الهدی

     الهدی ادبي بهیر خپله درېیمه ناسته د میزان پر اوومې نېټې پۀ دارالهدی خصوصي موسيسې کې ترسره کړه. یاده غونډه د محمد صادق پر تلاوت پیل او د ویندويي چارې یې نعمت الله خاورین سمبالولې. د تېرې اوونۍ ګزارش استاد محمد ناصر سعیدي ولوست. پر ګزارش ګډونوالو خپل نظرونه وویل،عیدا ګل ذاهد ویل، چې راپور کې دې د”استاذ” رتبه یاده شي. مشاهد حسین مظفري راپور لنډ وباله او وې ویل، چې ادبي راپور کۀ اوږد هم شي باک نه لري. اتل مشواڼي د ګزارش پیل تکراري ګاڼۀ او پۀ نظر یې نوښت باید پکې وشي.

محمد شېر محبوب پۀ راپور کې د دري شعر نه راوړلو ټکي ته نغوته وکړه، پۀ اند یې باید راوړل شوی وای.

غونډې ته ځانګړې موضوع لقمان عادل راوړې وه، موضوع د امام ابو حنیفه رحمت الله علیه پر اړه وه، لیکنه کې د امام صاحب پر ژوند او کړیو خدمتونو رڼا اچول شوې وه. وروسته ګډونوالو هم د امام صاحب پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او موضوع لا روښانه شوه. اتل مشواڼي د وضاحت پۀ موخه د امام صاحب ځانګړنې او خدمت بیان کړ، پۀ خبرو یې د امام صاحب غټ کار دا و، چې موضوع به یې د درس پۀ حلقه کې لۀ خپلو شاګردانو سره شریکوله، ټولو به خپل -خپل نظر وایۀ، بیا به کوم نظر چې نصوصو ته نږدې و هغه به یې نیهایي کاوو.

ادبي درس اتل مشواڼي را وړی و، درس د “ادب ” تر سرلیک لاندې د ادب پر اهمیت، اړتيا، شالید، برخو څرخېدۀ. اتل د درس پۀ پیل کې پر دې غږېدلی و، چې انسانان ولې ادب ته اړتیا لري، بیا یې د ادب کلیمه شاربلې وه او پر ريښې یې بحث کړی و.ورپسې یې د ادبپوهنې څانګې تشریح کړې وې. وروسته ګډونوالو پۀ وار سره لۀ اتل مشواڼي د موضوع اړوند پوښتنې وکړې، چې اتل ځواب کړې. پوښتنو کې پر نیولوګېزم (نویزونه) هم بحث وشو، چې اتل مشواڼي یې پر اړه ویل: “نوې کلیمه او بدیلونه باید لومړی پۀ ګړدودونو کې ولټوو، کۀ هلته مو بدیل ونه موند بیا باید د وړو او دې برخه کې مطالعه لرونکو کسانو لۀ خوا جوړه شي.د نویو کلیمو عامېدل او خپلول ولس پورې اړه لري، چې مني یې کۀ یا. “

عیدا ګل ذاهد د ادب کلیمې تړاو لۀ هذب سره وپوښتۀ، چې اتل مشواڼي یې پۀ ځواب کې وویل، هذب به عربو هغې ونې ته ویل، چې زیاتي ښاخونه به یې پرې شول، بیا هغۀ چا ته هم مهذب ویل کېدۀ، چې بد خویونه به یې پرېښول،ورو -ورو د “ادب ” ویی ترې جوړ شو.اتل مشواڼي ادبي درس کې دا نظر هم راوړی و، چې ځینې کسان ادب د زړې پارسي لۀ ديپ، یا دپ څخه اخځ بولي چې د لیکلو پر مانا دی. دا چې ادب هم لۀ لیک، لیکنې سره تړاو لري، ممکن ديپ یا د اوېستا دب څخه اخیستل شوی وي.

پر ادبي درس لۀ بحث وروسته، غونډه د ناستې وروستي پړاو ته ولاړه، د مشاعرې پۀ برخه کې بېلابېلو شاعرانو او ګډونوالو شعرونه وویل، پۀ ترتیب سره، لقمان عادل، حیات بېتاب، محمد صادق حریفال،عبدالوارث تنها، مشاهد حسین مظفري، عبدالله ثاقب، مسیح الله اظهار، ذین العابدین نوري، بشیر محبوب او تاج ولي وحدتیار شعرونه وویل.

د راتلونکې غونډې کره کتنې ته تاج ولي وحدتیار د خپل شعر راوړلو ژمنه وکړه او ځانګړې موضوع به مشاهد حسین مظفري راوړي.

ناسته، مازیګر مال نصرت الله تلاش رب ته پۀ دعا سره پای ته ورسوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *