اووه شپېته كلن الله ډيتا بېچاره كه څه هم عمر يې دومره زيات نه دى، خو انتهايي په بد حالت كې د ژوند شپې او ورځې تېروي، د هغه بدن اوس دومره كمزورى شوى دى چې ايله له ځانه موچان شړلى شي، لاسونه او پښې يې له كاره لوېدلي دي، دى هر وخت له خلګو څخه په خواست پيسې غواړي، وايي: د ځان علاج په كوي، خو هر وخت يې دغه پيسې په نورو لوفريو باندې ګار كړي دي.
د سينټرل انټيليجنس ايجنسۍ (Central Intelligence Agency) په نوم په روغتون كې د سيمه ييزو ناروغيو يو متخصص ډاكټر سي اى اې (CIA) وايي: الله ډيتا د ناسور په رنځ اخته دى او دا وخت يې د بدن خپل ټول سېك له لارسه وركړى دى، نوموړى ډاكټر زياتوي: كېدى سي چې په دوه زره پنځلسم كال كې الله ډيتا د يادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه وركړي، د سي اى اې په نوم دغه ډاكټر چې په كلي كې زيات شهرت لري وايي: د هغه بدن ټول سره جلاجلا دى او د هغه د بدن د پيوند كېدو هيڅ امكان نه ترسترګو كېږي، ډاكټر سي اى اې وايي: الله ډيتا هم په دې پوهه شوى دى چې نور يې د بدن سېك ختلى دى او نه سي كولاى ژوند وكړي، د نوموړي ډاكټر په خبره ډاكټران او د هغه ملګري الله ډيتا ته يواځې د تسلي وركولو په موخه دا خبره كوي چې: هغه روغ رمټ دى.
خو د ډاكټر سي اى اې خور مستانه چې ډېره شتمنه او مالداره ده له الله ډيتا سره ټينګه ياري لري، هغه الله ډيتا ته پيسې وركوي، مرسته ورسره كوي او علاج يې كوي، خو وايي: (چې نه كوي حبيب څه به وكړي خوار طبيب) مستانه چې څنګه يې نوم دى، همغسې مستانه ده، د كلي ډېرى سپين ږيري او سپين سارې وايي: مستانه د الله ډيتا له غمه نه ده مړه، بلكې خپل خواهشتات په پوره كوي، ځكه يې د الله ډيتا پر سر باندې پلو غوړولى دى، الله ډيتا د مستانې له پاره د هغې چرګې مثال لري چې ورته د سروزرو هګۍ اچوي، هغه كله كله د مستانې له پاره د دلال كار كوي، مستانه هر وخت الله ډيتا په دا رنځور صورت هر ځاى ته د خپلو خواهشاتو او اړتياوو د پوره كولو له پاره لېږي.
الله ډيتا د جسماني كمزورۍ ترڅنګ له اقتصادي اړخه هم زيات كمزورى سوى دى، نه يې په كور كې د څښلو پاكې اوبه شته، نه يې بچيان په نس ماړه دي او نه هم د دغه بدمرغيو د مخنيوي توان لري، هره شپه يې بچيان په تياره كې ناست وي، د كور څراغ يې ټپا كوي كله بل او كله بيا مړ وي.
كه د الله ډيتا بدن په اوس وخت كې زيات كمزورى دى خو د هغه د بدن له كمزوري كېدو سره سره بيا هم د كلي خلګ له هغه څخه تر دوو سپږمو دي، له هغه څخه زيات خلګ تنګ او خوابدي دي او وايي: الله ډيتا اوس هم د خلګو كورونو ته ډبرې ورولي، اوس هم د څنګلوريو كورونه ړنګ غواړي، اوس هم د هغوى د كور له دېوالونو څخه خاورې كاږي، هغوى وايي: الله ډيتا په خپله بېلاريتوب كوي، خو خلګو ته د دين او مذهب لاره ورښيي او نصيحتونه ورته كوي.
الله ډيتا ته په زيات بېلارېتوب سره اوس ځان لږ لږ ملامت ښكاري او كله كله په بې فهمۍ ورڅخه وويل شي: (په سلو ووهل شې، خو په يوه ملامت مه شې) الله ډيتا هغه څوك دى چې د بل د كور په ورانولو كې د خپل ځان خېر غواړي، هر وخت يې د بل په كور كې بلې ډيوې ته ورپو كړي دي، خو هغه ورسره شوي دي چې وايي: (مه كوه په چا، و به شي په تا)، هغه په اوس وخت كې هره ورځ خپلو بچيانو وهلى ډبلولى وي او وينې يې پرې توى كړې وي.
الله ډيتا كه ځان د پنځو زامنو پلار بولي خو وايي: چې هغه يو سكنى زوى لري او څلور يې پردي په ځان پوري نيولي دي او دعوه لري چې دا زما زامن دي، ځكه خو يې زيات اختيار هم سكني زوى ته وركړى دى، خو هغه نور اوس ورڅخه بدراه دي او وايي: موږ د الله ډيتا زامن نه يو، بلكې د هغه په قام قبيله لا هم نه يو ورګډ، الله ډيتا د هغوى په اولادونو باندې غلاوې كوي، جنګوي يې، پردو كورونو ته يې د ډاكو وهلو له پاره لېږي، څو خپل ځان په وساتي.
كه چېري هم د سيمه ييزه ناروغيو د ډاكټرانو دا خبره رښتيا شي چې كېدى شي الله ډيتا په دوه زره پنځلسم كال كې خپل ژوند له لاسه وركړي، نو له هغه وروسته به د ده د هغه زامنو چې ده په ځان پوري نيولي وو برخليك څه وي؟ هغه به جلا جلا كورونه جوړوي؟، د خپلو سكه وړونو له موندنې وروسته به له هغوى سره په ګډ كور كې ژوند اختياروي؟ او كه به كومه بله لاره ګوري.
————————————————
الله ډيتا د سرايكي او پنجابي ژوبو تورى دى چې مانا يې ده: خداى داد
خوند یې وکړ. خیر یوسې، ډاکتر صاحب
سروش جانه ډېره ډېره مننه كه دي په غور لوستې وه خو ښه به وي.
deer pa zra puri lekana wa khapal adaf ye pa shakali hunari jama ki naghashtiwa aw da di zehniat pa jurawalu ki lui rul lari he da tol lekwalan pa os wakht ki dda dawl lekani wakri
نقيب جانه! ډېره مننه چې ليكنه دي په غور سره لوستې ده، او خوند دي ورڅخه اخيستى دى، كه زموږ هغه ليكوالا چې په مهم ځآيونو كې ژوند كې دا ډول علامتي ليكنې وكړي ډېره ګټه به ولري، بله خبره دا ده چې زموږ ليكوالان خو طنزونه ليكې، خو سياسي علامتي ليكنې نه كوي، خداى دي وكړي چې پښتانه ورڅخه ګټه واخلي.
ښکلی لیکنه ده، بس الله تعلی ته به دعا کوو چی یا دی الله ډیتا ته هدایت وکړي او که نه نو الله تعلی د ظالمانو په جزاکیږی
مسافره ګرانه! الله ډيتا پوهه دى خو ځان نه پوهه كوي، هغه اوس له دې وتلى دى چې موږ د هدايت دوعا ورته كوو،، له تا څخه نړۍ نړۍ مننه كوم چې ليكنه دي لوستې ده او خوښه شوې دي ده بيا هم مننه كوم