تاند- د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د اوږدې مودې له چوپتیا وروسته د چهارشنبې په ورځ په یوه ویدیويي پیغام کې وویل چې نړیوال اسلامي غورځنګ د هند په براعظمګي کې د مبارزې د رهبرۍ لپاره یوه نوې څانګه پرانسته.

په دې ویدیو کې، چې د تروریستي ډلو څارونکي ګروپ (SITE) د سخت دریځو په انلاین فورمونو کې موندلې، ظواهري وايي، نوی ځواک به مصنوعي پولې، چې د سیمې مسلمانان یې سره بېل کړي دي، له منځه یوسي.

القاعده شبکه په پاکستان او تر یوه حده په افغانستان کې فعاله ده خو ظواهري وايي، دا نوې څانګه به، چې قاعده الجهاد نومېږي، جګړه هند، میانمار (برما) او بنګله دېش ته وغځوي.

ده همداراز ویلي:«دا څانګه نن نه ده تاسیس شوې بلکې دا د هند په براعظمګي کې تر یوه چتر لاندې د مجاهدینو د راتللو لپاره د څه باندې دوو کلونو غونډو د برکتي هلوځلو مېوه ده.»

ډېر وخت د الظواهري په شمول د القاعده مشران غلي ول او داسي ښکارېده چې د سخت دریځو مشري په افریقا کې بوکوحرام او په عربي نړۍ کې اسلامي دولت (داعش) ترلاسه کړې ده.

القاعده د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو وروسته نه ده توانېدلې چې د لوېدیځوالو پر ضد حمله وکړي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې الظواهري د هند په براعظمګي کې د قاعده الجهاد د څانګې په اعلانولو سره هڅه کړې چې توجه ځان ته واړوي.

ظواهري دا پیغام څه په عربي او څه په اردو ژبه ویلی دی.

ده همداراز ویلي چې دا څانګه یا ډله به ملا عمر د خپل مشر په توګه ومني خو قومانده به یې د پاکستاني سخت دریځي عثمان عمر په غاړه وي او ځان ته به بېل ویندوی هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *