تاند، سې شنبه، د اسد ۲۲مه: د جرمني د دفاع وزارت وايي، وروستیو ۶ کلونو کې یې هغو ۷۷۰ افغان همکارانو ته په المان کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده چې د دوی له ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.
د جرمني دفاع وايي، له دغو افغان همکارانو سره یې د کورنیو شاوخوا ۲۵۰۰ نورو غړو ته هم المان کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده چې په افغانستان کې له خطر او امنیتي ګواښونو سره لاس و ګرېوان وو.
د جرمني د دفاع وزارت ویاندويي دفتر وايي، د افغاني همکارانو له ډلې د هر یو کس دوسیه په جلا ډول څېړل شوې او کورنۍ یې هم المان کې منل شوې دي، خو دا مهال ورسره د ۲۰۰۰ افغانو همکارانو نور درخواستونه هم پراته دي چې په اړه یې پرېکړه لا نه ده شوې.
د جرمني د دفاع وزارت وايي، هغه کسانو چې په افغانستان کې يې د دوی له ځواکونو سره کار کړی دی او اوس خطر احساسوي، نو له الماني ځواکونو سره په افغانستان کې له دندې ختمولو دوه کاله وروسته کولی شي چې المان کې د پناه عریضه ورکړي.
د جرمني ځواکونه له ۲۰۰۱ راهیسې په افغانستان کې مېشت دي چې په ۲۰۱۴ کې یې نظامي ماموریت د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره وتړل شو او اوس افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.