ګل پاچا الفت

د قبیلې قبله

 (دوولسمه برخه)

بادار دی خو آزاد نه دی قبیله کې دی اسیر

«خېل» او «زي» نه وتی نشي که وکیل دی که وزیر

دلته ژوند قبیله یي دی، قبیله لکه قبله ده

توجه ورته لري ټول که صغیر دی که کبیر

فکر خوی قبیلوي دی تش لباس يې مدني دی

آغا نه ډیموکراټ کیږی که هر څومره شي تنویر

یو غلجی بل درانی دی، څوک تاجک دی، څوک ازبک

د افغان له کور و کلي خدایه ورک کړې دا توپیر

عدالت ډیموکراسي هم دلته شوه قبیلوي

او که دغه شانته نه وي څوک یې کله قبلوي

ښایې هیڅ یوه داسي متصوره ستونزه پاته نه وي چې د افغان انسان د قسمت په اطلس کې ثبت نه وي خو ماته تر دې ټولو ستره یې زموږ دا سر ناخلاصې ده چې د وخت په نبض نه سر خلاصوو او نه یې هم په کېسه کې یو، راځئ چې یوه زبردست مثال ته یې د انسانپرست الفت په دغو څو ابیاتو کې زموږ د پسپاته قبیلوي ذهنیت تصویر ته سترګې سره ور واړوو.

له هغې ورځې چې مفکر الفت له نړۍ سترګې پټې کړي نو ورسره سم د افغانستان د تباهۍ لړۍ را پیل شوې ده، زه نه پوهیږم که اوس دغه حساس انسان ژوندی وای څه فکر و احساس به یې کولای؟ ښایي تر هر چا به ډېر ځورېدی ځکه ده په خپل دغه شعرکې د خپل هغسي وخت له ذهني و ټولنیز وضعیته فریاد کړی چې نن موږ ته زموږ د ننني ژوند په نسبت هغه وختونه ښکلې اسطورې اېسي؛ موږ له هغه وخته، د بشري ټولنې د تکامل د قانونمندۍ خلاف، ډیر شاته تللي یو هغه داسي چې په لوټه کم څلوېښت کاله کیږي چې جانان افغانستان مو د مسلسل جنګ جهنم

دی او په دغه جهنم کې مو ټول مادي و معنوي ارزښتونه لکه پېلوځی داسي اسانه لمبه- لمبه دي، اخلاقي بنیادونه مو نړېدلي، د تعلیم معیار مو خاورې شوی، اجتماعي روابط مو شلېدلي، وطني احساس مو سره سپخېدلی، د ملي یووالي مقوله مو هسي یوه کلیشه پاته ده، د ذهني و فکري سقوط بحران ځپلي یو او …

د الفت صاحب وختونه اوس زموږ لپاره خوب و خیال دی ځکه هغه مهال د الفت غوندي فکري عظمتونه مبعوثېدل، لوی رئیس به مو الفت وو، د پارلمان وکالت به مو د الفت پر غاړه وو، د مطبوعاتو باني به مو الفت وو، لویه جرګه به مو په الفت درنه وه، په بهرنیو سفرو کې به د افغانستان سر په الفت لوړ وو، د علمي تحقیقاتو، څېړنیزو سیمینارو، فکري تولیداتو او تعلیمي موسساتو درنښت به مو په الفت تضمین وو، د سیاسي و ټولنیزو ښېرازیو لپاره به مو د الفت ژورې طرحې مخ ته پرتې وې، د مکتب و پوهنتون معیار به مو د الفت په برکت د نړۍ له سټنډرډ سره غاړه وړله او… مګر د څلورو لسیزو جنګ په جهنم کې له دې سندرې پرته بل هیڅ هم نه دی را پاته چي:

د ایرو څلی مې وران نکړې ورو تېرشه

باده زه هم د آشنا د عشق یادګار یـــــــــــم

د الفت په وخت کې ممکن د «زي» او «خېل» پالنه د سپین سترګۍ په هغه حد کې نه وه لکه نن چې موږ د متمدنې او رڼې دنیا په مخ کې د جهالت او ارتجاعیت په ټول زور و سرټمبګې سره لګیا یو، دولت، حکومت او نظام لکه د فربانۍ پسه غوندې پر «زي» «خېل» «ژبه» «سیمه» «مذهب» «قوم» «قبیله» «ولایت» «ډلو- ټپلو» او سلو و زرو نورو ټیټو هویتو وېشو.

د الفت مهال کې قبیله لکه قبله داسې وه، مګر نن قبیله سمه- دمه قبله ده، عقیده ده، تقدس دی ان د خدای تر بریده؛ نن پر خدای هغه باور نشته لکه پر قبیله، دا هغه تریخ واقعیت دی چې زموږ د وجود ذرې- ذرې ته د درک وړ دی ځکه نن چې د بیان آزادي او ډیموکراسي راغلې نو په برکت یې زموږ ټیټ ذهني باورونه لکه لمر ته را وتلي دي، موږ هره ورځ و شپه وینو چې په رسنیو کې مو پوهان،لیکوالان، شاعران، مدنیان، روشنفکران، نخبه ګان، ملایان، مخور او کوناټور لګیا دي یو د بل قوم، قبیلې، سیمې، ژبې، مذهب، دود و دستور او نورو ارزښتو ته ښکنځل سره کوي، له بده مرغه دالفت مرحوم د کور یوه رسنۍ ده چې د الفتپوهنې و لمانځنې دعوه یې تر هر چا اوچته ده، پرته له پښتنو د افغانستان نور ټول قومونه و اوسېدونکي حرامیان بولي، بېله دې چې د لوی الفت له فکر، د الفت له هدیرې، د الفت له سجادې، د الفت له نغري او د الفت له ارمان و ایمانه وشرمېږي او پرته له دې چې پر افغانستان و افغان انسان یې ذره زړه وسوځې.

د ناروا جنګ- جګړو په تور دوران کې چي زموږ زیات شمېر خلک په دنیا کې و پاشل شول، جهان دیده شول، متمدنه دنیا یې ولیدله، د دنیا د پرمختګ ننداره یې له نژدې وکړه، له تمدن او ډیموکراسۍ څخه یې په عمل کې مزې واخیستې او ظاهراً یې مدني لباس غاړې ته واچاوه مګر له بده مرغه چي خوی و بوی یې هماغسې وحشي و قبیلوي پاته دی لکه نیمه پیړۍ وړاندې چې وطنپال الفت ځنې ځوربدلی وو ان تر هغه لا په بده بلا ککړ شوي دي او دا زهرجن واقعیت هله ښه درکولای شئ چې په متمدنه دنیا کې د خورو- ورو افغانانو غونډو و محافلو ته ورشئ او هلته د دوی خپل منځي اړیکي و ذهني تمایلات ووینئ:

فکر خوی فبیلوي دی تش لباس یې مدني دی

آغا نه ډیموکراټ کېږي که هر څومره شي تنویر

هیله ده چې پر دې یوه بېلګه را سره بسنه وکړئ چې ډاکټر ناشناس فطرت ته په یوه بهرني کنسرت کې ځېني کډوال افغانان د پښتو سندرو فرمایش ور کوي او ور سره سم دا اعتراض کوي چې دري دې ډېره کړه، استاد ناشناس په جواب کې عجبه ور ته کوي چې په یوه بل پروګرام کې د دې برعکس غوښتنه ځنې شوې وه، وایي چې تاریخي حقایق ډیر ترخه دي، تاسو د یوسفزیو، خټکو، بنګښو اکاخېلو او … تاریخ وګورئ چې دوی خپل تر منځ څومره وینې سره بیولې دي او… بیا هیله کوي چې دا اختلافات پرېږدئ او ما هم خپل خیال نه پرېږدئ چې څه مې زړه وي هغه درته ووایم؛ زما باور دی چې د استاد ناشناس دا خبرې به د هغه په یوه مشهور کیسټ کې ډیرو اورېدلې وي.

پرون استاد الفت د افغان له کوره د غلجي و دراني، تاجک و ازبک د توپیر د ورکېدو دعا کړې وه مګر لکه چې د لوی خدای په دربار کې نه وه قبوله اونن دا دی له بده مرغه دا جاهلانه قبیلوي توپیر د نړۍ په منځګړیتوب په دولتي کچه پالل کیږي او تر (ملي وحدت حکومت) ها خوایې نو کومه بله پخه بېلګه غواړئ؟ چې د افغانستان په هغه اساسي قانون کې یې، چي د همدغې منځګړې نړۍ تر مخامخ څار او صلاحیت لاندې جوړ شو، د دغسې یوه نظام څرک هم نه لګیږی مګر څنګه یې کوئ چې:

عدالت ډیموکراسي هم دلته شوه قبیلوي

او که دغه شانته نه وي څوک یې کله قبلوي

اما د دی هر څه معنا دا نه ده چې موږ دومره په فکري و ذهني حساب شاته لوېدلي یو نو به له هر څه لاس پر سر کېږو، نه! هیڅکله نه! کله چې د با احساس، وطنپرست او انسانپرست الفت لپاره د هاغه دوران هاغه ذهني سطحه لاهم د قبول وړ نه وه او افغان انسان یې د فکرې معراج سردار غوښت نو زموږ لپاره خو نننۍ د ذهني سقوط کنده بېخې د منلو نه ده، پر دې اساس له خپل فکري مرشد الفت سره خپل تعهد یو وار بیا تازه کوو چي د قبیلې قبله له منځه وړو او د افغان انسان په صفت به د لویې انساني قبلې خواته پر یوه صف په یوه سلا مخ ور اړوو.

دلته ژوند قبیله یې دی قبیله لکه قبله ده

توجه ورته لري ټول، که صغیردی که کبیر

یو غلجی، بل درانی دی، څوک تاجک دی، څوک ازبک

د افغان له کور و کلي خدایه ورک کړې دا توپیر

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *