تاند نیوز ډېسک: یو طالب چې له افغان جګړې یې اروپا ته پناه وړې خو دوه ځله یې د پناه غوښتنلیک رد شوی دی، له دې ډاره چې بیرته هیواد ته ستون نه کړای شي یوې کلیسا ته پناه وړې ده.
الماني رسنۍ وایي، دغه طالب چې په افغانستان کې د طالبانو د یو نظامي مسوول باډي ګارد و، په جرمني کې د پناه غوښتنلیک ورکړی و، خو دوه واره یې محکمې غوښتنلیک رد کړی او اوس له دې ډاره چې هیواد ته بیرته ستون نه کړای شي، په یوه کلیسا کې دېره دی.
د جرمني رسنیو ویلي، د کوبلنس ښار قاضي پریکړه کړې چې دغه افغان باید وشړل شي، ځکه چې کېس یې دوه ځلې رد شوی او د استیناف غوښتنه نه شي کولی.
د جرمني رسنۍ د دغه افغان طالب نوم نه اخلي خو وایي، نوموړی د برلین یوې کلیسا ته ننوتی او نه راوځي.
ټاکل شوې چې جرمني په نږدې ورځو کې رد شوي افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته را استوي.