي
افلاطون اونور فلسفیان وایي: چې موسیقي د منطق هغه برخه ده، چې ژبې یې د استخراج سیک اوتوان نه درلود، نوطبیعت د الحانو په شکل راڅرګنده اواستختراج کړه.
غاړې
افلاطون وایي: نه ښایي چې نفس له موسیقي څخه منع کړای شي، وګورئ، چې صنعتګران ټول د ستړیا په مهال د هوسایني له پاره له ځان سره غاړي راکاږې او راګونه کاروي اوهرڅوک په خپل اواز غږ خوښېږي.