(۹)برخه
د امتحان صحنه
په خطراتو سختو ورځو کې به څرنګه وي
استقامت او حوصیله د خپل آشنا وګوره
موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې بشر مریخ فتح کړی او د نورو کائناتو په لړمون او کولمو راسپړلو لګیا دی خو د افغانستان انسان په یوه ګوله وچه او سپېره ډوډۍ پسې سرګردان، مګر هغه هم په لاس نه ورځي.
د یوې سروې له مخې یوولس میلیونه ځوانان مو د بېکارۍ په رنځ اخته دي، تر نیم زیات نفوس مو د فقر تر کرښه ټیټ ژوند کوي؛ نه زه شرمېږم او نه نور، چې دې ته لا هم ژوند کول وایو.
متل دی چې: «له بېکاره خدای بېزاره.»
اوس نو چې په یوه دېرش میلیوني ټولنه کې له یوولسو میلیونو څخه یې خدای هم بېزاره وي نو ګوزاره به څنګه سره سمبالوو؟ د دنیا د پلار هم د وس خبره نه ده چې دومره لویه بېکاره او بې برخلیکه کتله دې کنټرول کاندي.
بلخوا بیا حضرت علي (ک) فرمایلي چې (( وږی نس ایمان نلري.)) زموږ جامعه چې هم فزیکي وږې ده او هم رواني؛ بېکاره او د فقر تر کرښه کښته خو مو وږي دي چې دي، مګر هغه ظاهراً ماړه مو بیا اروا وږي دي؛ په نس وږي به ماړه شي، مګر د اروا وږو مړښت نه یوازې ناممکن دی بلکې دوی چې څومره په ګېډه مړېږي نو سترګې یې هومره نورې وږې کېږي؛ او دا یې بیا بل غم!
ته بیا دا ګوره چې دنیا راباندې مهربانه شوه، دیارلس کاله کېږي د مفتو مرستو سېلابونه یې رامات کړي دي، مفت خوره یې اموخته کړو، د ماهیانو په ښکار یې روږد نکړو، بلکې درګرده مو مخته تیار سره کړي مزه دار کبان را اړوي، موږ یې هم داسې په بل مخ خورو چې ولاکه مو یې یا هضم ته پام وي یا نورو جانبي عوارضو ته؛ د نړۍ د دې بېسارې او بې مثاله مهربانۍ توپان خو زموږ د ابرو قیمت، د حرکت همت، د عقل و فکر قوت، د نوښت برکت، د ایمان عظمت او زموږ د زړه و ذهن حریت یو مخ راڅخه یووړ، موږ نور هسې بې ماهیته متحرکې پدیدې پاته یو چې د ژوند پر هیڅ یو معیار برابر نه خېژو.
زموږ تاریخ، زموږ فرهنګ او زموږ پرتم، هغه چې په کتابو کې یې په زرینو کرښو(!) بیانونه راغلي یا مو یې کیسې و افسانې اورېدلي، ټول او هر څه زموږ له ننني کردار سره په مخامخ تناقض کې واقع دي.
هغه چې اعلي انساني جوهر مو د ژوند مظهر و، نن په رڼو او رډو سترګو ګورو چې په خپلو لاسو خپل کور خپل وطن نړوو او سوځوو او بیا یې خپله د دود او دوړو نندارې ته کښېنو.
خپل ورور و خور، خپل پلار و مور، خپل زوی و لور، خپل ماما و ترور په خپلو لاسو قتلوو، بیا یې خپله جنازه کوو او خپله یې فاتحه اخلو؛ د مرګ په چاره یې یوه پروژه بشپړوو، په جنازه کې یې بل پرپوزل وړاندې کوو او په فاتحه کې یې بله ګټه څټو؛ خوشالخان به هسي یوه شاعرانه خبره کړې وه:
هم مې ووژني پخپله هم پر ما باندې ژړا کا
څه ښه یار دی ښه یې مینه وژل هسي شیون هسی
مکر دا خبره نن زموږ د ټولنیز ژوندانه د خونړي واقعیت خون آلوده هنداره ده.
د وطن پر درې کلنه لور ډله ییز جنسي تېری کوو،
د ملا امام په صفت له لس کلنې دیني شاګردې سره زبرزنا کوو او په مرګ یې ګواښو،
خپله لور مو څو واره حمل راڅخه اخلي،
د دیني استاد په حیثیت له خپل ماشوم طالبګوټي سره جبري لواطت کوو،
د باشهامته، مېړنیو، ننګیالیو، باتورو، سرکښو، غیرتمنو او… افغانانو خاصتاً پښتنو د اصیل کلتور په جامه کې، لغړزني پایزېبونه په پښو او ښځینه کالي په اغوستي رقصوو،
خپلې خوندې او لوڼې د ګنج تر خرو او غواوو هم آسانه خرڅوو،
د کور زمریان د بیابان ګیدړان یا په بل عبارت د کور پر ښځو او کوشنیانو پهلوانان خو د کار وکسب او علم و هنر چغالان یو،
او…. او … او …
دا شهکارونه او کارنامې د چا دي؟
همدا زموږ افغانانو، انسانانو او مسلمانانو!
دا د کاڼي کرښه هم زموږ ده چې: «درواغ د مېړه وزر دي.» خو له دې هم منکر نه یو چې: «درواغجن د خدای دښمن دی.»
که څوک دا وایي چې دا نه د افغان کارونه دي، نه د انسان او نه هم د مسلمان؛ نو موږ خو هره ورځ، د وطن په هر ګوټ کې، یو نه یو دا ډول جنایت کوو، نو بیا موږ څوک یو؟
ودان افغانستان ګوند په دغسې یوه حالت او دغسې یوه کیفیت کې د هېواد ودانۍ، ملي ورورولۍ، د افغان انسان اخلاقي- معنوي باز سازۍ، سیاسي سرلوړۍ، اجتماعي هوسایۍ او اقتصادي ښېرازۍ شعار پورته کړی دی او خپل دې شعار ته د وچې قربانۍ په زور تطبیقي زمینه سازوي، هیچا ته د هیڅ امتیاز، مقام او منزلت ژمنه نه ورکوي بلکې د وخت، فکر، ځان او جېب خرابات لا د لاسه ځنې غواړي.
آیا زموږ په مسلطو سیاسي- اجتماعي شرایطو او ټیټ اخلاقي وضعیت کې دغسې ایډیال تعهد سخته خبره نه ده؟
هو! ډېره سخته ده؟ خو همدا فرصت دی چې د وطن د مور اصیل، ژمن او وفادار زامن خپل ځانونه، خپل ایمانونه، خپل تعهدات او خپل د مبارزې فکري سنګرونه ثابت کاندي او د مفکر الفت، متعهد الفت، وطنپرست او انساندوست الفت د سترې هېواد پالې آشنايۍ لپاره د ټاکل شوي فورمولې په ترازو کې ځانونه سنګین وخېژوي او د نننیو سختو ورځو د لویو خطرونو په زغملو سره د خپلې حوصیلې او استقامت له لوی آزمون څخه بریالي راووزي، هلته چې دروېش درانی هم د ظلم، استبداد، بې عدالتۍ، بې قانونۍ او اخلاقي ابتذال پر ضد د شعاریانو په لاس د عملي او لاس په لستوڼي امتحان کاغذ ورکوي.
د یزید هر سړی خلاف دی مګر دا به ګورو
چې له حسینه سره څو کسه میدان ته رسي

د ودان افغانستان فکري غورځنګ مبارزین دا دی عملاً د دې چلنج او دې ازمیښت په صحنه کې د خپل نه ماتېدونکي تعهد په ډاډ ولاړ دي، دوی د خپل ژوندانه په دې مفت خوره دوران کې هېڅډول انفرادي غوښتنې نلري خو مجموعي او اجتماعي ایډیالونه یې ډېر لوړ، ډېر انساني او ډېر آفاقي دي چې څومره یې ازمیلای شئ و یې ازمویئ:
په خطراتو سختو ورځو کې به څرنګه وي
استقامت او حوصیله د خپل آشنا وګوره
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳