بې سترګو سترګور
هرڅه شته دي چي څه غواړې په دنیا کې
په دې شرط که در سره سترګې بینا شته
استاد الفت د وروسته پاته، ذهني ودې څخه بې برخې او فکري آزادۍ او نوښتو پرضد افغاني ټولنې په منځ کي یوه استثنايي مفکره او خلاقه څېره وه، د هغه سترګې په رښتیا سره چي بینا وې، هغه د بصیرت څښتن و، د هغه د سترګو ریښتینې بینايۍ هغه ته دا ځواک ورکړی و چي په دنیا کې د هر څه بې حجابه ننداره وکړي، جالبه ده! هغه په خورا هېښنده توګه د فکري سخاوت حاتم طايي و، هغه چې د دنیا د رنګینو رموزاتو، د خلقت له عجایبو اسرارو، پرېمانه او نا تمامه امکاناتو او نعماتو له شتونه خبر و او د هغو د کشف، مطالعې، شننې او نتیجه ګیريو خاص فکري توان یې لاره نو د خپل همدغه علمي ځواک په اندازه يې په خپل ټول صداقت او پېرزوینې سره غوښتل چي د وطن هر انسان يې همدا سي د بینايي او بصیرت خاوند شي، د جهالت له تورې تبې يي ملت وژغورل شي او د فکري رڼاګانو د کهکشانو د سیرو سفر په نتیجه کې د ژوند له په زړه پوري معناوو او کیفیاتو سره اشنا شي.
باور وکړئ، که مو هر څومره الفت لوستی وي، بیا يې ولولئ، باور لرم چي د هغه د منظوم او منثور شعر د هر لفظ په رګو کې به د انسان او افغان انسان د روښانتیا، ویښتیا او بینایۍ د تلوسې غورځنګ حس او درک کړئ، درک به کړئ، چي هغه د خپلې روشنفکرۍ په ټول قوت هیله لري چې د ده د وطن بېچاره او د پوهې په غربت مبتلا انسان روشنفکر شې، سترګې یې رڼې شي، ځان و جهان ته متوجه شي، دنیا ولولي، په د نیا کې پراته پټ و ښکاره امکانات و کیفیات وپېژني او د انساني رسالت اداینې وظیفه اشغال کاندي.
ډېر انسانان به ډېرې ښکلې، غټې، تورې، خمارې، خونکارې، هوسۍ، شرابي، سرې، ترکې، قاتلې، بادامي، قصابانې، فتانې، ملالې، شهلا، شیطانې، شوخې، بې شرمې، شریرې، نشه او… سترګې ولري، تا به هم په ویني ما به هم؛ په پنځو حواسو کې به يې تر ټولو زورور یو همدا د باصرې حس وي، د زړونو د ښکار مهارت به يې فوق العاده وي مګر هغه بینايي چي بینا الفت يې راته تجویزوي، هغه به نلري، دا بل ډول بینايې ده، له دې بینايي څخه ډېر لږ کسان برخمن دي، البته هر انسان که وغواړي ورڅخه برخمنېدای شي مګر د دغې بینایۍ او دغې رڼا پر خوا زموږ هڅې ډيرې کمزورې آن پر نشت شمار دي؛ غمیزه لا دا، که ووینو چې کوم کس د دغسې بینایۍ په لټه کې دی او یا د دغسې رڼا پیام لري نو پر ضد يې مجموعي منفي غبرګون، لکه د ټولو فرض عین چې وي.
همدا لامل دی چي په هستۍ کې نېستمن ملت یو، هرڅه شته خو هیڅ نلرو، لکه وږي ماران پر بې شمېره خزانو پراته یو خو له لذته يې بې نصیبه یو.
زموږ جغرافیایي موقعیت، زموږ طبیعي جوړښت، زموږ آب و هوا، زموږ روانې خوږې اوبه، زموږ کاني زېرمې، زموږ زراعتي زر خېزه خاوره، زموږ پیاوړی بشري ځواک، زموږ هوايي، تر ځمکه لاندې او ځمکنی انرژيتیکي او ترانزیټي پوټانشیل او… او … او …
چي د دې ظرفیتو او نعمتو په شمېر هیڅوک هم نه شي رسېدلای خو موږ په یوه ژړ خیرن پاپړ او یوه ژړه بدرنګه د اوداسه په چپلکه هم نورو ته اړ یو، د نورو له کرم پرته ځان ته د سترګو د رپ امید هم نه لرو او د نورو د مهربانۍ مزه خو نو ټولو لیدلې ده!
د یوې سرسرکي سروې له مخې، زموږ تر ځمکه لاندې د درې ټریلیونه شتمنۍ ډول پر دنیا وهل کیږي، که يې د ودان افغانستان ګوند د طرحې له مخې د پروسس چارې د ننه په هیواد کې سمبال او پلانیزه کړای شي نو دا په درې سوه ټریلیونه، لا زیات بدلېدای شي، چي ترقیامته يې د خلاصېدو غم نشته مګر موږ د یوې ورځې د درو روپیو پر ګټه هم باور نلرو.
د یوې څېړنې له مخې، که افغانستان نور هیڅ هم ونلري ، یوازې يې اوبه په سمه توګه مدیریت شي نو له کاله به پنځه دېرش میلیارډه ډالر را باندې اوري او د تل لپاره مو له بې آبۍ ژغورلای شي؛ مګر نن د دې وطن وګړی د ډک او توپاني سین په منځ کې بې آبه او د اوبو په بېخ کې جل وهلی او په یوه څاڅکي اوبو پسې يې درې ګزه ژبه را وتلې، له تندې مري.
افغانستان د و.ا.ګ د کړنلارې پر اساس لاس په لستوڼي د اوبو، باد، لمر، نفتو، ګاز، ډبروسکرو او یورانیمو اووه ډوله اینرژیټیکې سرچینې لري، نورې کیسې يې څه کوئ، یوازې يې لمر له دوه سوه شل څخه تر درې سوه زره مېګاواټه پورې برېښنا تولیدولای شي، چي غونډه اسیا په ځلېدلای شي مګر زموږ څه حال دی؟
د دې امکاناتو، د دې شتمنیو او د دې ظرفیتو بیان او تشریح د کتابو خبره ده، د اکتابونه به ولیکل شي، دا هر څه به توضیح وتفسیر شي، دا هر څه به بیان و اعلان شي مګر پرته د الفت له بصیرته نه کیږي:
هر څه شته دي چي څه غواړې په دنیا کې
په دې شرط که در سره سترګې بینا شته
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳