ګل پاچا الفت

پنځلسمه برخه –

سیاست و ادب؛ روښانتیا و ویښتیا

سترګې پورته کړه له خوبه را بیدار شه

ویده نه لري څه برخه له ژوندونه

بیا د لمر زړه کې پیدا زیات حرارت شو

په جوش راغله بیا د وریځو ډک خمونه

ډېره د افسوس خبره ده چې موږ په یوویشتمه پېړۍ کې تر موډرنېزم وروسته دوران کې په علمي و اکاډمیکو حلقو و ساحو کې، نه یوازې د متفکر الفت د فکر د تطبیق لپاره زمینه نه لرو بلکې پر ضد یې یو، هغه څنګه؟

داسې چې د کابل د ښوونې و روزنې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ۱۳۹۳ کال په فراغت مراسمو کې د ودان افغانستان ګوند یوه ملګري، عرفان الله احمدزي، چې دی هم د فارغانو له جملې څخه وو، د خپلې وینا په اخیر کې فقط و فقط وویل چې:

« د ودان افغانستان په هیله»

نور هيڅ هم نه، نو د دغه پوهنځي یوه محترم استاد، چې د پوهاندۍ تر کچې هم رسېدلی، دریځ ته په سوې ساه ځان ورساوه او جدي غوښتنه یې وکړه چې دا د سیاست پروګرام نه دی، د ادب محفل دی، پر دې سټیج، سیاسي بحثونه مه کوئ؛ تر ده وروسته د ژور فکر لیکوال او ځوان مجید قرار په خپله وینا کې یادونه وکړه چې خلک باید له سیاست څخه منع نکړه شي ځکه که تاسو له سیاست څخه هر څومره مخ واړوئ، سیاست خپله په مخه درځي نو ښه به دا وي چې شعوري سیاست وکړو.

زه چې د دغې صحنې او کیسې مخامخ شاهد وم، په تعجب او خپګان مې د خپل وطن پر حال، د خلکو پر تمایلاتو او د اکاډمیکو ادیبانو پر دغسې طرز فکر سوچ کاوه او د مرحوم الفت د دغه شعر پیام ځکه ځورولم چې د ده په وطن کې یې د اورېدو له پاره لا هم غوږونه نشته او دا لا څه چې د ده د ادبي کاله وارثین د ده ارمان او افکار د دریځونو پر سرونو ځپي او په پایله کې یې د خپل ځوان او راتلونکی نسل سترګې نورې هم ور پټوي او د ژوندانه د رڼا له برخې یې بې برخې کوي:

سترګې پورته کړه له خوبه را بیدار شه

ویده نه لري څه برخه له ژوندونه

ښايې زما په ژور تشویش کې به دغه عنصر هم دخل لاره چې د ودان افغانستان ګوند د نوم یادولو په غبرګون دغسې یوه څرګندونه شوې وه خو زه تر ګوند پخوا هم د ادب و سیاست پر بېلتون او تضاد قایل نه وم او دا د تاریخي و عقلي دلایلو پر اساس راته لویه سادګي ایسي چې د ادب و سیاست تر منځ د ډیورنډ کرښه راکش کړه شي، راځئ چې یو څو تاریخي حقایقو او منطقې استدلال ته سره ورشو.

یو- زه هم د همدغه پوهنتون، د همدغې څانګې فارغ یم، په همدغه پوهنځي کې مې د مرحوم استاد کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي (د پښتو ادبیاتو تاریخ معاصره دوره) لوستې ده هلته چې له پیله تر پایه ادب و سیاست د یوې سکې د دوو مخو غوندې لازم و ملزوم راغلی دی، داسې چې معاصره دوره یې پر درو پړاوو (روښانتیا، ویښتیا او بدلون) وېشلې ده؛ دغه وېش په اصل کې سیاسي دی، پښتو معاصر ادب او د هغه پړاوونه هم له دغو سیاسي تحولاتو سره په تړاو کې په دغو نومو نومول شوي دي؛ زه به له دغه کتابه د خپلي خبرې د ښه ثبوت له پاره د روښانتیا و ویښتیا پړاوو لنډیز را واخلم او تاسو به وګورئ چې ادب و سیاست څنګه لکه شیدې و اوبه په یو بل کې سره منحل دي.

روښانتیا

د فرهنګ په ساحه کې دوه مهم کارونه تر سره شول، لومړی دا چې په کابل کې د حبیبیې ښوونځی او د حربیې ښوونځی او د سراج الاخبار د جریدې اداره د سیاسي فعالیتونو په مرکزونو بدل شول.

په همدې وخت کې د میر غلام محمد غبار په قول، په کابل کې د بهرنیو هیوادو جریدې لاس په لاس ګرځېدې او د روښانفکرانو قشر، چې په لومړي سر کې یې د ملي بورژوازي او لیبرال ملاکانو نمایندګې کوله، وروسته یې د پاچا د بې سرحده واک د محدودولو او د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو او د اساسي قانون د جوړولو دپاره په مبارزه لاس پورې کړ. (افغانستان در مسیر تاریخ، ص ۷۱۶)

د تجدد او روښانتیا دوران ادبیات د ملي ارمانونو د عرادې په توګه د فرهنګ پر مخ بېولو ته وقف شوي وو….

معاصر ادب د محتوا او پیغام د درلودلو له کبله نور ادبي جریانونه له خپل عنعنه اي اهمیت څخه وغورځول، معاصر ادب د یوه رسالتمن ادب په توګه د ټولنې په خدمت کې په کار واچول شو، په هېواد کې د مزمن فقر، بېسوادۍ، اداري فساد، اختناق او ټولنیزې بېعدالتۍ عمومیت ټول هیوادپالونکي، آزادي خوښوونکي روشنفکران دې ته وهڅول چې د منځنیو پېړيو د عطالت او رکود د منځه وړلو دپاره سخته مبارزه پیل کړي؛ ادبیات د یوه معنوي مشال په توګه د خلکو د ذهنونو د روښانولو دپاره استخدام کړي او ولس د غفلت، بې خبرۍ، ړانده تقلید او بې تفاوتۍ له درانه خوبه راویښ کړي؛ د دغه وخت يو شمېر نامتو شاعرانو او لیکوالانو د ادبي تخلیقاتو له لارې د خانخانۍ، استعمار، ځانځانۍ، او استبداد پر ضد ګړندۍ مبارزه کوله او ځینو یې د خپلو لوړو ارمانونو د پوره کولو په لاره کې د قربانۍ میدان ته هم ور ودانګل او د شهادت جامونه یې وڅښل:

بنا کردند خوش رسمی به خاک و خون غلطیدن

خدا رحمت کند آن عاشقان پاک طینت را

د پښتو لومړی شعر چې په نوموړې جریده (سراج الاخبار افغانیه) کې خپور شو د مولوي صالح محمد کندهاري شعر دی:

دا څه عجب دوران دی

چې راغلی پر افغان دی

رنګا رنګه ترقي ده

څه عجب محبوب عنوان دی

دا له کومه سو په موږ کې

چې ظاهر او نمایان دی

دا خو عصر د سراج دی

چې افغان ټول پرې روښان دی

ته سراج اخبار ته ګوره

چې د ملک په تن کې ځان دی

اوس بیا نور علی نور سو

په پښتو چې دی ګویان دی

په دغه شعر کې د نوي دوران د پیلېدو زېری ور کړ شوی دی، له روښانتیا سره د سراج او د «نور علی نور» ارتباط مضمون ته ادبي رنګ هم ور کړی دی، که په دغه شعر کې د سراج عصر ستایل شوی دی، وجه یې دا ده چې د هیواد ترقۍ ته یې پاملرنه کړې ده.

د روښانتیا په دوره کې د پښتو د معاصر ادب سرلاري دغه کسان دي: مولوي صالح محمد کندهاری، غلام محی الدین افغان، مولوي عبدالواسع کندهاری، عبدالعلي مستغني او عبدالهادي داوی. (د پښتو ادبیاتو تاریخ، معاصره دوره، مخونه ۵۳-۵۶)

د شلمې پېړۍ په پیل کې د افغانستان په ادبیاتو کې موډرنیزېشن په پراخه اندازه منعکس شوی دی، د هغه وخت ادبي نوښتګر په شعوري توګه هڅه کوي چې له ادبیاتو څخه د ملي او دموکراتیکو هدفونو د تحقق دپاره د یوې اغېزناکې وسیلې په توګه کار واخلي، د دې وخت د ادبیاتو سوژه هیوادپالنه، خپلواکي غوښتنه، د اختناق او فساد رټنه، د فاناتیزم (تعصب) او ارتجاع غندنه، د مثبتو علومو او ټکنالوجۍ او نوي فرهنګ خپرونه، د ملي وحدت ټینګونه، د عصري ژوند له غوښتنو سره د دودونو او انګېرنو سمونه، د مطلقیت او سټاټسکو (اوسني حالت ساتنې) پر ضد د خلکو پارونه، د انګریزي استعمار په مقابل کې د ختیځ په تېره بیا مسلمانو ملتونو پاڅونه او داسې نور ملي، اسلامي او بشري ارزښتونه او ارمانونه دي. (تېر اخځ، مخ ۵۷)

ویښتیا

د ویښتیا پړاو تر زیاتې اندازې د ویښ ځلمیانو له سیاسي غورځنګ سره اړه لري، د پښتو ژبې تقریباً ټول نامتو لیکوال او شاعران د ویښ ځلمیانو په سیاسي سازمان کې شامل وو او له همدې لامله د ویښتیا دورې اکثره شعرونه او لیکنې اجتماعي- سیاسي رنګ لري…. په عامه ذهنیت کې د ویښ ځلمیانو نوم نقش شوی وو او هر تحول غوښتونکی شخص به یې ویښ ځلمی باله.

د ویښتیا پړاو ادبي میتود انتقادي ریالیزم و چې په عمده توګه د ادارې فساد، بیروکراتیزم، اختناق، اتوکراسي، ارتجاع، ظلم او استثمار (په تېره بیا د خانانو او ملکانو له خوا د بزګرانو استثمار) پر ضد مبارزه پکې منعکسه شوې ده.

همدارنګه د دغې دورې په ادبیاتو کې د پښتنو او بلوڅو د ملي آزادي غوښتونکي نهضت، د ښځو د دموکراتیک حقوقو، ټولنیزو- سیاسي ریفورمونو، د اقتصادي حالت د ښه والي دپاره مبارزه د یادونې وړ دي. (تېر اخځ، مخونه ۸۶- ۸۷)

په همدغه ډول که په کوزه پښتونخوا کې د عدم تشدد د لوی مبارز پاچاخان سیاسي مبارزه وګورو او د ده ملګري لکه فضل محمود مخفي، عبدالاکبر خان اکبر، ماسټر عبدالکریم، غني خان او عبدالمالک فدا وګورو نو دا ټول هم سیاسي مبارزان او هم د ادب د ډګر پهلوانان ول، د پاچاخان (پښتون) مجله د ادب و سیاست د تاریخ تلپاته مشترک نوم دی.

دغه د ادب و سیاست غاړه غړۍ واقعیت هغه څه دی چې موږ ته په پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو تاریخ د مضمون په توګه همدغو استادانو په خپله خوله تدریس کړی خو اوس په عام محضر کې، نه پوهېږم د کوم منطق په تقاضا او د کوم عقل په حکم د ادب په محفل کې سیاست ته اشاره ناروا بولي؟ ګوره چې خپل کریکولم، خپل مضمون او خپل تدریس یې هېر دی او که یې په خپل لکچرنوټ خپله سر نه دی خلاص؟ زما چې څومره تجربه او مخامخ مشاهده ده نو زموږ اکثر دغه ډول استادان په خپل تدریس خپله نه پوهېدل، تاسو څه فکر کوئ که دوی په خپله خبره پوهېدلای آیا د فراغت په یوه عام پروګرام کې یې دغسې څرګندونه کوله؟ لا جالبه دا چې نوموړي استاد موږ ته (خوشال پېژندنه) تدریسوله او د ده پر دغه کتاب یوه نیوکه دا ده چې موږ خو لوی خوشحال تر هر څه مخکې د یوه شاعر او قلموال په صفت پېژنو خو ده یې له شعر، افکارو او هنر سره د نشت په اندازه تماس نیولی او نور یې نو ټوله (خوشال پېژندنه) له سیاستوال و جنګیالي خوشحال څخه عبارت ده.

دوه- ودان افغانستان ګوند د روښانو مشروطه غوښتونکو او ویښو ځلمیانو وارث یا شاګرد دی او زمانې د هغو تېرو روښانو او ویښو وطنپرستانو میراث او تاریخي رسالت دغه علمي- روشنفکر غورځنګ ته سپارلی دی، همدا علت دی چې د دغه ګوند اکثر غړي د علم و فرهنګ د ډګر ځوانان دي چې په تاریخ کې، د ادبیاتو په تاریخ کې او د نړۍ د ادبیاتو په تاریخ کې سیاست و ادب یو ځای ��ولي، خیر دی که د دغو دوو ضروري پدیدو په نه بېلېدونکې رابطه یې ځیني مدرس استادان نه خپله پوهېږي او طبعاً نه دوی پوهولای شي خو دوی په خپل شخصي تشبث او تلاښ خپل ځانونه خپله پوهوي او د خلکو، وطن او ازرښتو په وړاندې د خپل تاریخي مسؤلیت په احساس سره د خپلو اسلافو پر نقش قدم متعهد او مستحکم ګامونه اخلي نو زموږ د واقعي ادبي شعور خاوندان، په تېره بیا استادان، که بېخې خپل رسالت پوره کولای نه شي او زموږ ځوان نسل د روښانتیا و ویښتیا معراج ته رهنمایي کولای نه شي نو لږ تر لږه خو دي د دوی د شخصي تشبث، تفکر، تعهد، پرمختګ او ملي دندې اداینې په لار کې د مزاحمت او تشویش ډبرې نه را رغړوي.

درې- ډېره عجبه ده چې د نژدې څلور سوه کلنې زمانې له ستوني افغان ملت ته د د ستر انسان خوشحال خان د روښانتیا چیغې را ووتې خو دا ولس ویښ نه شو او بیا د معاصرو ادبیاتو د روښانتیا د پړاو اولین د ویښ مغز او روښان تفکر خاوند الفت هماغه د لوی خوشحال بابا فکري ژمنتیا ته د انساني ایمان اوږه ور کړه او شاوخوا نیمه پېړۍ یې افغان انسان ته د ویښتیا و روښانتیا نارې ووهلې داسې چې دا دنیا د خوب یانې بې تفاوتۍ و بې علمۍ نړۍ نه ده، دلته به سترګې رڼوې مانا بصیرت به حاصلوې او که دا کار و نه کړې نو ژوند دې ژوند نه دی او نه به له ژونده هغه خوند واخیستلای شې چې د نړۍ ویښ انسانان یې اخلي؛ بیا تر ویښتیا وروسته د لمر، تودوخې او رڼا پیام ور کوي، د دنیا پرمختګ و تمدن د پوهې د لمر د حرارت نتیجه بولي او د فعالې و چټکې نړۍ جم و جوش، بریاوو، بشردوستۍ، خوندونو او کیفیتونو ته یې په خورا ادبي پېرایه سره متوجه کوي او یو بل ځای هم په لا هنري انداز ورته پیام لري:

دا شلم قرن موسم د اعتلا دی

د عرفان شین پسرلی او سپین سبا دی

د هر ملک نیالګي او بوټي را لوئیږي

ورځ په ورځ له سپېرو خاورو را جګیږي

دهقانان سعیه کوي د باغ خدمت کې

واکداران هم په روزنه د ملت کې

څرګندیږي د هر چا پټ استعداد نن

تازه کیږي باغ و بڼ د هر هیواد نن

په تا باندې هم راغلی نن بهار دی

امیدوار ستا د لویوالی خپل واکدار دی

تحول په کائناتو کې لیده شی

ډېر افسوس دی که یو قوم پاتي ویده شي

زموږ د فکري نهضت مبارزانو د مبارز الفت دغه پیام اورېدلی او د هغه پلي کېدا ته یې د همت نه کږېدونکې او نه وچېدونکې ملا سخته تړلې ده خو له بده مرغه چې زموږ د یوویشتم قرن استادان او پوهاندان یې د آفرین و تحسین، هڅونې و نازونې پر ځای مایوسه کوي، رټي او کوټې یې؛ زما په فکر دا له ادب سره، له هنر سره، له ژوند سره، له استاد الفت سره، د الفت له وطن، خلکو او ارمانو سره، د الفت له وارث ځوان نسل سره او له راتلوونکي سره یانې له سیاست سره سخت ظلم او نه بخښونکی خیانت دی.

زموږ زمانې موږ د پیامبر الفت په پیام پوه کړي یو، د جاهل د پوهېدو امکان شته خو د پوه د جاهلېدو امکان نشته، موږ د جهالت له پړاوه را وتي او له واقعي مدرس الفت څخه مو د روښانتیا و ویښتیا انساني درس اخیستی دی، دا نور بې مانا درسونه تاثیر نه راباندې کوي.

موږ خپلې زمانې تر لاس نیولي او د روشنفکر الفت د فکر په پلوشو کې مو مخته ځغلوي او هيڅ مرتجع مو د ارتجاع تور تاریخ ته بېرته نه شي ور ستنولای نو د بې ځایه منفي مقاومت پر ځای ضروري مثبت تفاهم، عاقلانه و منطقي امر دی ځکه:

د ودان افغانستان لمر پر راختو دی!

حرارت پر ډېرېدو دی!

د ارمانو وریځې پر جوش دي!

او د رڼا باران پر اورېدو دی!

سترګې پورته کړه له خوبه را بیدار شه

ویده نه لري څه برخه له ژوندونه

بیا د لمر زړه کې پیدا زیات حرارت شو

په جوش راغله د وریځو ډک خمونه

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *