د نومبر په ۲۱ نېټه، کال ۱۸۹۱، د متحده ایالتونو په جکسن ویل کې زېږېدلی او داپرېل په ۵ نېټه، کال ۱۹۷۰، د کلیفورنیا په پسادېنا کې مړ شوی. د امریکا جنیتیک پوه وو چا چې په کال ۱۹۱۳ کې د یوه تخنیک له مخې د ډروسوفیلا د میوې مچ (fruit fly Drosophila) په کروموزوم کې د ځانګړو جینونو موقیعت نقشه کړ.
سټرشېونټ په کال ۱۹۱۴ کې له کولمبیا پوهنتون (Columbia University) څخه دوکتورا وکړه. له دوکتورا وروسته یې د ۱۹۱۵–۲۸ کلونو تر منځ د (Carnegie Institution of Washington, D.C) په اداره کې د څېړونکي په توګه دنده پېل کړه او د څېړنو په دوران کې هغه دا ثابته کړه چې په ډروسوفیلا کې دکروموزمونه تر منځ د جینونو د تبادلې (crossing-over) مخنیوی کېدای شي. په کال ۱۹۲۸ کې یې له (California Institute of Technology) سره دنده پېل کړه او په خپل پوست باندې تر مرګه پاتې شو. سټرشېونټ لمړی کس وو چې د اتمي ازموینې او چاودنې پر وخت یې د رادیو اکتیف د وړانګو د باران یا وړانګو ته پر څرګنده سیمه د وړانګو د خپرېدو (fallout) خبرداری ورکړ.