د فکرغر
سر يې مه بوله بل نوم ور لره بویه
چي پیدا پکې لوی فکر لکه غر شي
وايي چې انسان د ژبې او خبرو په امتیاز سره له نورو ژویو څخه لار بېلوي او د انساني کرامت پر مسیر روانیږي خو تر ژبي او خبرو لا سترتوب په یوه بل جالب او جذاب خصوصیت کې نغښتی دی چې انسان ته تر خبرې کوونکي بالاتر مقام ډالۍ کوي او پر کایناتو د واکمنۍ بلنه ورکوي او د طبیعت د ډیرو له قهره ډکو قوتو د کنټرول توان ور بخښي، دا ځانګړنه فکر دی.
فکر انسان د هر ډول تصورېدونکې، آن نه تصور ېدونکی عروج د معراج مدارجو ته رسولای شي.
نن د همدغه فکر په برکت انسان د کهکشانو هغه لارې او بیابانونه کچ کړي دي چې موږ ته اوس هم ناممکن ایسي، درواغ يې بولو، کفري چټیات ورته وایو او د غه ډول ټیټ شعور نه یوازي زموږ د جاهلو او تنګ نظرو کولکټیفونو قسمت دی بلکې د ساینسي تدریس په ساحه کې مو هم دغه ډول علمي واقعیتونه د اوهامو پېریان ښوول کېږي.
هغه لحظه او هغه منظره مي همدا اوس هم سترګو ته دا سي جګه ولاړه ده چي د کندهار ښار د البیروني لېسې په اتم ټولګي کي مو سپین ږیري استاد، چي ټول عمر يې په معلمۍ او د وطن د زامنو په روزنه او پوهولو کي تېر کړی و، د کتاب لوړه څنډه يې د پزې له سر سره لګولې وه، خوله يې د کتاب د دېواله هاخواته پرته وه خو له خبرو یې یو جهان تمسخر احساسېده او داسي يې فرمایل:
«سپوږمۍ ته د انسان سفر خو په دې دلیل درواغ درته ثابتوم چي که دا رښتیا وای، باید له ځان سره یې یوه زیاته اندازه تور پراشوټ ټوکر وړی وای او د ښپوږمۍ یوه برخه يې په پوښلې وای او موږ ته يې ثابته کړې وای چي دا يې د دې حقیقت ثبوت، ځکه که يې هغه ځای ته تګ په وسه پوره دی نو دا کار هم باید وکړای شي.»
دا هغه مکتب وو چي زه يې په ورتګ د خپل ماجت ملا تکفیر او له دیني سبقه وشړلم، په دې دلیل چي مکتب د کفرځاله ده ځکه هلته ساینس لوستل کیږي او ساینس د شیطان علم دی.
کله چي یوه ټولنه د ناپایه جهالت په تاریکه کې غرقه شي نو د نورو محیطوپه باب خو يې سوال نه پیدا کیږي، د ساینس ساحه به يې هم تر سږمو له دغسي کثافاتو څخه بوزېدلې وي.
له دغسي تعلیمي چاپېرچله به سړی څنګه د فکري ودې هیله ولرلای شي؟ په دغسې محیط کې به څنګه څوک د سرونو په کډووانو کي د غره غوندې فکر پیدا کېدو تمه وکړي، چي بیا دغسي سر ته سر ویل سپکاوی وګڼل شي او تر سر د ستراو سنګین نامه په لټه کې يې شو؟
استاد الفت یوبل ځای هم وايي:
چا جهان ته تش کډو غوندې سر راووړ
چا په سر کې فکر لوی لکه غر راووړ
حیف چي زموږ ټولني ته خو د ګوتو په شمېر غرفکره انسانان راتلای، د افغانستان په نوم زموږ دا وړوکي جهان ته خو تل د کډووانو نا تمامه بارونه را روان وي او له روښانو افکارو سره د ښمني مو لکه چي جینیټیکي خاصیت وي.
فکر کوم که بې فکره سر ته کډو ووایو نو انصافاً چي سمه تشبیه به نه وي او مشکله به وي چي د دغسي سر او کډو تر منځ کومه خاصه مشترکه وجه پیدا کړای شو ځکه چي له فکره تش سرونه هیڅ په درد نه خوري بلکي خپله دردونه تېروي او نور مخلوقات په دردو اخته کوي، مګر له کډو څخه څو رنګه خوندوري غذاوې جوړېدلای شي او په باب يې دا انګېرنه خو لا بله ځانګړنه ده چي څلوېښت شپې په نس کي ثنا وايي.
نو لکه الفت صاحب چي د هغسې سر لپاره په یوه بل مناسب او ماناداره نامه پسې ګرځي د دغسي سر لپاره هم باید په یوه سپک او مناسبت لرونکي نوم پسې وګرځو.
مګر د انساني مسولیت پر بنسټ به انساني هڅه دا وي چي په خپلو سرو کي د غرو غوندې پرتمین ان تر دې لاهم عظیم انساني افکار وروزو.
هر انساني سر له خورا حیرت انګېز خارق العاده ظرفیت څخه برخوردار دی، چي د ټول کیفیت او ماهیت پر کشف او درک يې لا بشر نه دی قادر شوی، اما د حقایقو پېژندلو، نورو پرمختیاوو او نا قابل تصور کیسو د رابرسېرولو علمي لړۍ به تر صور اسرافیل پوري روانه وي.
دا د روشنفکره او رڼا پالو مغزو په غره هومره افکارو پوري اړه لري چي څنګه د انساني کوپړیو په لایتناهي بیابانو کې د رڼو افکارو تاوده او روښنايي بخښونکي غرونه تر هسکه هسکوي.
سر یې مه بوله بل نوم ور لره بویه
چې پیدا پکې لوی فکر لکه غر شي
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(6) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۷\ ۱۳۹۳