تاند- د القاعده شبکې یو مهم مشر، چې د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د پښتنو لپاره د تریننګ مرکز جوړ کړی و، د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

افغان اسلامي اژانس د عربي ژبو رسنیو په قول نن وویل چې عبدالعزام الصبحي اکه منصور الحربي د دې شبکې له یوه بل غړي ابو مسلم المکي سره درې ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

دغو رسنیو نه دي ویلي چې د القاعده شبکې دغه مشر د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوی دی.

تر دې پخوا د القاعده شبکې اکثره مشران د پاکستان په خاوره کې وژل شوي یا نیول شوي دي.

د افغان اسلامي اژانس د راپور له مخې، القاعده شبکې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې الصبحي په خراسان کې د دوی کلیدي قومندان و او لومړنی کس و چې د پښتنو لپاره یې د روزنې (تریننګ) مرکز جوړ کړ.

د سعودي عربستان رسنیو وویل چې الصبحي د دغه هیواد تبعه و. نوموړی د سعودي عربستان له لوري د مطلوبو کسانو په لیست کې شپږم کس و.

دی د امریکا له لوري هم مطلوب و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نوموړي بشپړ نوم اعزام عبدالله زاریق الموالد الصبحي و.

د دغه وزارت په وینا الصبحي لس کاله پخوا افغانستان ته لاړ او له یوې افغان ښځې سره یې واده وکړ. دا وزارت همداراز وايي چې نوموړی په جعلي نومونو پاکستان او ایران ته هم تللی دی.

4 thoughts on “القاعده شبکه وايي، یو مهم مشر یې په افغانستان کې وژل شوی”
  1. دا خو دير سم كار شوى دى. خداى د دا نور هم په خير له منحه يوسي چى له شره يي افغانان په خير خلاص شي

  2. د پښتنو کوم مهربانه ملا به ورته خپله لور ورکړی وی که نه ؟… اوف چی دا متن می سترګی خوږی کړی [له یوی افغانی ښځی سره یی واده کړی وه[افسوس ملایانو الله مو په لاره کړه

  3. افغانان دومره خدای خوار کړي چه هر سپی او خنزیر ته لور ورکوی. په دوهم نړیواله جګړه کی دجرمنی لوی امپراتور (( ادولف هیتلر)) ویلی وه چه دنړی واکداران باید چه افغان ایرانی او جرمنی وی.تاسی خپله فکر وکړی چه داافغان قوم څومره عزت کیده په ټوله نړی کی. خو اوس وګوره بعضی رهبران مو دپنجابی خوټی موږی او نور هم دنورو ملکونو بوټونه ساپه کوی …!!!!راپاڅه دخوبه ای میړنی ولسه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *