د مې میاشت په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۵۵، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اپرېل په ۲۰ نېټه، کال ۱۹۴۰، د انګستان د کامبرېج په کامبرېجشېر کې مړ شوی. د انګلستان د عصري انسان پېژندنې (anthropology) په بنسټګرو کې یو ده، تقریبا ۳۰ کاله یې په کمبرېج کې د انسان پېژندنې درس ورکړی.
زدکړې یې په کرېسټ کالج (Christ’s College) او کمبرېج (Cambridge) کې کړي او وروسته د رویال کالج اف ساینس (Royal College of Science, Dublin) کې د زولوجي پروفیسر وټاکل شو. په کال ۱۸۸۷ کې یې د سمندري بیولوجي په اړه خپل لمړی کتاب د (Study of Embryology) په نامه ولیکه او ډېرو مجلو د دې کتاب برخې خپرې کړې.
په کال ۱۸۸۸ کې هاډن د ټورېس تنګې ته ولاړ کوم چې د استرالیا او نیو ګینې تر منځ ده تر څو سمندري بیولوجي مطالعه کړي خو هلته یې چې ځایي هندیان ولیدل نو پام یې د انسان پېژندنې لور ته واوښت. په کال ۱۸۹۳ کې د کامبرېج پوهنتون ته ولاړ او د فزیکي انتروپولوجي یا انسان پېژندنې درس ورکول یې پېل کړل. په کال ۱۸۹۸ کې د کامبرېج پوهنتون له یو ګروپ سره نیو ګینې ته ولاړ او هلته یې د انسان پېژندنې بنسټیز تخنیکونه لکه شجره نامه (ethnology) وکارول.
هاډن د انسانانو د ټولنیز ژوند هر اړخ له هنر تر فاشیزم پورې مطالعه کړ چې په دې ټولو یې څېړنې او لیکنې کړي کومې چې تر ۶۰۰ زېاتې دي خو تر ټولو نامتو یې په کال ۱۸۹۵ کې په هنر کې تکامل (Evolution in Art)، په کال ۱۹۰۱ کې د سرونو ښکاریان: تور، سپین او نصواري (Head-Hunters: Black, White and Brown)، په کال ۱۹۱۱ کې د خلکو سرګرداني (Wanderings of Peoples) او په کال ۱۹۳۶ کې مونږ اروپایان (We Europeans)