ګل پاچا الفت

د بدلون اوونیزې دوهمه ګڼه –

دوهمه برخه

هماهنک نظر او عمل

چې له لیرې سړی کاندي سنجشونه

کار نه نه رانژدې کېږي کړی فکرونه

له دې فکره او سنجشه پیدا کېږي

د ماغونو کې سودا زړو کې غمونه

له مخکنې نظر، طرحې، پلان او تیورۍ څخه پرته عمل په تیاره کې د ډبرو ویشتلو غوندې دی چې نه یې هدف مالوم وي او نه هم مطلوبه نتیجه ځنې تر لاسه کېږي، همدارنګه بېله عمله نظریه، که څومره هم ښکلې، علمي او جذابه وي نو یوازې به نظریه پاته وي او د انساني ژوندانه د نظم، پرمختګ او ښېزارۍ لپاره به داسې وي لکه کاغذي ګل چې توجه به ور اوړي خو نه به یې بوی وي او نه هم بله ګټه.

لوی الفت چې په افغاني ټولنه کې د انساني چاپېرچل جوړېدو لوی ارمانجن دی او د هغه په نظر، انساني ژوند له عالي افکارو سره هماهنګ او همزمان په پر له پسې کار او عملي مبارزه سره رنګ و رونق، ښکلا و ځلا، هوساینه و ښېزاري مومي؛ مفکر الفت، نه یوازې د نظر و عمل د همغاړیتوب پر نظریه ټینګ و بلکې خپله همدغه نظریه یې پخپل ژوند کې خپله عملي کړې وه، ځکه هغه د خپلو نوو او بکرو افکارو په څنګ کې د عمل سړی هم و او د عمل ډګر یې له دولتي ماموریتو نیولې په پارلمان کې د خلکو تر وکالته ثابت و.

کارګر الفت پوهېدی چې یوه نظریه هله د حقانیت معراج ته رسېدای او د خلکو په پاخه اعتقاد بدلېدای شي، چې اول یې خپله تیوریسن تطبیق ته اوږده ورکړي، که یو څوک خپله خبره خپله نه عملي کوي، عامه ذهنیت دا برداشت ځنې اخلي چې دغه مفکر محترم لکه چې پر خپله وینا خپله باور نلري نو په ساده منطق هم د منلو نه ده چې د ده د تېورۍ غاړي ته دي نور خلک د عمل کالي واچوي.

ښایي د استاد الفت د ټولمنلی محبوبیت یو راز په دې کې هم وي چې هغو بې تاثیره او کډو سرو واعظانو غوندي نه و، چې په خپلو حاکمانه نصایحو د خلکو ماغزه خوري، له وګړو کډووان جوړوي؛ په وچو او پوچو ارشاداتو د خدای د مخلوقاتو قیمتي وختونه ور خاوري کوي خو په عمل کې یې خپله د خپلو فرمودو د لږي فیصدۍ تطبیق ته هم ملا ماته وي؛ د استاد ویل او کول هماهنګ او همېشه ملګري ول ځکه یې د وینا لوښی په هر زمان و مکان کې له بېساری تاثیراتو څخه لبریز و مالامال دی؛ وګورئ:

هغه طاعت نکړي چې پکې یو څه تاوان وي

لمونځ کړي خو زکات باندې یې خېټه واچوله

تش د خولې په ذکر خدایه ستا خوښي رضا غواړي

ستا رضا یې هر څه نه ارزانه وګڼله

داسي مسلمان نه په دنیا کې څه جوړیږي نه

دا مسلماني په آخرت کې په کارېږي نه

هغوی چې هر څه وایي او هېڅ نه کوي طبعاً د دوی منظور دا دی چې نور غوږ ورته ونیسي او د دوی ارشادات عملي کړي، له دوی څخه یو شمېر یې په دې هم ښه پوهېږي چې وینا هله خپل اعجاز ښکاره کوي، چې اول خپله د ویناوال د عملي ژوند سرمشق وي خو که نظریه پرداز خپله د خپلې تیورۍ له پراتیک څخه زرګونه کیلو متره لیري د سکون او سستۍ په ساحه کې استوګن وي او نورو ته د خپلو خطابو د تطبیق ارسطویي منطق وړاندې کوي نو دا له انساني روان او روحيي سره چنداني سر نه خوري!

زما باور دی چې دغسي بې عمله عالمان، چې الحق ځیرک او دراک خلک دي، د خپلو پېرزوینو د تطبیق په کمزورې زمینه ښه پوهېږي، ممکن دننه به پټ ښه پوره ځورېږي هم.

ښايي د درک نښه مې خطا نه وي چې دقیق الفت ټیک همدا خبره کوي، چې د فکر او سنجش بېکاره څښتنان چې طبعاً په انساني ټولنه کې د بېکارو او مفتو کیسو د نکلچیانو په سترګه ورته کتل کېږي او دا هم د یوه چالاک -دراک لپاره د کسرشان غمیزه او د عزت النفس ستونزه ده چې د خیر خبرې کوي خو چا ته یې خیر نه رسېږي او بې خیره خلک د خدای مخلوقات په خپله خوا پورې نه نیسي.

د استاد الفت د ژوند په زمانه کې نوره دنیا د نن ورځي په نسبت متمدنه نه وه خو برعکس افغاني ټولنه بیا د نن په پرتله، پر مختللې، آرامه، قانونمنده او سولیېزه وه؛ د استاد الفت د وفات کال«۱۳۵۶ ل» تقریباً په افغانستان کې له سترې انساني فاجعې سره برابر وو.

دا دی۳۶ کال کېږي چې په افغانستان کې د جنګ جنهم سره ایشي او په دغه اور کې مو د استاد الفت د زمانې ټول اخلاق، اجتماعي ارزښتونه، فرهنګي میراثونه، تاریخي درنښتونه، دیني باورونه، قانوني بنسټونه، لنډه دا چې ټول مادي- معنوي بنیادونه خاورې ایرې شول؛ په دغه زمانې مقطع کې چې متمدنه دنیا څومره نوره هم د بشري تمدن او انساني معراج خوا ته په عروج کې وه، په هماغه تناسب افغاني جامعه د مزخرف ژوندانه د ابتذال ارهټ ته ور ټیل وهل کېده او دغه تعامل لا هم په خپل ټول کم و کیف سره جریان لري.

اوس نو د وطن منورو وطنپرستو ته ژور فکر په کار دی چې کله واقعیت دومره دردوونکی او لړزوونکی دی نو آیا زموږ د مسؤلیت بار به څومره دروند وي؟

زه زیاتره وخت له ملګرو سره دا خبره شریکوم چې، موږ ته د مسؤلیت څو ډوله پېټي پراته دي:

۱- اول خو زموږ نسل خپل ځاني-انساني رسالت لري چې پر له پسې کار وکړي او د خپلې زمانې غوښتنو ته خپله برخه سم عملي-علمۍ جوابونه ووایي.

۲- بل بار دا چې دغه نسل باید یووار د خپلې اخلاقي، قانوني، ټولنیزي، علمي- فرهنګي او ارزښتي بیارغونې لپاره درې نیمي لسیزي مخکې حالت ته ځان ورسوي، بیا د نوي بریښنايي تکنالوژۍ په رفتار پسې ځان ورسوي.

۳- لوی غم خو لا دا چې موږ ته د تېر جګړمار او جنګ ځپلی نسل ټول کارونه را پاته دي، زموږ جنګي نسل نه یوازې د خپلې زمانې وظیفې اجراء نکړې بلکې پر خپل راتلونکي کول یي هم د کار روزګار زمینه صفر کړه.

ښایي وطن مین الفت هېڅکله پر خپل ملت د دغسي فاجعه بار حالت پېش بیني نه وه کړې، هغه خو د خپلو خلکو په هغه ژوند هم قانع نه و، چې زموږ د ننني ژوندانه په مقایسه جنتي زندګي وه.

شک نشته چې زموږ کار دومره ډېر، دومره دروند او دومره خطرناک دی چې ممکن د قوي ارادې خاوند هم وارخطا او مخامخ وتښتوي خو بله هېڅ لار نشته، دا کار و پیکار بل ډول اراده غواړي، تر قوی هم ور ها خوا، خارق العاده هوډ ته اړتیا ده او زه به خپل ځپلې خو په عین حال کې عظیم ملت ته زیری ورکړم چې د بل ‌ډول ارادې فکر او د بل رقم فکر عملي ډګر پرانیستل شوی دی او (ودان افغانستان) د دغه فکر او دغې ارادې نوم دی.

ودان افغانستان ګوند ځکه د خپلې مبارزې پر رنګ داډه دی چې یوازې شعارونه او نصیحتونه نه تولیدوي بلکې د خپلې طرحي د تطبیق مسؤلیت په اول ګام کې خپله پر خپله غاړه اخلي او باور لري چې دغه روښانتیایي -انساني عمل به یې د نورو رڼا پالونکو او هېواد مینو د تقلید مرجع ګرځي او نتیجه به یې جمعې عمل او افغاني- انساني ښېزاري وي او ټول به د دماغو له سودا او زړو له غمو بېغمه کېږي:

چې له لیری سړی کاندي سنجشونه

کار ته نه رانژدې کېږي کړی فکرونه

له دې فکره او سنجشه پیدا کېږي

د ماغونو کې سودا زړو کې غمونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *