سم تشخیص
دا ناداري، دا ناداني دا بدبختي له څه ده؟
زموږ کارونه، زموږ فکر او خوی وران که نه وي
دا ډیره شناخته فورموله ده، تر هغه چې د یوه مرض سم او دقیق تشخیص ونه سي نو هغه په اټکلي، غیبي او تصادفي ډول له منځه نه ځي، ممکن کله داسي پېښه شي چې یوه بلا د کوم ناسنجول شوی عامل په سوب غیبانه وځپل شي، دلته نو: اول خو دا په یوه کلي قاعده نه شي بدلېدای بل، کېدای شي داسي یو حالت نور جانبي او لا خطرناک عواقب ولري او یا هم هماغه مرګیحاله بلا یووار بیا او په لا ځواک سر را پورته کړي نو بویه چې په دنیا کې د هرې پدیدې د له منځه وړو یا رامنځته کېدو لپاره دقیق، علمي او موثر عوامل انتخاب کړو. راځئ چې دا مسله د هغې موخي د بیان په ترڅ کې، ښه روښانه کړو چې د خلاق الفت بیت مو د هغې لپاره غوره کړی دی.موږ د خپلو ټولنیزو غمیزو د لاملو په تشخیص کې خورا زیات عاجز او هم بې پروا یو، سل په سل کې پوهیږو چې بدبخت یو، رټلي یو، ځپلي یو، ټیټ، بې آبه او بې حیثیته یو، اړ یو، فقیر یو، حقیر یو، تړلي د زمانې په ځورنګه مريي او نامريي ځنځیر یو، په مرداریو لړلي د هر خنځیر یو، قاتل یو، مقتول یو، ظالم یو، مظلوم یو، فاسد یو، حاسد یو، د مسلمانۍ تر ټولو لوی دعوه داران یو خو د دنیا تر ټولو ذلیل نالتیان یو؛ د ناموس سرسخت حاجبان یو او د ناموسونو د لوټمار سورسترګي زبرزناکاران یو؛ له وطنفروشۍ څخه هم مخ نه اړوو، له عیاشۍ څخه هم؛ تقوا او دیانت مو د ژوند ملګری شعار دی، غلا، درواغ او خیانت مو روزګار؛ توپک مو ناموس دی او د تربور سرته ساتلی مو کارتوس دی؛ د پردیو په غلامۍ افتخار کوو او له خپل هموطن سره له همږغۍ او ورورۍ انکار؛ د ښځي تعلیم، حقوقو او انساني کرامت ته یې قایلېدل سپیتانه بولو خو څلور ښځې، بچه بازي، سګواني، کوتر بازي، کرک بازی او سل و زر نورې بازۍ مېړانه؛ کسب وکار، نوښت وابتکار راته انحراف و بدعت ایسي مګر شکول، ډاکه او بدماشي بیا شجاعت؛ پنځه وخته مو، پرته له قضاء، په ماجت کې اول صف په ټېکه وي او بهتان، غیبت، ګومان او مردم آزاري بیا راته بهتر تر مکه وي. داسې نو بې شمېره نورې ناخوالې او د انسانیت له قاموس سره ناآشنا بابولالې، خو که بیخې احساساتي کیسه او د ناځوانۍ او سر ناخلاصۍ مامله نه وي نو هر لوستونکی ولا سم دم پوهیږي چې هو ولا! دا خو هغه ثابت حقایق دي چې لکه وینه زموږ په شریانو کې جریان لري، چې لکه ساه زموږ په سږو ننوزي او وزي، چې لکه هډوکې زموږ د وجود قامت ورباندې نېغ دی، چې لکه پنځه حواسه زموږ عقل ورباندې تکیه دی، چې لکه ایمان زموږ زړه یې په زور ټوپونه وهي، چې لکه ماغزه زموږ د کوپړۍ ماهیت او اهمیت ثابتوي، چې لکه عرفان له دې لارې د خدای (ج) پېژندنې تلاښ کوو، چې لکه مدرسه زده کړه یې راباندې اجباري ده او چې لکه… او چې لکه….
اما له دې ټول وضاحت او صراحت سره- سره د خپلې اجتماعي فاجعې عوامل نور ښیو، د ملامتۍ ناړې پر نورو توکو، د ګنا د بار لپاره یې له نورو خره جوړوو، دا نه منصفانه ده، نه عاقلانه؛ نورو ته خو به خاشه کدر مشکل ور پېښ نکړو مګر خپله نور او نور د ټیټال او ابتذال په مردار کوهي کې پسې ور چخ او پسې ورننوزو.چور خو نه دی، حساب دی، راځئ چې د خپل ټولنیز ژوندانه یو شمېر عیني واقعیتو ته منطقي توجه وکړو، ددې متل مانا څه ده چې: «ولس ته مې بې قامه مه کې، قام ته مې بې تر بوره، تربور ته مې بې وروره او ورور ته مې بې زویه مه کې؟زموږ د پلار اول مخالفت له خپل زوی سره وي، بیا همدغه پلار له زوی سره یو ځای د خپلې هرې بد بختۍ عامل خپل ورور بولي، دوی درې واړه بیا د تربور پر ضد په یوه واحد د ننګ په سنګر کې ناست وي ځکه تربور خو د تیارې موږی او د دښمنۍ سمبول دی، د قبیلوي ذهنیت پر اساس د ښکاره قومپالنې له عقایدو سره- سره اولین خطر له خپله قومه راپېښ وي، قوم مو بیا په یوه واحده او مشخصه سیاسي جغرافیه کې له بل قوم سره غوښه و چاړه وي او هر قوم خپله بده ورځ د بل له لاسه ورپېښه انګېري، تاسو و خدای خپله شاوخوا د یو څه بصیرت په مرسته وڅارئ، آیا هر قوم ځان د بل له ستمه محروم نه بولي؟چې خبره د ملت کچې ته رسیږي نو ملت مو بیا خپله فاجعه له ګاونډیو ګڼي، داسې چې زموږ ملت خو ډېر بې آزاره، بېګنا، مظلوم او ناملامت دی، فساد خو ټول د نورو ملتو په ځان کې دی.او چې د مسلي سر د مسلمه امت سطحي ته ورغځېږي نو بیا د اسلامي نړۍ د ټولې بې عزتۍ، خوارۍ او دربدرۍ پړه د کفري هغې پر غاړه وراړول کیږي.
ښايي د زوی و پلاره رانیولې بیا د نړۍ تر لیول پوري د بېلا بېلو غمونو ځیني عوامل هغه هم وي چې بیان کړه شول، خو دا پخه خبره واقعآ چې ډېره پخه ده:«د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده.»له بده مرغه موږ کله هم د خپلو ناداریو، نادانیو او خواریو پر لاملو واقعبینانه او عیني کتنه او قضاوت ونکړ، خپل کارونه، خپل افکار او خویونه مو نقد نکړل او د منطقي اصلاح هڅه مو یې ونکړه.زموږ د ذهن او ټولنې د متخصص ډاکټر الفت د بیت منظور او پیام دا دی چې د بدمرغۍ سرچینه بل هېچیرې نه ده بلکې زموږ د خپل زړه، ذهن او ضمیر په لوړو-ژورو کې ده، که موږ تر قیامته د خپلې خوارې ورځې د پړې پړی په انفرادي، قبیلوي، قومي، ملي او دیني کچه د نورو غاړي ته اچوو، نو دا د اوبو پر سر کرښې دي، بېهوده شکایات دي او احمقانه تلقینات دي.کله چې وایو، نور را ملامت دي او نور باید د سړي زامن شي بیا به موږ خپله سړي شو، موږ په نورو د داسي التزام منلو لپاره هېڅډول اخلاقي او بل ډول نړیوال معتبر دستاوېز نه لرو چې په زور یې خپله ادعا پر کرسۍ کښېنوو، دا شرم و جهالت دی.بله هیڅ لار نشته، باید د روشنګرۍ پراخ علمي کمپاین د افغانستان تر سرتاسري سطحې خپور او تعمیم کړو، چې ذهنونه مو روښانه شي، د ښه و بد، ملامت و سلامت د سم تشخیص توان ومیندلای شو او د معلولاتوساینسي عوامل وپېژندلای شو.لنډه خبره داده چې ملامت خپله یو، که د خپل ژوند په ټولو مسلطو منحوسو رسوماتو، مزخرفو انګېرنو او خرافاتي ذهن کې اساسي بدلونو ته لستوڼې رابډ نه وهو، نو همېشه به د دنیا سوټی او زموږ کوناټی، زموږ بېځایه چیغې، شکایتونه او حکایتونه به هیڅ ځای ونه نیسي.
استاد الفت ټیک همدغه خبره کوي: راځئ، ځان جوړ کړو، جهان جوړـ جوړ دی.
وګورئ:
دا ناداري، دا ناداني دا بدبختي له څه ده؟
زموږ کارونه، زموږ فکر او خوی وران که نه وي
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۸) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۲۱\ ۱۳۹۳