ګل پاچا الفت

د آزادۍ ماهیت

آزادي ده ژوندانه لره اکسیر

لوی دولت دی ور سره خیرکثیر

په عادي نظر کتل ورته ګناه ده

ناپوهي ده د وجدان او د ضمیر

پت، عزت د ژوندانه آزادي بویه

بي له دې وي ژوند ذلیل خوارو حقیر

آزادې د تن او غړو څه په کار ده

که دي فکر وي تړلی په زنځیر

چې آزاد فکر لري په جېلخانه کې

دی آزاد دی نه غلام غوندې وزیر

په تش لاس آزادي نشي څوک ساتلی

آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقیر

چې وطن او ملک آزاد وي کله ښايي

چې یې خلک د څو تنو وي اسیر

باداري د زور او زرو چې کړي ورکه

ده همدغه آزادي وړ د تقدیر

که د انسان د انسانیت قلمرو او بشري هویت په رسمیت پېژنو نو پرته له شکه به مو پوخ اعتقاد وي چې انسان آزاد د هستۍ پر اساس سر را ښکاره کوي، باید د ژوند پر دریځ آزادانه ولوبیږي او بویه چې د خپل سترانساني رسالت تر اداینې وروسته د ویاړلې آزادۍ په فضا کې له دنیا سترګې نیهامې کړي.

آزادي هغه سپېڅلې هستي ده چې له بابا آدمه تر دې دمه اوبیا د صور اسرافیل تر صبحدمه یې په تعریف او توصیف نه زړه یخ شوی او نه به یخ شي.

د انسان تر ټولو مستحکم معنوي بنیاد آزادي ده، که دې دا ځانګړنه ځنې زایله کړه نو بیا انسان، انسان پاته نه شو، له آشیاوو به یو شی وي، هر شی به وي خو شخص به نه وي.

د روشنګرۍ یو له اساسي خصوصیاتو څخه آزادي ده، له آزادۍ پرته د روشنګرۍ شعار یوه پوچه دعوه ده.

کله چې استاد الفت د افغان روشنګرۍ شهنشاه بولو، نو طبعاً هغه باید د آزادۍ لوی مبلغ او عامل هم اوسي او په رشتیا سره چې نوموړي د نظم و نثر دواړو په ژبه تر ټولو زیات د ازادۍ لایزال شعار ورکړی، د آزادۍ پر اهمیت یې باورو ته ټینګښت بخښلی او د دغې خدايي پدیدې پر ماهیت یې د واضح منطق او خپل ځانګړي استدلال په زور د سرناخلاصو لپاره یو عمر مبارکه مبارزه کړې ده.

آزادیپال الفت د دې مقالې په شعر کې د آزادۍ اهمیت و ماهیت بیان کړی، چې دا بیان یې خورا ساده، روان او عام فهمه دی، خو زه یې دوو هغو بیتو ته ډېر تمېږم چې هلته یې د ژوند د دغه زیات ضروري مفهوم ماهیت روښانه کړی دی او زموږ د نسل لوی ضرورت هم همدغه تفسیردی.

آزادي د تن او غړو څه په کار ده

که دي فکر وي تړلی په زنځیر

هغه یوازنی شی چې همېشه مو افتخار په کړی او هیڅکله مو نه دی لرلی، هغه آزادي ده، موږ تل په خپلو لیکنو، ویناوو، بېلابېلو مراسمو، بانډارو او شعرو کې غټې-غټې باټې ویشتې چې موږ پر خپلواکۍ مین ملت یو، هیڅکله مو نه نیکو و پلرو پردو ته سر ټیټ کړی او نه به موږ هیڅ زور و قوت ته تسلیم شو، رشتیا هم زموږ جنګیالي ولس، چې د تاریخ ذهن کار کوي نو د ژوند پر هر موړ یې د یرغلګر او زورور زامې ور ماتې کړي

او په دې کیسو او حماسو مو د تاریخ حافظه داسي یو غرت ولاړه ده، مګر دې ته مو کله هم فکر نه دی کړی، چې د همدغې حافظې په تاخچو او دربندوکې مو د ښې او ښېرازې ورځې، د درنې او ښایستې ورځې د پتمنې او متمدنې ورځې اسناد خورا لږ میندل کیږي او پردې حقیقت مو ځکه فکر نه دی کړی، چې د آزادۍ هغه اساسي اصل او هغه ستون فقرات مو، چې له هغه پرته دغه ښکارنده خپله ټوله مانا بایلي، نه دی پېژندلی، چې هغه آزاد فکر دی.

وای! وای! هغه یوازنی شی چې موږ له دښمنۍ هم ور پورته حساسیت ور سره لرو، هغه نوی او آزاد فکر دی.

پر ژورو افکارو مین استاد الفت چې د خپل جامعې په ټولنپوهنیز او ارواپوهنیز پېچ وخم ښه بلد وو، نو د خپل جمعې شعور همدغې اشتبا ته یې ژور فکر شوی او په جدي توګه یې افغان انسان متوجه کړی، چې یوازې د تن او غړو، وطن او ملت فزیکي آزادي د آزادۍ اصلي ماهیت نه دی، بلکې ریشتینې خپلواکې د مختلفو اوهامو، خرافاتو، قیوداتو او خوشي چټي رسوماتو له زنځیرو څخه د زړو و ذهنو خلاصون دی؛ له بده مرغه د لوی الفت لوی ملت لا د ده دا لوی پیام نه دی درک کړی ځکه همدا اوس هم د یویشتمې پېړۍ په مافوق روشنګري دوران کې لا په خپله خوښه د فکری آزادۍ تمرین ته اماده نه یو، چې باید نور نو چمتو شو.

په تش لاس آزادي نشي څوک ساتلی

آزاد نه وي بل ته اړ، وږی فقیر

په ودان افغانستان ګوند کې دا بحث ډیر مطرح دی چې:

یو ملت تر هغه چې محتاج وي، ابداً د آزادۍ په نوم له ژور معنوي نعمته برخمنېدای نه شي.

دا دی زموږ نسل یې درې-څلور لسیزي په هډو پوسټ تجربه کوي، له دې سره-سره چې د غرور په ډبرو مو د شینکي آسمان وجود تک شین کړی دی، د میړانې، برم، پنځه زره آن پنځوس زره کلن تاریخ، د زبرخواکو کونډه کولو په داستانو، نه تسلیمۍ، نه سرټیټۍ او څه وڅه په شعارو و نارو مو هم خپل غوږونه وخوړل هم د نورو، خو موږ پر خزانه پروت وږی ملت د خپلو خدای راکړو نعمتو څخه د خپلی لټۍ، کوتا فکرۍ آن نه فکر، نه سنجش، نه تعقل، نه منطق له امله څکه نه شو کولای؛ د هلمند، ارغنداب، ترنک، هریرود، بالامرغاب، کابل، کونړ، کوکچې، پنجشیر الیشنګ، الینګار، آمو او لسګونو نورو وړو او لویو سیندو پر سواحلو مو ژبې له تندې درې ګزه راوتلې خو د یوه څاڅکي را اخیستو توان یې نلرو؛ دا ده د اوبو په منځ کې د بې آبۍ تراژیکه منظره! هغه چې د رحمت شا سایل اروا یې هم لړزولې ده:

مرم د تندې مرم خو د ژوندون اوبه ترې څکی نه شم

دا جام د صدو صدو نسکور دی په دې خاوره کې

(د ښایستونو د سپرلي بادونه/مخ،۳۵)

د هلمند سین ټول کمیت-کیفیت مو د ایران په کوګل ننوزې خو د نیمروز خلکو ته بیرته همدغه اوبه لکه (سیروم) په پیپ کې څک-څک، هغه هم په څه نخرو، ور کول کیږي.

د مشرقیوال افغان وینې مو ځکه بهول کېږي چې پر پاکستان د کونړ سین بهیر بند نه شي؛ عجبه ده! هم مو آب ځي هم وینه!

دې ته وایي بې آبي!

دا ده د ځمکې د کرې پرمخ د یوه ملت د حیثیت، غرور، میړانې او له سترونړیوالو ځواکو سره د اتلوالې ډغرې

جالبترینه ننداره! ننداره هم عجیبه ننداره! زموږ له پاره تر ټولو تراژیکه او نورو لپاره بېسارې کومیکه.

ودان افغانستان ګوند د تاریخ د دې ډیر ترخه طنز او د دې طنز د دوام په نتیجه کې را منځته شوی او د سرتاسري اقتصاد دتیورۍ په رڼا کې د افغان انسان د ژوند-شرایطو ښه کولو، پر خپلو پښو درېدلو، په خپلو غنمو د خپلو ګېډو مړولو، په خپلو پاکو رڼو او یخو اوبو د تندې ماتولو او له پردې احتیاجه د نجات له علمي-عملي ستراتیژۍ سره یې د سیاسي مبارزې دوام او قوام ته ملا تړلې ده او د فکري آزادۍ په موخه یې د روشنګرۍ او روښانتیا پر لار له خپلو خلکو سره تیوریک کار ته تر ټولو اساسي کار ویلی دی او د روښان الفت د رڼو انساني پیامو په مټ د خپلې مبارزې حقانیت ته د استدلال او منطق اساس برابروي.

آزادي د تن او غړو څه په کار ده

که دي فکر وي تړلی په زنځیر

په تش لاس آزادي نشي څوک ساتلی

آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقیر

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(۷) ګڼه\ چارشنبه\عقرب۱۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *