د نظام د سترو سترو قدرتونو رب ته!

پروردګاره نن ستا له بندګانو څخه په نا امیدۍ او ناهیلۍ په خپل مات او ناتوان وجود د مجبوریت له وجې لیک درته لیکم.

اې ربه پوهیږم چې په هر څه پوهیږې ته (خبیر) یې له هر څه نه خبر یې ته قادر یې په هر څه واکمني لرې که وغواړې هر څه کولائ شې. خو نن ماه هم ګستاخي کړې ده یوه بله فیصله مې کړې ده چې نن به د لیک له لارې غوښتنه درنه وکړم.

همت راحل
همت راحل

ربه! نن دې زورواکو بندګانو هغه کثیفه څېره خپله کړې ده چې بندګان خو دې څه چې آن ستا هم نفرت ورنه کیږي. نن دې په بیوزلو بندګانو باندې د ظلم او تیري حد وشو، حیوانیت اوج ته رسیدلی، نن دې پر ځمکه بندګانو د ظلم او فساد هغه دنیا جوړه کړې ده چې د وینې بوی ترې ځي، له وجودونو څخه اندامونه ځای ځای پریوځي،  یتیمان له لوږي مري، د کونډو ساندې تر عرشه رسي، بې وزله بندګان دې ستا د رحمت په طمعه ناست دي، ستا پر وړو وړو نازکو معصومو بندګانو باندې ځان وژنه کیږي،نن مو تورسرې بي پته کیږي،نن دې کور هم په امان پاتې نه شو مبارک کلام دې توهینیږي، نن دې درته نږدي بندګان هم په امان پاتې نه شول ،نن مو ملا،طالب،معلم،شاګرد هر یو د خپل مسولیت په تور وژل کیږي، نن د افغانیت، بربریت، اسلامیت، او کفریت په نومونو وژل کیږو.

ربه ستا راکړی ژوند ستا ظالم او زورواکي بندګان رانه په زوره اخلي،زه پوهیږم چې ګنهګار یم ظالم یم ستا نافرمان یم خو زه پدې هم پوهیږم چې ددې هر څه سزا ته په خپله راکوې او هغه د خیر او شر په ورځ کې هر چاته خپل مقام ورکول کیږي.خو چې ستا د بندګانو لخوا په کوم تور وژل کیږم ربه نه پوهیږم چې ګناه مې څه ده؟

ته پوهیږې چې ګوتې مې ددې لیک د لیکلو پر وخت رپیږي سترګې مې وینې بهوي هغه ځکه چې نن له خپله ذاته درته شکایت کوم.خو ته پوهیږې چې زه مجبور یم تر ډیره لاړم ډیرې ساندې مې وکړې هرچاته مې زارۍ وکړې نن مې شاید دا فیصله پر ځای کړې وي چې لیک درته واستوم.

پروردګاره نن دې د خپل رحمت کرشمې لکه د بوډۍ د ټال په څېر پر خپله ځمکه وغوړوه.ځکه تا ویلي دي چې زه پر خپلو بندګانو د هغوی د مور او پلار نه اویا ځلې مهربانه یم.ځکه نو زه هم تر اوسه ناهیلی نه یم ځکه چې ته ستر رښتیا ویونکی یې.

ربه ته پوهیږې چې یواځې یوه ارزو لرم.ته پوهیږې چې ټول افغانان همدا یوه ارزو لري.د سولې سپیڅلې ارزو.ځکه نو د افغانانو او ټولو مسلمانانو په استازیتوب درته دا لیک لیکم.

پروردګاره!د اسلامي شریعت د نافذیدو تر څنګ ته دې په خپله ځمکه باندې د سولې پاک معطر او سپین  څادر هم وغوړوه،

ربه یو ځلې بیا ترې د څوارلس سوه کالونو مخکې دنیا جوړه کړه،ربه هغه لاسونه له مړونده پرې که چې ستا معصومو بندګانو ته د خپل ورور د وژنې لپاره ټوپک ورکوي،د هغوی څهرې واړوه چې ستا پر بیوزلو بندګانو ناحقه ځان وژنه کوي،هغوی پړمخې واړوه چې ځانونو ته خدایان وایي ځکه چې بادشاهي ستا ده او تا سره ښایي.

پروردګاره! زه ستا د محبوب په شان حوصله نه لرم یا د زیات ستم له لاسه بي حوصلې شوی یم چې ستا د ظالمو بندګانو د ظلم پر وړاندې له زغم څخه کار واخلم، ربه ته پوهیږې چې په جنګ کې پیدا شوي یو په جنګ کې لوی شوي یو تو مو مرګ په یو سولییز افغانستان کې کړې.

ستا ګنهګار بنده:همت راحل

5 thoughts on “الله (ج) ته لیک! – همت راحل”
  1. همت صاحب دا کومه نوي خبره نده چی مونږه به داسی ذلیله کیږو. پیغمبر علیه السلام څوارلس سوه کاله مخکي مونږه ته دا خبرداري راکړیدي. او دا هم باید ومنل شی چی دا زمونږ د خپلو لاسونو کښت ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی چی: بیشکه زه داسی فتني وینم چی ستاسو په کورو به راکیوزي لکه باران چی ستاسو په کورونو راکیوزي. پیغمبر علیه السلام دا مشاهده په خپله کړیده چی ټول مسلمانان به په خپل منځ کی په ظلم او ستم، قتل او قتال، خانه جنګي، نژادپرستي، فرقه بندي او مختلف قسم بی اتفاقیانو کی به مصروف وي او ټول کفار یهود او نصاری او بت پرستان به د مسلمانانو په مقابله کی سره متحد شی. د همدي مطلب ذکر د ابوداؤد شریف په یو حدیث کی داسی راځي چی: نیژدي ده چی په تاسو باندي به د مختلفو افاقو نه مختلف قومونه په دشمني باندي متفق شی. داسی به دوي په تاسو حمله اور وی لکه وږي خلک چی په دسترخوان باندي را ټول شی. نو دا خبره چی صحابه کرامو رض واوریده نو پوښتنه یی وکړه چی یا رسول الله په داسی وخت کی به مسلمانان کم وي؟ پیغمبر علیه السلام ورته وویل نه تاسو به کم نه یاستئ بلکی تاسو به د سیلاب د ځک په څیر یاستي چی سیلاب په مخه پسی اخیستی وی. ستاسو زړونه به کمزوري شوی وی او د کفارو له زړونو نه به ستاسو رعب وتلی و. علت به یی دا وی چی ستاسو به له دنیا سره محبت او له مرګ نه ډار راځی.
    اوس وګوره چی مختلف اقوام ناټو او ایساف په مونږ راغلي او کنه؟ داسی حملي راباندي کوی لکه وږي په دسترخوان او کنه؟ زمونږه له دنیا سره محبت او له مرګ نه ډار شته او کنه؟؟ نو څنګه به دا حالات نه راځي.
    د ترمذی شریف په یو بل حدیث کی حضرت ابوهریره رضی الله عنه له جناب پیغمبر علیه السلام نه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د بلاګانو او افتونو اخطار بیان که هغه قوم ته چی دا لاندي کارونوه په کی عام شی. هغه کارونه دادي چی: هرکله چی د غنیمت مال شخصی دولت وګرځول شی، امانت غنیمت وشمیرل شی، زکات ته د تاوان په سترګه وکتل شی، علم د دنیا د حاصلولو په نیت وکولای شی، د مور نافرماني او د ښخي اطاعت شروع کړای شی، دوست قریب او پلار لری کړای شی، په مسجدونو کی اوازونه پورته شی، د قبیلو سرداران فاسقان مقرر کړای شی، د قوم سربراه رزیل خلک شی، د خلکو عزت ددوی د شر نه د ډار په خاطر وشی، د لهو او لعب او موسیقی الات غږول عام شی، مختلف قسم شراب وڅښل شی، د امت اخیري حصه په اولنۍ حصي باندي لعنت ویل شروع کړي.
    اوس وګوره چی بیت المال لوټ کیږی کنه؟ امانت څوک ساتي او کنه پردی پیسي په بانکونو کی لوټ نه شوي؟ زکات څوک ورکی؟ علم ټول د روپیو را ټولو لپاره کیږي او کنه؟ مور وینځه او ښځه پادشاه ده او کنه؟ د یو دوست عزت کیږی او پلار ته په مجلس کی ویل کیږی چی غلی شه ته نه پوهیږی، ماغزه دی خرابه شوی زوړ شوی یی. مسجدو کی څه حال ده. د موسیقی خو به هیڅ هم نه وایم. مشران دی په څه حال دی، د شرابو دی څه حال ده. وهابیانو او سلفیانو ته دی ګوره چی مذاهب یی ټول مشرکان کړل او لعنتونه پري وایی او ځانونوته پوره موحدین وایی.

    والسلام

  2. راحل صاحب! بس ستا خبره بیا تکرار وم چی:پروردګاره!د اسلامي شریعت د نافذیدو تر څنګ ته دې په خپله ځمکه باندې د سولې پاک معطر او سپین څادر هم وغوړوه،ربه یو ځلې بیا ترې د څوارلس سوه کالونو مخکې دنیا جوړه کړه،

  3. زبیر جانه مننه!
    محب الله جانه واقیعت لري هر څه او زه درسره موافق یم کومه پیشګویي چې خوږ پیغمبر کړې هغه اوس ورو ورو رښتیا کیږي ستاسو له تبصرې څخه مننه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *