تاند- په دوو کلونو کې به څو ډوله الوتونکي موټرونه بازار ته راووځي. د دغو موټرونو په منځ کې یو د جرمني لیلیوم ایفي اېشن (Lilium Aviation) کمپنۍ جوړوي.
دا د شخصي موټرو هغه پرمختللی او په الوت کې سپک ماډل دی چې په عمودي ډول به الوزي. یعني رنوې یا الوتلارې ته اړتیا نه لري.
لیلیوم ایفي اېشن کمينۍ په ۲۰۱۵ م کال د مونشن د تخنیکي پوهنتون د یو شمېر انجینرانو له لوري جوړه شوه.
دوی وايي:«زموږ هدف دا دی چې داسي الوتکې حوړې او راوباسو چې د خلکو په ورځني ژوند کې پکارېږي.»
دا موټر، چې د ښار د داخل او له ښاره د دباندې لپاره ډیزاین شوی، سلو په سلو کې الیکتریکي (برقي) او کم اوازه انجن لري.
د دغه موټر کمپیوټري سیستم پېلوټ یا چلوونکی په ۲۰ ساعته کې زده کولی شي.
د دغه الوتونکي موټر سرعت په یو ساعت کې تر ۴۰۰ کیلومتره زیات دی او وزن یې ۶۰۰ کیلو ته رسېږي.
دا الوتکې تر ۳ کیلومتره لوړېدای شي.
اروپایان به د اجازې د ترلاسه کولو په صورت کې د کور له مخې، هوايي ډګر او یا هر بل ځایه په دې الوتونکي موټر کې الوت کولی شي.
تیريافوګیا (Terrafugia) شرکت اعلان کړی چې د دې موټر لومړنی سیمپل یا نمونه به په دوو کلونو کې یعني تر ۲۰۱۸ پوري د (TF-X) په نوم استفادې ته وړاندې شي.