څوارلسمه برخه –
د انسان پر ښایسته نوع مین الفت
مینه کې فرق د شرق و غرب مه کوه
په صبحدم ماښام یو شان شه مین
ګبرو ترسا وي که دي خپل که پردی
په ښایسته نوع د انسان شه مین
یواځې خپله باغچه مه ستایه تل
الفته راشه په جهان شه مین
دلته انسانپرست الفت له هر زد و بنده، له هر ټیټ پړاوه او له هر ډول قبیلوي، قومي، ملي، مذهبي ان دیني تړاوه ور تېر، ور پورته شوی او د انساني معراج سوبه یې ګټلې ده.
دلته مفکر الفت د فکري عروج د اوج پر مقام ولاړ دی او په دغه مقام کې الفت یوازي او یوازي انسان دی، هیومانیست دی او تر دې را ټیټ هیڅ هم نه.
دلته لوی الفت د ستر مولانا جلال الدین بلخي د انساني معیار پر اساس دوه زره کاله مزل وهلی او د لوړ انساني حد سرحد ته رسېدلی دی، هلته چې د بلخ خداوندګار فرمایی:
هزار سال رهست ز تو تا مسلمانی
هزار سال دیګرست تا به حد انسانی
دا دوه زره کاله مزل وهل، هغه هم په دومره بریالیتوب، د هر ناتوان د توان خبره نه ده، دا سفر په یوه انرژي ممکنیږي چې هغه د فکر انرژي ده او د فکر انرژي په پوهه سره تولیدولای شو، دلته مفکر الفت د جهالت بلا تیارې شاته پرې ایښې دي، د نادانۍ له هر خنډه ور اوښتی دی او د دانایۍ په برکت یې د خپل شخصیت رڼه مرغلره کشف کړې ده چې تردې د ځلاندی رڼا تصور نور نو ممکن نه دی، بیا هم د حضرت مولانا په استناد:
بیا تو ګهر خویش را درین عدم بشناس
که هیچ غصه بدتر نباشد ز نادانی
هنرمن الفت هسي وچ په وچه د انساني عظمت تبلیغ نه کوي بلکې له داسي هنري اندازه کار اخلي چې هم دې په ګلاب ذوق نازوي او هم په عرق ګلاب صحت.
دلته به یې د دغه شعر څو هغو ځانګړنو ته سره کښېنو چې په برکت یې د استاد الفت ستر انساني پیام په خورا خوند و آسانۍ سره جذبولای شو:
یو– اول خو الفت خپل ځان مخاطب کړی دی ځکه انسان داسی یو خصلت هم لري چې ډېر نصیحت نه خوښوي، ممکن د بل پدرانه نصایح ډېر اغېز پر ونکړي نو ده هم لکه لوی خوشحال له داسي یوې طریقې کار اخيستی چې ګواکي دا لارښوونه مې ټوله ځان ته ده او د دې طریقې رواني اغېز دا دی چې ښایې لوستونکی فکر وکړي چې دی کله پر ځان یو څه پېرزو لري خامخا به غوره څه وي او توجه یې ممکن لا ډېره ور جلب شي، خوشحال بابا هم فرمایې:
و نور چا وته به څه لره څه وایي
و خپل ځان وته خوشحال خټک دا پند کا
دوه– ځیرک الفت په دې ډېر ښه پوهیږي چې ملت یې تل د قبیلې قبلې ته پر سجده پروت دي:
دلته ژوند قبیله یې دی قبیله لکه قبله ده
توجه ورته لري ډېر که که صغیر دی که کبیر
نو دغسي یو ملت به څنګه قانع کوې چې د شرق و غرب، ګبر و ترسا و مسلمان توپیر مه کوه، یوازي انساني فکر وکړه او دا ډېره سخته چاره ده نو له هنره کار اخلي
او شرق و غرب له سهارو ماښام سره تشبیه کوي، دلته دا کمال کوي چې له شرقي مغرور ذهنیت سره هم مخالفت نه کوي، دغه شعور ختیځ د لمر ختو او رڼا ځای بولي او لویدیځ د تیارې، ورسره مني چې هو! لویدیځ تیاره دی مګر تاسو ګورئ چې که صبحدم خپل خاص کیفیت لري نو د ماښام شاعرانه و عاشقانه کیفیت و رنګینۍ ته هم یو څه توجه په کار ده، په دې ضمن کې دغه هنري پېرایه ممکن هنري ذوق و پاروي، خوند ور کړي، ښایې که څه نور هم ورته ځیر شي، نو ګورو چې ماښام د سوو زړونو او عاشقانو د ملاقات فرصت دی، د عارفانو د راز و نیاز موقع ده، پر شمع د پتنګانو د قربانۍ مو سم دی، د غزلو، سندرو او موسیقیو جانانه وخت دی او ډېر نور کیفیات، کله چې یو انسان د دغسي کیفیاتو په نشه کې ډوبیږي ښایې پر ماښام مین شي او په وړاندي یې د کینه کښو زړو کینه هم کمه شي او د انسان پر ښایسته نوع مین الفت خپل انساني هدف ته ورسیږي.
درې- کله چې استاد الفت ګوري چې د ده ملت مسلمان دی او هغه هم له بده مرغه تر ډیره بریده متعصب مسلمان، متعصب په دې دلیل چې کله پښتون خپل اکا او د اکا زوی ته خدری وایي، خدری تربور دی او تربور د دښمنۍ سمبول، نو داسي قوم به څنګه د سلو و زرو ټیټو رابطو شلولو او انساني اړیکيو ټینګولو ته حاضر شي او په دغه رابطه کې بیا هیڅ مذهب و دین و آیین ته حساب ونکړي؟ نو کله چې له ګبر و ترسا، خپل و پردي سره پر انساني بنسټ د ګوزارې خبره کوي نو د انسان ښایسته نوع یا د انساني نوعې ښایست ورته ځلوي، هغه ښایسته نوع چې د انس و جن خالق یې په باب خپل بلا کیفه ذوق داسي ښکاره کړی دی:
لقد کرمنا بنی آدم
او: لقد خلقناالانسان فی احسن تقویم
دلته دی چې پر انسان باندې، که هغه هر څوک وي، د درانه الفت د میني بلنه هیڅوک نشي ردولای.
څلور- کله چې الفت مستقیماً ځان مخاطبوي نو بیا ډېرو پېچلتیاوو ته اړتیا نشته، مخامخ ځان ته پر جهان د مینېدا دعوت ور کوي او خپل دا باور اظهاروي چې که زما کور و کلی یا وطن د ستایني وړ ښایسته باغچه وي نو دا ټول جهان یو لوی د فطرت باغ دی بیا ولي یو نارمل، په ژبه پوه، هوښیار او حساس انسان په لوی لاس خپل ځان او خپل ذوق د دې لوی بڼ له رنګارنګ ذوق پالو جلوو او ناپایه وږمو له خوشبوګانو محروم کاندي؟
د انساندوست الفت د دغه انساني فکر رڼا ته تر بل هر وخت او بل هر چا نن د ده ملت سخته اړتیا لري ځکه چي د تعصب، تبعیض، جهالت او سلو و زرو نورو بد مرغیو په تیارو کې ورک دی او د الفت له فکري ډېوې پرته په بله وسیله د ژغونې لار نه شي موندلای.
دلته نو ودان افغانستان ګوند خپل ستر بشري شعار د با شعور الفت د انساني طرز تفکر پر اساس په ټول جرئت سره یو وار بیا د افغان انسان او ټول بشر تر غوږه رسوي چې:
«و.ا.ګ نړۍ د بشر ګډ کور او د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوی تر منځ د دوستانه اړیکیو د ټینګښت و پیاوړتیا په لار کې هراړخیز زیار ګالي.» (کړنلار، ۶۶ مخ، پنځم چاپ)
مینه کې فرق د شرق و غرب مه کوه
پر صبحدم ماښام یو شان شه مین
ګبرو ترسا وي که وي خپل که پردی
په ښایسته نوع د انسان شه مین
یوازې خپله باغچه مه ستایه تل
الفته راشه په جهان شه مین
نوربيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴