ګل پاچا الفت

سريزه

استاد ګل پاچا الفت د درېيمې (معاصرې) دورې مفکر، رياليست، تخليقګر (منظوم او منثور)، ښه څېړونکی او محقق او د ماضي، حال او راتلونکي زمانې ښه شاعر او ادبي ټوټو ليکونکی ليکوال و.

دې پښتو ژبې ته په لسهاوو کتابونه ليکلي دي، په فارسي ژبې يې شعرونه او نثرونه هم ليکلي دي، چې د هنريت او شعريت نه خالي نه دي او ددې ټول فارسي شعرونه او ځينې ادبي ټوټې د فارسي ژبې د ښو شاعرانو او ليکوالانو سره پرتله کولی شو، که چېرې استاد ګل پاچا الفت په فارسي ژبې د شعرونو مجموعه درلودلی، نو د فارسي ژبې په هنريت او شعريت سمباله شاعري به وه.

د استاد ګل پاچا الفت اصلي او مورنۍ ژبه پښتو وه او په پښتو ژبې يې رنګينه او زړه راښکونکې تخليقي، تحقيقي، تحليلي او تفسيري، ژباړې او په نورو ژبو اثار ليکلي دي.

استاد ګل پاچا الفت پښتو ژبې او ادب ته ډېر خدمتونه کړي دي او له همدې امله ما د استاد الفت د حق ادا کولو لپاره د ماسټرۍ پروګرام په پای کې (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) تر سرليک لاندې تحقيقي او څېړنيزه موضوع واخيسته او په دې لنډې زماني موده کې مې هڅه وکړه، چې خپله څېړنه په ښه ډول وليکم او تر پايه يې ورسوم.

زما دغه څېړنه په ټوليز ډول په درېيو لويو برخو وېشل شوې ده.

لومړۍ برخه يې د استاد ګل پاچا الفت هر اړخيزه پېژندنه ده، دوېمه برخه يې د شعرونو منځپانګيزه او محتواييزه پېژندنه سره د اسانه او څرګندو شعري بېلګو، درېيمه برخه د استاد ګل پاچا الفت د ختيزې شاعرۍ، نوې شاعرۍ او ولسي شاعرۍ د ډول ډول ژانرونو او د هر ژانر ډولونو جوليز او شکلي جوړښت پېژندنه ده.

يو ښه ليکوال او شاعر د ټولنې هينداره وي، دی هغه څه ليدلی شي، چې عام وګړي يې نه ويني، دی هغه څه ويلی شي، چې عام وګړي يې نه شي ويلی، دی هغه څه اوري، چې نور عوام يې له اورېدو سره سره درک کولی او احساسولی نه شي، دی هغه درد، احساسات او جذبات لري، چې ډېر عوام يې نه لري.

استاد ګل پاچا الفت مفکر، رياليست، مبتکر، سترګور او د انتقادي ريالېزم يو له پياوړو تخليقګرو ځنې دی، دده په شعر او هنري نثر کې د مفکورې برخه ډېره پياوړې ده او د خپلې تولنې په درد دردمن ليکوال و.

له ولس او قوم سره اوسېدانه، نه يوازې د ولس له دردونو سره شريکېدل دي، بلکې لومړيتوبونه يې هم ورته څرګندېږي، اړتياوې هم ورته معلومېږي، دودونه، کړه وړه او ټولنيز سلوک سره يې اشنا وي، د خپل هېواد د خلکو او چارواکو ټولې کړنې يې تر نظر تېرېږي، کوم شيان چې د پرمختګ مخه نيسي ورته ګوته نيسي، غوښتنې يې د ولس غوښتنې وي او د ولس استازي کوي.

دغه ډول د استاد الفت په شعرونو کې د منځپانګې او محتوا له مخې ډېرې ويناوې د ولس د درد د دوا لپاره، د دوی د ستونزو د حلولو لپاره او دوی ته د يو ښه او هوسا ژوند درلودلو ښې ښې بېلګې لري.

په ټوليز ډول دده ښوونيز او روزنيز شعرونه، ديني، اصلاحي، انتقادي، رياليستیک، ټولنيز، اخلاقي، وطن دوستي، عدم تشدد، مثبته ديموکراسي، ملي آزادي، فکر آزادي، بيان آزادي، ټولنيز نظرونه، انسان دوستي، مساوات، ښځو اهميت، ښځو حقوق، عدالت، اتفاق، ملي وحدت، د علم ارزښت، همدردي او داسې نور شعرونه په دې دلالت کوي، چې دی د خپل ولس شاعر و او ددوی ستونزې يې د شعر په ژبه بيان کړي دي.

استاد الفت د مظلومانو، بېوزلو، بېچاره وو او غريبو خلکو پلوي کوله او د ټولنيزو ظلمونو نه سخته کرکه درلوده او مخالف يې و، په ټوله شعري او نثري ليکنو کې د ظالمانو له ظلمونو نه پرده پورته کړې ده او د خانانو، غلامانو، منفي ديموکراسۍ، پيرانو، د تيارو اندو مذهبيانو، رسم او رواج، د وخت د ځينو مشرانو، ملتپالنې، نژاد پالنې، رشوت او داسې نورو غندنې په شعرونو او نثرونو کې کوي.

ما په دغې څېړنې کې کوښښ کړی، چې د استاد الفت د ټولو شعرونو د محتوا او منځپانګې ښه پېژندنه سره د شعري مثالونو او د شکلي او جوليز جوړښت له مخې د ټولو کالبونو او فورمونو پېژندنه سره د شعري مثالونو راوړي دي.

د موضوع ارزښت او هدفونه:

د پوهنتون د څلورو کلو مودې په پای کې محصلان د يو لارښود استاد تر لارښوونې لاندې مونوګراف ليکي او د ماسټرۍ (MA) په پای کې تېزس (Tises) او د ام فل (M.Phil) او ډاکترۍ (PHD) په پای کې ډيزرټېشن (Dissertation) ليکي، چې ما هم د ماسټرۍ پروګرام په پای کې (د استاد ګل پاچا د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) تېزس واخيست او کوښښ مې وکړ، چې د خپلې موضوع حق ادا کړم، چې د استاد الفت حق هم ادا شي.

په دغه څېړنه کې ما کوښښ وکړ، چې د استاد ګل پاچا الفت پېژندنه او دده د شعرونو د معنا او شکل له مخې هر اړخيزې ښودنې سره د شعري ساده او څرګند مثالونه راوړي دي.

زه د استاد الفت په ځينو هغو برخو وغږېدم، چې ډېرې مهمې وې، لکه: د استاد الفت فارسي شاعري، د استاد په شعر کې مفکوره، دده په شعرونو کې فلسفه، اضدادو فلسفه، عدم تشدد فلسفه او داسې نورې مهمې برخې هم لري.

په دغه څېړنه کې ما د استاد الفت د شعرونو د منځپانګې او محتوا ډېرې يا ټولې برخې د خپل علمي توان مطابق څېړلي دي، چې عام ولس مو استاد الفت ښه وپېژني.

زما په پوهه تر اوسه پورې زما پر انتخاب شوې موضوع چا کار کړی نه و او زما دغه څېړنه نوی کار او تحقيق دی او د ماسټرۍ پروګرام د تکميل لپاره تېزس ليکل شرط دی.

زما د څېړنې د ليکلو هدفونه خومخکې وښودل شول او په لنډه توګه يې ارزښتونه داسې دي.

– د استاد ګل پاچا الفت د شخصي ژوند، کړه وړه، عاداتو او نورو داسې يادونه به کې شوې ده، چې ما ددې له ځينو دوستانو نه په مستقيم ډول واورېده او په خپلې څېړنې کې مې راوړه.

– استاد الفت د پښتو او فارسي ژبې ښه ليکوال دی او د ده ځينې پښتو شعرونه او نثرونه د مکتب په کتابونو کې شته او د مکتبونو شاګردان بايد استاد ګل پاچا الفت ډېر ښه او هر اړخيز ډول وپېژني.

– زما څېړنه او په کې ډېر سرليکونه نوي دي او په عام ډول عام ولس او په خاص ډول د ادب کارو باريانو او مينه والو ته نوي مواد او نظريات ورکوي.

– د استاد الفت په شان ليکوالان او شاعران بايد په ژوندون وستايل شي، ځکه دوی خپل ټول ژوند ادبي خدمتونو ته وقف کړی و او ما کوښښ وکړ، چې د استاد د ادبي خدمتونو او لاس ته راوړنو په نظر کې نيولو سره، دی وستايم او دده هغه ادبي هڅې چې پښتو ژبې او ادب ته کړې دي، د هغو يادونه وکړم.

– زما په نظر پردغې موضوغ به دا لومړنی تېزس وي او په آينده کې به نور محصلان هم زما له څېړنې سربېره په استاد ګل پاچا الفت نورې څېړنې وکړي.

د دې څېړنې مېتود:

محقق او څېړونکی بايد په خپلې څېړنې کې د يو مشخص مېتود نه استفاده وکړي او خپله څېړنه پرې پای ته ورسوي.

د مېتود غوره کول د يوې ښې څېړنې لپاره يو له مهمو او اساسي توکو ځینې دی.

د شکلي خصوصياتو، کارو چاپېريال او د کارو طريقې له پلوه تحقيق په عام ډول درې ډوله دی، چې يو يې کتابي يا کتابخانه يي تحقيق دی. هغه تحقيق چې ټول مواد يې په کتابخانو، ارشيفونو او موزيمونو کې موندل کېږي، هغه کتابخانه يي تحقيق دی، چې ما هم ډېره استفاده په خپلې څېړنې کې د کتابونو او آثارو ځنې کړې ده.

زيرک څېړونکی کولی شي، چې د يو ټاکلي مېتود په رڼا کې ډېر ناڅېړلي او ابتکاري موضوعات د کتابخانو له آثارو او موادو غوره کړي او ويې څېړي او خپل تېزس ترې بشپړ کړ��، کېدای شي ځينې څېړونکي او محققين يوه پخوانۍ څېړل شوې موضوع په يوه پرمختللې روحيه له تازه نوښتونو سره يو ځل بيا وڅېړي او د پخوانيو څېړنو ناسمي او نيمګړتياوي رفع کړي او يوه نوې څېړنه خپلې ټولنې ته وړاندې کړي.

ما په دغه څېړنه کې د تشريحي مېتود نه استفاده کړې ده او د ډول ډول کتابونو نه مې د خپلې موضوع اړوند مواد اخيستي دي، کوښښ مې کړی دی، چې تر هر سرليک لاندې د خپلې موضوع په هکله د کار خبرې راوړم او موضوع رانه اوږده نه شي.

د موضوع شاليد (تاريخي پس منظر):

استاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې مفکر او مبتکر تخليقګر، ښه څېړونکی او مفسر، ښه ژباړونکی او په نورو ژبو ښه ليکوال و.

په استاد الفت بايد ډېر کار شوی وی او اوس هم د ډېرو يادونو مستحق ليکوال او شاعر دی.

پر استاد ګل پاچا الفت درې ډوله کار شوی دی:

– د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت تر مړينې وروسته يې د مرګ په ياد ادبي غونډې جوړې شوې، ولمانځل شو او ډېرو ليکوالانو، شاعرانو او پوهانو دده د ژوند په هرې برخې مقالې وليکلې او د مقالو ځينې ټولګې چاپ شوي دي، همدارنګه د هېواد په مختلفو ورځپاڼو او جريدو کې د استاد په هکله مقالې ليکل شوي دي، د استاد الفت په ژوندون کې هم ددې په باب ځينو پوهانو مقالې ليکلي دي.

– د استاد ګل پاچا الفت تر مړينې وروسته ځينو ليکوالانو دده پېژندنه او د ژوند نور حالات په کتابونو کې ځای پر ځای کړي دي او همدارنګه پوهنتونونو کې ډېر مونوګرافونه ددې په باب ليکل شوي دي او د تېزسسونو او ډيزرټيشنونو د ليکلو اميدواري هم شته، که پر استاد الفت د P.H.D تېزس وليکل شي، نوهم به مو حق ورته نه وي ادا کړی.

– ځينو ليکوالانو پر استاد ګل پاچا الفت مستقل آثار ليکلي دي، چې يادونه به يې وروسته وشي.

د موضوع له شرايطو سره سم به پر استاد ګل پاچا الفت د شوي کار او څېړنو لنډه يادونه وکړم:

د استاد الفت نثري کليات:

دا کتاب پوهنوال محمد اسماعيل يون راټول کړی دی او د استاد ګل پاچا الفت د اکثرونثري ليکنو مجموعه ده او د استاد(یون) له خوا پر استاد ګل پاچا الفت مستقله پېژندنه راغلې ده.

د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۰ ل کال، دوېم ځل ۱۳۷۸ ل کال او درېيم ځل لپاره په ۱۳۸۷ل کال په کابل کې د يون کولتوري يون له خوا خپور شوی دی.

د استاد الفت نثري کليات (لومړی او دويم ټوک):

د استاد الفت د لومړی ټوک يادونه پورته وشوه، دوېم ټوک عبدالرحيم بختاني په واسطه راټول شوی دی او دواړه ټوکونه يو اثر دی، چې لومړی ټوک د استاد ګل پاچا الفت په باب سريزه لري او دلته هم راغلی دی.

دا اثر په ۱۳۸۹ ل کال په کابل کې د اسد دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت شعري کليات:

دغه اثر د استاد الفت د ټولو شعرونو مجموعه ده، چې (د الفت مرغلرې) په نوم هم يادېږي.

دغه شعرونه د شهرت ننګيال په زيار راټول شوي دي او د کلياتو (د الفت مرغلرې) په پيل کې د (شمس الحق پيرزاده) يوه مقاله د (الفت څوک و؟) تر عنوان لاندې راغلې ده.

دغه اثر درې ځلې چاپ شوی دی، چې لومړی چاپ ۱۳۷۵ل کال، دوېم چاپ ۱۳۷۹ل کال او درېيم چاپ ۱۳۷۸ل کال په پېښور کې د دانش خپرندويې ټولنې له خپورشوی دی.

د ګل پاچا الفت پښتو پالنه:

دغه رساله صاحب ګل مموزي د نامزادۍ له دورې څخه د محقق مرستيال علمي رتبې ته د ترفيع کولو لپاره ليکلی دی.

دغه کوچنۍ رساله ټول ۷۹ مخه لري او په څلورو فصلونو کې ليکل شوې ده، چې ( د موضوع پس منظر ته يوه کتنه، د ګل پاچا الفت لنډه پېژندنه، د ګل پاچا الفت افکار او خيالات او د ګل پاچا الفت ادبي او ټولنيز شخصيت ) تر لويو څلورو سرليکونو لاندې بحث لري.

دغه اثر په کابل کې په ۱۳۸۸ل کال چاپ شوی دی.

پښتو هنري نثر:

دا هغه اثر دی، چې پخواني شوروي اتحاد د ختيځ پېژندنې په انستيتوت کې د علومو اکاډمۍ غړي (ف، ګېرس) له خوا په ۱۳۶۵ل کال کې ليکل شوی دی او پښتو ژباړه يې د محمد اکبر معتمد شينواري له خوا شوې ده.

په دغه اثر کې د پښتو هنري نثر سربېره د يو شمېر پښتو ژبي ليکوالانو او شاعرانو په باب خبرې لري، چې د نوموړو ليکوالانو په ډله کې د استاد ګل پاچا الفت پر ژوند، آثارو او ټولنيزو فعاليتونو سربېره يې پر هنري نثري سبک هم رڼا اچول شوې ده.

اوسني ليکوال:

دغه اثر استاد عبدالروف بېنوا ليکلی دی، چې د درېيمې دورې د شاعرانو، ليکوالانو او عالمانو په لړ کې د استاد ګل پاچا الفت پېژندنه هم لري.

دغه اثر په کندهار کې علامه رشاد خپرندوی ټولنې چاپ کړی دی.

زما استاد الفت:

دغه اثر د سر محقق عبدالله بختاني مقالو مجموعه ده، دغه مقالې يې په متفرق ډول نورو آثارو او ورځپاڼو کې هم چاپ شوي دي، په دغه اثر کې د استاد الفت په هکله ځينې هغه خوږې خاطرې چې د استاد الفت او استاد بختاني د ملګرتيا په وخت کې يې درلودې، هم دې اثر کې راوړي دي، د اثر په پای کې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت ځينې شعرونه هم شته دي او د ځينو پښتو شعرونو هغه منظومې ژباړې چې سر محقق بختاني صاحب کړي دي، هم په دغه کتاب کې موجودې دي.

دغه اثر په ۱۳۸۰ل کال د الفت اکاډمۍ په مالي لګښت، دانش خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

د الفت ياد:

دغه اثر د ارواښاد ګل پاچا الفت د ياد په خاطر په يو سيمينار کې د مقالو مجموعه ده او د قومونو او قبايلو وزارت د نشراتي رياست له خوا په ۱۳۶۱ل کال چاپ او د لاندينيو مقالو يوه مجموعه ګڼل کېږي:

د کڅ ګل، زاړه مې په نوي جام کې، د الفت ادبي بحثونه، نظر الفت، د الفت په ياد د ادب ډيوه ګل شوه، زهير الفت، د الفت وفات، انقلابي فيصله، د الفت لغوي څېړنه، د الفت شعر مو خوښ دی که نثر؟ او د الفت پېژندليک.

د استاد الفت ياد:

دغه اثر هم د ارواښاد ګل پاچا الفت د ياد په خاطر په يو سيمينار کې د مقالو مجموعه ده، دغه غونډه د الفت صاحب د مړينې د ۲۶م تلين په مناسبت جوړه شوې وه او د لاندينيو مقالو يوه مجموعه ګڼل کېږي:

استاد ګل پاچا الفت، د استاد د ژبنيو آثارو معرفي، د الفت سياسي فعاليتونه، د ارواښاد استاد الفت نثر، استاد الفت او د هغه طنز، الفت د پوهانو له نظره، د الفت په آثارو کې د تاريخي پېښو انعکاس، د ارواښاد استاد الفت په آثارو کې د منطقي استدلال څو بېلګې، د حافظ شعرکوم ګل؟، ګل پاچا الفت او د ده په اشعارو کې مذهبي خواوې او د استاد الفت فلسفه.

د استاد الفت په باب ځينو آثارو، مجلو او د هېواد نشراتي خپرونو کې ځينې نورې مقالې هم خپرې شوي دي، لکه: (د ګل پاچا الفت په آثارو کې سوله او بشر دوستي) د دکتور شکرالله ليکنه ده او معتمد جنتي ژباړلې ده، (د الفت غوره نثرونو ته يوه کتنه) د محمد ولي مندوزي مقاله ده، د الفت ياد، د استاد الفت ادبي خلاقيت، د استاد ليکوالي او داسې په لسهاوو نورې مقالې هم د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په باب ليکل شوي دي.

استاد اسدالله غضنفر (د نثر ليکلو هنر) کې (د استاد الفت د نثر ځانګړنې) تر سرليک لاندې يوه ډېره په زړه پورې او انتقادي مقاله ليکلې ده، چې د استاد الفت په نثري ځانګړنو يې هر اړخيز او مفصل بحث کړی دی.

له پورته آثارو او مقالو سربېره په استاد الفت به نور ادبي کار هم شوی وي، خو ږما لاس ته پورته آثار او ليکنې راغلي دي، نو ځکه مې يوازې د هغو موادو يادونه وکړه، چې ما ليدلي وو. ښايي ځينو ښاغليو لوستونکيو ته دا پوښتنه په ذهن کې وګرځي، چې په پښتو کې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په باب ځينو رسالو او يا ځينو کتابونو کې يې متفرقې يادونې او يا دومره مقالو ليکلو سره سره د دغه اثر د ليکلو ضرورت څه و؟

د دغسې احتمالي پوښتنو په اړه بايد ووايم، چې استاد الفت هر اړخيز او څو بعدي شخصيت دی او دده په سياسي، ادبي او ټولنيز ژوند ډېرو خواوو باندې که مستقل پرېړ پرېړآثار وليکل شي، هم کېدای شي.

په استاد الفت چې څومره کار شوی دی، دده د شخصيت په نظر کې نيولو سره ډېر کم دی، نو له همدې امله ما خپل تېزس (د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه) واخيسته او هغه عنوانونه، چې زما لپاره نوي وو او په پورته يادو شويو آثارو او مقالو کې ډېر کم او يا هيڅ موجود نه و (د استاد الفت فارسي شاعري، د استاد منظومې ژباړې، د شاعرۍ ځانګړنې، ستاينې، فلسفي نظرونه، اضدادو فلسفه، عدم تشدد فلسفه، ټولنيز نظرونه، پيداګوژيکي نظريات، د شعرونو جوليز جوړښت او داسې نور) په لسهاوو سرليکونه نوي راغلي دي.

ما کوښښ کړی دی، چې په دغه تېزس کې د استاد الفت هر اړخيزه پېژندنه، د شعرونو هر ډول منځپانګه او د جوليز او شکلي جوړښت له مخې د شرقي شاعرۍ، نوې شاعرۍ او ولسي شاعرۍ ټول هغه ژانرونه او کالبونه چې د استاد په شعرونو کې راغلي دي، سره د هر يوه ژانر د ډولونو ښودل شوي دي او د منځپانګې او جولې له مخې تر هر سرليک لاندې د ارواښاد الفت له شعري کلياتو مهم مثالونه هم راوړل شوي دي.

په پای کې له خپل درانه استاد ډاکتر پوهندوی محمداجان حقپال نه يوه نړۍ مننه ضروري ګڼم، چې له ډېرو بوختياوو سره سره يې ددې تېزس په بشپړاوي کې هر وخت په ورين تندي لارښوونې راته کړي او ما هم کټ مټ تطبيق کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *