هغه کسان چې خدای(ج) يوازې روح او قوه ګڼي، ښکاره خبره ده چې د خدای(ج) پر ذات عقيده نه لري. هر وجود چې ذات نه لري پوره وجود ورته ويلی نه شو او تر څو چې ذات قايم نه شي، صفات نه شي شته کېدای. ذات پخپله د صفاتو او ارزښتونو مرکز بللی شو.

ښايي دا وجه وي چې لوتز(lotze) ويلي دي چې((خدای (ج) د کامل ذات څښتن دی او نور ذاتونه محدود او د سيوري په څېر نيمرنګي دي. ))

نصرانيان په ډېرو ستونزو کې ګېر دي، دوی الله(ج) په اړه بل ډول تصور لري. څرنګه چې خدای(ج) د ښو او لوړو صفاتو او فضايلو او ارزښتونو خاوند دی، بې ذاته تصور کېدای نه شي. پر دې سربېره ذات له تثليث سره هيڅ تړاوو نه لري. که څه هم  دوی وايي چې ((خدای (ج) ذات دی)) خو دوی يې په خپل فکر يو مشخص ذات ته منسوبوي او په دې ډول نه يوازې ستونزېنه حل کېږي، بلکه نور مشکلات زېږي.

زموږ او دوی تر منځ بل توپير دا دی، چې دوی خدای(ج) ته شخص يعني(person) وايي. مګر د ((ذات)) کليمه چې موږ يې کاروو ښه مناسبه، ژوره او ضمني معنا لري. حال دا چې شخص په کټګوري باندې تعينېږي او پر خدای(ج) يې اطلاق نه شو کولی.

له بله اړخه شخص ته له کُل څخه د فرد په سترګه کتل کېږي، چې د وګړو په ټولۍ کې يو ټاکلی څوک را په ګوته کوي او بايد د ډول او کُليت په مقابل کې وکارېږي؛ خو ذات د صفاتو په مقابل کې استعمالېږي، چې په معنا کې يې يو ډول ازادي موجوده ده.

همدا راز د يقين بل ډول تواتُر دی. بشريت د انسان له پيدايښته بيا تر اوسه پورې د خدای(ج) پر وجود عقيده لرلې ده او په تواتر سره يې تر ننه پورې زړونه پر همدې عقيده باندې تړلي دي، چې د خدای(ج) ځينو بنده ګانو د هغه د بنده پالنې دربار ته لاره موندلې ده او له خدای(ج) سره يې(بلا کيفه)

 خبرې کړې دي. نه يوازې هغه لوړ او مقدس او تاريخي کسان چې په اسماني کتابونو کې يې يادونه شوې ده، بلکه را وروسته هم اورېدل کېږي چې د خدای(ج) ځينو نورو خاکسارو بنده ګانو هم د خپل ناز غبار د هغه د ذات د نياز لمن ته رسولی دی.

          فلوطين(flutinus[۲۰۴_۲۷۰] يواځينی سړی و، چې د خدای(ج) د پاکوالي پر عقيده سربېره پر دې هم باوري وو چې د خدای(ج) د ذات درک تر عقل، فکر، وهم او خيال لوړ دی او ويل به يې چې(( خدای(ج) داسې نه دی، چې څوک يې ومومي.))

د ده شاګرد فرفريوس (porphyry)[۲۰۴_۲۳۳] چې د ده ژوندليک ليکلی دی، ليکي چې(( فلوطين د وجد په حالت کې شپږ ځله د خدای(ج) د ذات ملاقات ته رسېدلی دی.)) فلوطين چې په ټينګه د خدای تعالی پر پاکوالي عقيده لرله، بيا يې هم دا خيال وو چې په يو ډول نه يو ډول کېدای شي، چې له خدای(ج) سره خبرې اترې، محبت او ملاقات وشي.

          نن سبا چې صنم ته د((بت)) کليمه کاروو دا د ((بد)) بدل ډول دی او د ((بد)) کليمه له ((بودا)) څخه اخيستل شوې ده.

 بودا په شدت د بت پالنې مخالفت کاوو؛ خو څنګه چې يې  خدای(ج) د ذات په توګه ونه پېژانده او خپلو پيروانو ته يې د خدای(ج) د ذات او صفاتو معرفت چې څنګه دی، هغسې ونه کړای شو؛ نو يو مجبور بت پرست شو.

 زردشت همدا ډول د بت پرستۍ پر ضد تبليغ کاوو، مګر چې د خدای(ج) پر ذات يې عقيده لرله، پيروان يې پت بت پرستان نه شول؛ نو ځکه يې د خدای پالني غريزه قوي شوه او په عبادتځی کې د عقيدې او عبادت ورک کوونکي نه شول.

۱۳۹۲-۰۶-۱۲

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *