“موږ کۀ پۀ هر برخه زده کړې کوو،اړ یوو چې د لیکوالي لۀ هنر سره ځانونه بلد کړو،لیکوالي زموږ پوهه راتلونکې نسلونو ته لېږدوي.” دا خبرې د دار الهدی ښوونیزې موسیسې امر مولوي محمد شفیق منیب د الهدی ادبي بهیر لومړنۍ ناستې ته وکړې. الهدی ادبي بهیر د پنجشنبې پر ورځ ماسپښین دوې بحې د وږي پر یوولسمه (۱۱) نېټه، لوګر ولایت کې خپله لومړنۍ پرانیست غونډه تر سره کړه.د غونډې پیلامې ته د تلاوت لپاره عبد الله د تاج ولي پر بلنې را وغوښتل شو. لومړنۍ غونډه د بهیر تګلارې ته ځانګړې شوې وه، چې د بنسټ ایښودونکو لۀ خوا پرې رڼا واچول شوه. مولوي شفیق د خبرو پۀ جریان کې وویل، چې د بهیر غونډې او کارونه باید بابیزه و نه ګڼل شي، څوک چې دې مسلک سره مینه لري، دوامداره دې پکې ګډون وکړي.
د ویناوو پۀ لړ کې د پکتیا پوهنتون استاذ شفیق الله شفقت پۀ لوګر ولایت کې د ادبي بهیر جوړېدل نوښت و ګاڼه او ډېره یې کړه، چې لوګر تېرو سلو کلونو کې ادبي بهیر نه درلود . استاذ شفقت د خپلې همکارۍ کولو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د “الهدی ادبي بهیر ” غونډې به د کولتور او ژبې پۀ بډاینه کې کارنده تمامې شي.
د غونډې درېیم ویناوال انجینر ذبیح الله شفق و، شفق د بهیر لۀ مسولانو او پر لار اچونکو څخه مننه وکړه، چې د ځوان نسل د روزنې پۀ موخه یې ادبي کارونو ته تکل کړی دی. انجینر شفق د نورو کولتورونو د یرغل یادونه وکړه،پر وینا یې یوازې هغه مهال یې مخنیوی کولای شو، چې خپل غني کولتور او خپله بډایه ژبه ولرو.نوموړي لۀ ادب سره مینه فطري شی وباله او ډېره یې کړه، چې موږ ټول کۀ پۀ هر مسلک کې زده کړې کوو، لۀ لیکوالي او شاعري سره پرېکون نه شو کولای.
لۀ دې وروسته اتل مشواڼی دریځ ته را وغوښتل شو، چې د بهیر پر جوړښت خبرې وکړي او کړنلاره یې روښانه کړي. اتل مشواڼی د بهیرونو او دې ته ورته غونډو پر شالید او اهمیت وغږېد: “موږ چې نړیوال ادبیات مطالعه کوو، د اپلاتون او ارستو نومونه پۀ لومړنیو تیوریسانو کې راځي، دوی به د وخت لۀ ځوانانو سره پۀ یو ځای کې را غونډېدل او پر بېلابېلو ښکارندو به یې بحث کاوو. چې د دوی د غونډو لۀ ځایونو څخه د اکاډمۍ او لېسې نومونه تر ننه را پاتې دي. ادبي بهیرونو پۀ لرې او برې پښتونخوا کې زموږ ژبې او ادب ته ډېر تکړه لیکوال او شاعران ورکړي او روزلي دي. د همدې هیلې د پوره کېدو پۀ موخه د ورته ناستې تابیا ونیول شو.”
اتل مشواڼي د بهیر پر لومړنۍ تګلارې د خبرو کولو پر مهال وویل، چې الهدی ادبي بهیر به د اسلامي او افغاني اصُول پۀ رڼا کې چارې پر مخ وړي، د بهير موخه پۀ لومړي ګام کې اسلام ته او دویم پړاو کې خپل کولتور او ژبې ته خدمت کول دي. دۀ ډېره کړه، چې “الهدی ادبي بهیر ” به ډېر پر ادبي مسایلو را څرخي، خو کۀ سیاسي تړليو پېښو ته وخت ورکوي، بې پرې به یې څېړې او شاربي. د اتل پر وینا چې لۀ بهیر څخه به دار الافتاء نه جوړو،هڅه به دا وي، چې ناپېیلی او خپلواک پاتې شي، لکه چې بنسټ یې همداسې ايښودل شوی دی.
اتل مشواڼي د”الهدی ادبي بهیر” د غونډې برخې او کړنې ګډونوالو ته داسې ور وپېژندلې: ” د الهدی ادبي بهیر هر ناسته به پر تلاوت پیلیږي او ورپسې به د تېرې ناستې راپور اورېدونکو ته اورول کیږي. پر راپور لۀ نقد کولو وروسته به د فکري سمون او معلوماتو د ډېروالي پۀ موخه لنډه موضوع وړاندې کیږي،دا برخه د [ځانګړې موضوع ] تر سلیک لاندې هرې غونډې کې شتون لري. پۀ درېیم پړاو کې به ادبي درس وړاندې کیږي، چې ناست کسان کولای شي د ادبي درس پر موضوع خپل اضافه معلومات لۀ ګډونوالو سره شریک کړي.ادبي درس به پۀ لیکلي ډول او د لکچر پۀ بڼه وړاندې کیږي. د بهیر غونډه به د کره کتنې برخه هم ولري، پۀ دې پړاو کې به پر شعر او نثر کره کتنه کیږي، چې هرې ناستې ته به یې یو تن ګډونوال راوړي. یوې ناستې کې به ادبي درس وړاندې کیږي او بلې کې به د کره کتنې برخه وي . بهیر به د غونډې پۀ وروستيو شېبو کې مشاعره هم ولري، چې ټول ګډونوال پکې برخه اخیستی شي. “
اتل مشواڼي هیله څرګنده کړه، چې یاد ادبي بهیر به پۀ خپلو چارو کې د لیکوالو او ادیبانو پۀ همکارۍ بریالی وي او د ټولنې لپاره به ګټور و اوسیږي.
د الهدی ادبي بهیر د لومړنۍ ناستې وروستۍ شېبې لۀ غزلونو او شعرونو سره ملې وې، چې بېلابېلو ګډونوالو پکې شعرونه واورول.راتلونکې غونډې لپاره ادبي درس اتل مشواڼي پر غاړه واخیست او د ځانګړې موضوع را وړلو ژمنه مشاهد حسین وکړه.
د الهدی ادبي بهیر د غونډې پۀ پای کې ټولو ګډونوالو د اروا ښاد رحمت الله درد پۀ حق کې دعا وکړه او ورته یې د جنت پۀ هیله رب ته لاسونه لپه کړل.
ناسته مازیګر مال پۀ دعا سره پای ته ورسېده!
((د الهدی ادبي بهیر رسنیزه څانګه ))