افغانستان لپاره المان ځانګړي استازي مارکس پوتزل له یو شمېر افغانو مېرمنو سره لیدنه کې ویلي، هېواد به یې ډېر ژر د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

نوموړي سره تر ناستې وروسته افغان سیاستوالو مېرمنو ویلي، المان غواړي د افغان حکومت او طالبانو د ۶۰ استازیو غونډه برابره کړي، خو د دې ناستې ځای او نیټه باندې لا هوکړه نه ده شوې.

بله خوا ځینو سرچینو ویلي، دا غونډه به په دوحه یا هم ازبکستان کې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان بیا د سولې لپاره د المان له هڅو په هرکلي سره وايي، هیله‌مند دي چې دا هڅې یوه پایله ورکړي.

باید وویل شي چې دا وروستیو میاشتو کې کابل ته د المان د ځانګړي استازي څلورم سفر دی او داسې ښکاري چې المان د دوحې غونډې تر ناکامیدو وروسته د افغان سولې پروسه کې د رول لوبولو هڅې زیاتې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *