موده مخکې مې چې د دولتي چارواکو څخه د خالد په نوم د نظامي عملیاتو د پیل واوریدل زړه مې ودرزید ځکه پرله پسې د سولې خبرو، چې په بیلابیلو ځایونو کې ترسره شوې وې او له هغې څه موده وړاندې اوربند بیخي، په سوله باوري کړي وو. ګڼ شمیر افغانان په دې باوري وو چې نور به سوله راځي ځکه په رڼو سترګو مو په اوربند کې د وسلوالو طالبانو او د افغان دولت سرتیري لیدل چې یوه بل ته یې غاړې ورکولې او تر ډیره یې کینې په زړونو کې نه ښکاریدې.
د سولې خبرې چې په دې وروستیو کې بیخي ګرمې دي ناڅاپي په کې د افغان دولت د دفاع وزارت له لوري د خالد په نوم د نظامي عملیاتو پیل په زړه کې لږ ناهیلې کړم ولې افغانان تمه لري چې دا خبرې به سم لور ته ځي مګر په دې وروستو کې د وسلوالو طالبانو له لوري د الفتح په نوم د نظامي عملیاتو اعلان دومره ودردولم چې کاملاً یې زما هیلې او هغه خوښۍ چې د سولې لپاره مې درلودې ولړزیدې ځکه هم مهاله دې ډلې اعلان وکړ چې په ورته وخت کې یې د یوې ورځې په جریان کې تر ۹۰ بریدونه کړي دي.
بل لور ته افغان دولت هم پرلپسې مالومات خپروي او وايي چې وخت په وخت دوی خپل مخالفین وسلوال طالبان ځپي او تر بریدونو لاندې یې ساتي او همدا شان یې ځینې تازه نیولي هم دي. زما لپاره د یوه افغان په صفت ویره دا ده چې بیا به خدای مه کړه زرګونه میندې بورې او خویندې ورارې شي او په همدې شمیر کې به ډیرې بې چاره نجونې ګونډې شي. آخر دا حالت به تر کومې دوام کوي او کله به له دې تورو بدبختیو وژغورل شو، یو لور ته دا دوه افغانان په جنګ سره اخته دي بل لور ته د خارجي قواوو له لوري ړندې بمبارۍ کیږي کله ماشومان شهیدان وي کله محصلین وژل کیږي دا څه چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې سیلابونوګڼ شمیر خلک لمنځه یوړل آخر دا حالت به له افغانانو څه وخت ورکیږي.
زه ځکه له دې دوو نومونو ویریږم چې خدای مه کړه بیا به مو په خپلو کې ډیر مشران، علما، ځوانان او زیات شمیر خویندې ژوند له لاسه ورکړي، که څه هم د دواړو لوریو کرې شمیرې په رسنیو خپریږي خو بدبختي دا ده چې افغانان په خپلو کې په زرګونو مري او بهرنیان په دا تیر کال ډیره کمه او حتا تر شلو هم نه رسیږي. په دې وروستیو کې سخت خلک له دې حالته او بدبختیو ستړي دي ځکه یو لوری چې یو ګام جنګي ستراتیژي غوره کوي بل لوری یې دوه ګامه وړاندې منډې وهي له ولس دا ورکه ده چې کله به دا تورې تیارې په روښنايي بدلیږي.
ګرد افغان دې دواړو اړخونو ته سوال کوي چې د خدای لپاره او دې زوریدلي او کړیدلي ولس باندې رحم وکړئ، دا خلک یو خوا جنګ ځپي بل لور ته یې بې کاري او غریبي ځپي چې له امله یې هره ورځ سلګونه ځوانان په سیند لاهو کیږي او د ماهیانو خوراک کیږي. یعنې د همدې سپیرې جګړې له لاسه دې ولس د ژوند ټول خوند او حوس له لاسه ورکړی دی تاسې شاهد حال یاست چې تیر کال د یوې سروې له مخې روښانه شوه چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه خلک رواني ناروغي لري آخر دا ناروغي له کومه شوه خو همدې بدبختیو له ځان سره راوړه چې نن زیات شمیر خلک ترې ځوریږي.
بس دی نور!
نور پر یوه بل او د ټول هیواد په خلکو ورحمیږئ، سوله وکړئ تر څو مونږ د نورو له محتاجۍ او اړتیا خلاص شو. خدای دې راولي آمین