پنځلسمه برخه –
بت پرست که بت شکن؟
په ورانکارو چې کارونه جوړوي
حقیقت کې جوړ کارونه ورانوي
یا ټګې یا ډېره لویه ساده ګې ده
که بتان په بت پرستو ماتوي
دغه تجربه و برداشت استاد الفت د خپلې ټولنې له کتابه اخیستی وو چې ورانکارو ته د کار جوړونې په نیت د کار سپارنې پایله څنګه وي؟ ده دغه طریقه د بت پرستو په لاس د بت ماتونې له هیلې سره تشبیه کړې ده او دغسي یوه کړنه ممکنه نه ده خو دا چې زموږ په ټولنه کې دغسې یو نمایش تماشې ته وړاندې کیږي نو استاد ته سوال پیدا کیږي چې آیا دا اوس یو چل- ول دی که حماقت؟ په هر صورت، هرڅه چې وي خو نتیجه یې د ټولنې پسماندګې، فساد او تباهې ده.
له بده مرغه چي تر دا ننه دغه نا اهلو ته د کار سپارلو روش، د خواخوږي الفت له تجربې، یادونې او لارښونې سره- سره، نه یوازې له موډه نه دی لوېدلی بلکې پر افغانستان د پرلپسې اور و وینو د سېلابو په ترڅ کې یې نور هم رنګ و رونق موندلی او زموږ د سیاسي و اجتماعي ژوندانه په یوه پخه قاعده بدل شوی دی.
له ۱۳۵۷– ۱۳۸۰ لمریز کلونو پورې خو د کفري و اسلامي انقلاباتو په نوم پر افغانستان د دکتاتوریو، انارشیو، تنظیم
شاهیو او طالب شاهیو بلیات و آفات را نازل او حاکم ول مګر په ۱۳۸۰ کې چې نړیواله ټولنه د ډیموکراسۍ، بیان آزادۍ، بیارغونې، سولې و ثبات او قانون په شعارو سره را باندې واکمنه شوه نو د کار اهل
کار ته سپارلو شعار تر بل هر مهال ډېر وشاربل شو خو تر ننه دغسې یو کار و نه شو او تر ننه مو په سیاسي و اجتماعي ډګر کې د کار جوړونې دنده و صلاحیت د کار ورانوونکو په لاس کې دی؛ هغوی چې غله دي، د غلا د غیبېدو پر وظیفه توظیف کړه شوي؛ هغوی چې جنګسالاران دي، د سولې راوستو پر منصب نصب کړه شوي؛ هغوی چې رهزنان دي، د لارو ساتونکو مسؤلیت ور سپارل شوی؛ هغوی چې قاتلان دي، د ژوندانه د تبلیغ ممبر ته ور پورته کړه شوي؛ هغوی چې قانون ضد دي، د قانون د سمبالښت و تعمیل پر چاره مامور شوي او هغوی چې د افغانیت و اسلامیت سره حساسیت لري نو د همدغې رسۍ سر یې په لاس کې اخیستی دی.
خواشینوونکې خو دا ده چې دا هره نا اهله و ناوړه څېره و کتله شاته د ولس د یوې برخې پایه لري، ښایې ولس ځکه ملامت و نه ګڼل شي چي یو خو هغه د مسلسلو جنګو و بحرانو له امله د شعور او تفکر له قوته را لوېدلی او د خپل خیر و شر د تفکیک توان یې کمزوری شوی دی، بله دا چې بله چاره هم نلري، چا ته پناء یوسي؟ چې هر ادرس ته د هرې ستونزې د حل په موخه ورځي نو پرته له دې چې په ځان پوه شي په هماغه ادرس کې یې مشکلات یو په دوه کیږي اما بیا هم چاره نه ځنې لري.
ښایي تقریباً هر افغان د دې شاهد و اوسي، هر څوک چې ډیر د ملي وحدت چیغې وهي نو هغه خپله د ملي یووالي لپاره لکه ایډز مرض غوندې وي، څوک چې زیات د یو موټي افغانستان د استحکام شعار ورکوي هغومره یې د اعمالو نتیجه د وطن په ضرر وي؛ څومره چې څوک د افغانیت و اسلامیت وسله نېغه– نېغه کوي هغومره د همدغو ارزښتو د بدنامۍ عاملین دي. مثلآً، دوی د افغانیت و اسلامیت د دفاع په بحثو او مظاهرو کې افغانستان یوازې د پښتنو وطن بولي او نورو قومو ته د حرامیانو خطاب کوي او هغوی په افغانستان کې پردي او له ګاونډیو سره همریښه بولي او بیرته یې خپلو اصلي ځمکو ته د شړلو شعار ورکوي؛ اوس نو په دې خو د کوڅې و بازار سړی هم پوهیږي چې د دغسې ترخه او زهرجن طرز فکر نتیجه پرته له کوم شک و شبهې څخه د افغانستان تجزیه، تباهي او تر قیامته بدمرغې ده ځکه دا به څنګه امکان ومومي چي دغسې یوه نا انساني، ضد افغاني او غیر اسلامي ارمان ته دي څوک داسې په اسانه ورسیږي؟ خو ناتمامو جنجالو ته به تر محشره زمینه سازه کاندي.
د دغې مسئلې بل جالب اړخ دا دی چې د افغانیت و اسلامیت په مسئله کې یو شمېر هغه معلوم الحال کمونیستان ګرم دي چې یو عمر د دغو دوو ارزښتو په مقابل کې په فکري و فزیکي سنګر کې د نه پخلاینې په حتمې شعار جنګېدلي او دا خو ټولو ته مالومه ده چې د کمونیستي ایډیولوژۍ نه له اسلام سره کار شته بلکې هغه د ټولنې تاریاک ګڼي او نه له افغانیت سره ځکه هغوی نړیوال کارګري نظام غوښت چې په هغه کې به نه سرحدونو، نه ملي حاکمیت، نه ارضی تمامیت او نه هم ملت درلود.
اوس هر با هوش انسان ته د استاد الفت غوندې سوال پیدا کیږي، هغه کسان چې د دغسي کسانو په څرګندو درواغجنو شعارو غولیږي او د ودانۍ په هیله پسې دریږي آیا دا د ټګۍ یا ډیرې سادګۍ له امله ده؟
هر څه چې ده خو دا د هر روشنفکر او وطنپرست افغان انسان ملي- انساني او حتمي وظیفه ده چې د خپلو خلکو د روښانتیا، پوهولو او چل ولونو ته متوجه کولو په لار کې شپه و ورځ پر ځان یوه کړي او د مجرب الفت د دغه عالي تجربې او فورمولې په چوکاټ کې د تبعیض، تعصب، کرکې او بغض بتان د بت پرستو نه بلکې بت شکنو په مټ مات کړي او د ودانۍ چارې ورانوونکو ته نه بلکې ودانوونکو ته و سپاري.
ودان افغانستان ګوند د استاد الفت د ستر انساني ارمان پوره کېدو لپاره ازموینې ته چمتو دی.
په ورانکارو چې کارونه جوړوي
حقیقت کې جوړ کارونه ورانوي
یا ټګې یا ډېره لویه سادګې ده
که بتان په بت پرستو ماتوي
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۲) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۷\ ۱۳۹۴