که څه هم د هغې د ژوند اوله ورځ وه ، خو چي څنګه يې سترګي روڼي کړې ، نو په لمړي نظر کښي يې شين اسمان تر نظره سو . چېري چي څو وريځو او مرغانو پټ پټاني کوي او د اسمان ښايست يې زياتوي . و هغې ته د اسمان دغي نندارې خورا خوند ورکړي

د پسرلي ورځي وې او مست شمال خورا له حاله وتلي وو . هغه دامهال هغه په يوې داسي مامتې کښي وه چي په يوې لوي کلا پوري وه او شاوخوا يې جګ دېولونه ولاړ وو . دغه کلا په ښار نه بلکه په يوه کلي کښي وه ، خو هغه د ښار او کلي په فرق نه پوهېده . مامته خورا ښايسته وه او چارچاپېره شنه واشه ، ګلان او جګي و غټي درختي پکښي ولاړي وې

اوس هغې يوه توده مينه محسوسه کړه چي د هغې د مور وه او هغه يې پخپلو تودو وزرو کښي را ټوله کړه ، بيا چي هغې د ميني نظر وليد ، نو دا د هغې د خوندو او وروڼو وو چي د هم هغو وزرو لاندي د بېلو بېلو هګيو په خوورونو کښي ناست وو او تازه تازه زېژېدلي وو . د خپلو ددې ټولي ميني باوجود د هغې نظر په هغو رنګينو مرغانو کښي وو چي د مامتې د جګو لنډيو او بېلو بېلو اونو شاوخوا الوتل او يا به په ولاړو وشو کښي کله ښکاره سول ، کله پټ . رښتيا خبره دا وه چي دا مهال د مرغانو خوږو او ښکلو سندرو په هغې خورا اغېزه کوله . که څه هم و هغې ته د ګلانو او مرغانو د وزرو رنګينۍ خورا خوند ورکړي ، خو په زړه کښي چي يې کوم خيال اول راغي ، هغه دا وو چي زه به کله الوت کوم ولي چي په ژوند کښي خو هر څه هم دغه الوت دي چي دا دي مرغان يې اوس کوي او بيا څومره خوند به کوي چي زه به هم په شنه اسمان کښي له نورو ملګرو سره الوزم او ناري به وم . دا ډول هغې خپلي وزري وشورولې

دا خو د ژوند لمړي ورځ وه ، ددې وروسته نو هغې يو خوشحاله او خندانه ژوند پيل کړي . رښتيا خبره دا وه چي د مامتې ورځي و شپې ډېري خوندوري وې او هغه خورا پکښي مستانه وه . ټوله ورځ به د ښکلي او غټي مامتې په وښو ، ګلانو او د وړې ويالې په اوبو کښي هغې له خپلو خوندو او وروڼو سره لوبي او بازۍ کولې ، خو له دې سره سم سترګي به يې هم هر وخت په اسمان کښي وې چي لوړو مرغانو ته به يې کتل او دا خواهش به يې زياتېدي چي کله به دغه بختوره ورځ ددې په نصيب کېږي چي دا به هم په هوا کښي لوبي کوي. هغې به ډېر خپل وزر و ټکول ، خو په وزرو کښي يې لا دومره توان نه وو راغلي چي واولوزي

دا څه ، ډېر زر هغې په ژوند کښي اول ځل يوه زړه لړزونکي خبره واورېده چي ګرسره يې ولړزوله ،ځکه نو هغه په ژړا سوه ، د لږ ساعت دپاره نه بلکه ټوله ورځ يې سترګي له اوښکو ډکي او سرې وې چي چرګان نه سي الوتي . اوس هغه د لېونو په شان سوه او په وار وار يې له خپلي موره پوښتنه وکړه چي موږ نو ولي نه سو الوتي ، خو زموږ وزري هم سته . مور به يې هر ځل وخندل چي زموږ وزري وړې دي او د الوت توان نسته پکښي زما ښايستې . هغه به بيا لېوني لېوني کېده چي پرون خو ما وليدل چي چرګ کاکو الوزي ، کله به په جګ دېوال لوړ ناست وو او کله به د يوې وني په بالايه شاخ کښي . اوس مور بيا په ډېر ناز پوه کړه چي دا يو لنډ شان الوت دي او تر دې زيات زموږ وس نسته ، که يې نه منې نو کاکو ته ووايه چي شنه اسمان ته بالايه سه ، نو هغه به درته واي چي زه يې وس نه لرم

دا هر څه د هغې ماغزه ور وښورول . هغه نه وه خبره چي ژوند به داسي بدرنګه هم وي . رښتيا خبره ده ، هغې خو به تل خوبونه ليدل چي هغه به له نورو ښکلو مرغانو سره په هوا کښي الوت کوي او د هغو په شان به په زوره زوره ناري وهي . د هغې خو خيال وو چي هر څه الوت دي ، هم دغه د ژوند نخښه ده ، بريالي توب دي او څوک چي داسي کوي ، بس ګړندي هم هغه وي . اوس به هغه حېرانه ناسته وه چي د هغې خوبونه څنګه خاوري سول ، څه ډول يې ارمانونه سپېره سول او څه بدبختي يې په برخي وه . ښکاره خبره وه ، اوس خو الوت نه وو ، نو د هغې به ټوله ژوند له بې کارۍ او ناکامۍ ډک وي . وۍ ربه ، خداي جانه ، دا خو به ژوند نه وي ، توره شپه به وي ، ، تياره به وي ، قيامت به وي قيامت . وۍ زه خو به بې مرګه مړه سمه . داسي بد مرغه ژوند ، داسي ژوند مي نه دي په کار چي زه يې بې څه کولو تېر کړم او څوک مي بريالۍ نه وبولي . وۍ الوته څنګه زما په برخه نه سوې ، ما خو ويل چي زه به د اسمان و هغي لوړتيا او ژورتيا ته ورسېږم چي نور مرغان يې تصور نه سي کولي او ټول به مي تر هر چا زياته سياله بولي ، بس دا خو هسي يو خوب سو ، د لېوني خوب. ددې مطلب دادي چي زه لېونۍ ومه ، بې مغزو ومه

اوس به هغې ژړل ، بس هر وخت به روڼي روڼي اوښکي ورباندي بهېدلې ، خو په داسي کولو به ټولو چرګانو پر هغې خندل ، ولي چي ټول خبر وو چي لېونو پرنه څه ساندي وهي . مور ، تروريانو ، خاله ګانو ، اکاګانو ، پلار او نورو عزيزانو ډېره پوه کړه چي نه دي کله پلار الوتلي دي ، نه نيکه ، اي تا په څه ګروم ځان بار کړي دي . کوم شي چي زموږ په وس کښي نه دي ، ولي په هغه ځان ځوکلوې ، بې عقلې

يوه ورځ يو ښکلي بلبل راغي او د هغې و مخته له سره ګلاب سره په شنه چمن کشېنستي . د بلبل خوږو سندرو بيرته د هغې له غمه ډک زړه ښاد کړي او بيرته يې ژوندۍ کړه . دا ډول د دواړو سره جوړه سوه او زړونه يې سره ولګېدل . د هغې به د بلبل رنګيني وزري ډېري خوښېدې او دغه اوړ مرغه به يې بختور ګڼي ، ولي چي هغه به په شنه اسمان کښي تر لېري لېري الوت او له ژونده به يې خوند اخيست . هغې به سړې ساوي اخيستې چي ارمان دي نه کوي لايک ، څه زورور وزر يې دي او په دغه خو په الوت کښي بريالي دي

هغه او بلبل دواړ په رښتيا په يو بل ډېر ګران وو . د هغې به د بلبل له خواږه اواز سره سم ، د هغه سرې ، شنې او نارن جي وزري خوښي وې او د بلبل به د هغې لېونتوب او معصوميت . دا رنګه يوه ورځ هغې په معصوميت کښی و بلبل ته وويل چي دا ممکنه ده چي زه په ژوند کښي ځان ته يو بريالي و جود ووايم او پرواز وکړم

دې خبري بلبل حېران کړي او په غټو سترګو يې پوښتنه ځني وکړه چي څنګه . اوس هغې په ګنګوسه او پسپساري کښي ورته وويل چي ته و ماته خپلي وزري راکړې ، آهو نو خو ته مي خوندکۍ يې ، ناز خو به مي ته اخلې ، بل څوک خو يې نو نه سي اخيستي

اوس بلبله له خندا شنه سو او تر ډېره يې په زوره زوره خندل چي د الوت لېونتوب ګرسره اوس ماغزه در ګرځولي دي ، سود دي کار نه کوي چي وايم څه او لېونو خبردار ، پام کوه چي دا خبره بل وار د بل چا په مخ کښي ونه کړې کنۍ هر څوک به د لېونۍ ګمان درباندي کوي ، پرېدي خو پرېږده ، خپله مور به دي لا بې مغزو بلي ، سانکي ، ته ډېره ښکلي او معصومه يې او زه نه غواړم چي څوک د بې عقلي نوم درباندي کږېږدي

بلبله د هغې داسي خوندکۍ وه چي د دواړو زړونه سره شريکېدل ، ځکه نو بې اختياره د بلبلي و مخته په ژړا سوه چي زه خو دداسي ژوند ارمانونه لرم چي خلګ مي کامياب و کامرانه وبلي ، دا څه ، داسي ژوند به زما نه په نصيب کېږي او زه به د اسمان و کنګرو ته نه رسم . وۍ زما ژوند به په رښتيا توره شپه وي او روڼ سحار به نه وي پکښې ، نو زما له دا شان تيارو بد کېږي ، زاره مي ځني چاودي . اور اچوم زه په دې بې خونده او بې کاره ژوند کښي ، رنګ دي يې ورک سي . خوبونه مي څه وو او کانې څه راوسوې . زه ، زه به دا ډول سپېره ژوند نه تېروم ، بلکه تر دې خو ښه دي چي يو ځاي سرې لمبې بلي وي او ما جهاندوم کړي .

اوس د هغي چيچکي کورنۍ ټوله ولړزېده چي دا يې په بد حال وليده چي ورځ په ورځ تکه ژړه اويښته ،چپ چپ به وه ، سترګي به يې کله روڼي او کله پټي وې ، ډوبه ډوبه به وه او له چا سره يې هيڅ خبره نه کوله ، بس داسي به وه لکه وار په وار چي د مرګ و خلې ته ور روانه وي . ددې په دغه حال به تولي کورنۍ ژړل . اوس په هغې او د پخوا په چيچکي کښي ډېر فرق وو ، پخوا به هغې تل خندل ، مستی به يې کوله او له ژونده به يې خوند اخيست ، خو اوس به د موده مودوه ناروغه او کټ مټ په زکندن جوړه ښکاره کېده

پخوا به هغې په ګلانو ، وښو او د درختو په منځ کښي منډي وهلې ، خو اوس به په يوې تکي توري کوډۍ کښي ناسته وه او دغي تياري به يې صورت نور ورنيموي .

د هخې دغي ناروغۍ خپلوان خو پرېږده هغه مرغان چي په درختو کښي په خپلو ځالو کښي اوسېدل ، لا ولړزول

په دغه حال تر ټولو زياته بلبله خوابدي وه ، خو له هغې سره هم هيڅ داسي لار وه چي د خپلي خوندکۍ د زړه ارمان يې ور پوره کړي واي او دا يې بيرته ژوندۍ کړي وه

بلبله به هره ورځ خپلي خوندکۍ ته راتله . هغې آن تمام کړي په لېونو چي سر يې ور خلاص کړي چي دغه د برياليتوب د ژوند او الوت خيال له زړه وباسه ، کوم شي چي د چا په وس کښي نه وي ، نه سي کېدي ، برناحقه په هغه ولي ځان ځوکلوي ، ولي ګروم کوي . دا ټول ، نور څه نه بلکه لېونتوب دي او دا به د ژوند ښايسته غمي درڅخه واخلي ، خو بې عقلي چيچکي په هيڅ حال کښي خپل ضد نه پرېښوي او له حالاتو سره يې لاره نه ايسته

دغو حالاتو د پرېشاني بلبلي زړه داسي ور مات کړي چي ګرسره يې له ځانه سره دا لوظ وکړي چي زياتي به دغه سيمه پرېږدم او يو ځنګله ته به ځم ، له ما د خپلي خوږې خوندکۍ حال نه سي ليدل کېدي او نه يې مرګ زغمي سم . دا ډول بلبل د همېش دپاره په ژړا ژړا له هغه ځايه کډه سوه

دا راز دوې ونۍ تېري سوې . ناڅاپه په دغه حال کښي په لېرو ځنګلو کښي ورکي بلبلي ته خپله خوندکۍ ور په ياد سوه . بې اختياره روڼي اوښکي ورباندي توي سوې او دا ډول داسي په ژړا سوه چي که چا چپوله ، نو چپېده نه . کله چي يې زړه سپک سو ، ژړا يې ودرېده ، نو يې سړه ساه واخيسته او له ځان سره يې وويل چی هغه بې عقله خو به وختي لا مړه وي ، خاوري سوي به وي ، ولي نه يو وار ورسم ، قبر يې ووينم ، کېدي سي چي دا له غمه ډک زړه مي لږ په قرار سي

کله چي غم جنه بلبله و هغي مامتې ته ورسېده چېري چي يې خوندکۍ له خپلي کورنۍ سره اوسېده ، نو حېرانه پاته سوه او دغسي د وښو پر ځاي د جګ دېوال پر سر کښېنسته . څه ويني چي چيچکه خو نه ده مړه بلکه جوړه ، په سرو ګلابو کښي منډي وهي او د خوشحالۍ او مستۍ سندري وهي

بلبل له ډېري حېرانتيا دغسي و يوې جګي شنې درختي ته واولوته او سر يې وڅنډي چي چيري بل ځاي خو نه ده راغلي او بله د خوندکۍ په شان چيچکه خو نه ويني يا دا هر څه خوب خو نه دي ، خو دا هر څه رښتيا وو . اوس هغه له خوشحالۍ لېونۍ سوه ، دغسي يې تر خلې يوه لويه ناره ووته ، ور واولوته او سم دلاسه يې په خپلي ميني وزري را ټينګي کړې . دا ډول دواړو تر ډېره له خوشحالۍ د يو بل خلې ښکلولې خو پردېسه زړونه يې نه صبرېدل

اوس بلبل ورته وويل چي ډېره خوشحاله سومه چي ته مي روغه جوړه او ژوندۍ وليدې ، ددې معنا دا ده چي زما لېنو پاي عقل وموند او پوه سوه چي څرنګه څوک له حالاتو سره ځان برابروي او بې عقلي او ضد نه کوي . برناحقه يو ته وې او بل دي د ګروم د بريالي توب د ژوند غوښتنه وه

اوس تر پخوا زياتي ښايستې چيچکي په زوره زوره وخندل چي ماته يا ناکامي زما په کتاب کښي نسته او نه مي دغه توري خوښ دي . دا يم پاي مي برياليتوب وموند او اوس بريالي بريالي ژوند تېرم

دغي خبري بلبله حقه حېرانه کړه . ستا د خبري مطلب دا دي چي ته اوس الوتي سې

الوت هيڅ معنا نه لري ، ما خو تر دې لا زيات لوي برياليتوب تر لاسه کړي . چيچکي په خندا ورته وويل

ستا په خبره زه پوه نه سوم ، ته ويل څه غواړې ، مطلب دي څه دي ، لږ سم سر راخلاص کړه ، رښتيا وايم ته کوې څه. بلبل په غټو سترګو وويل

زه نن صبا هګۍ ماتوم هګۍ . چيچکي ځواب ورکړي

اوس بلبله په زوره زوره په خندا سوه . ځه رنګ دي ورک سه د لېونۍ ، څومره له عقله خلاصه يې . ظالمي څنګه دي زړه کېږي چي د خپلو چرګانو او نورو ښکلو مرغانو هګۍ ماتوې ، خاوري سې ته ناترسه .

نه زه د مرغانو نه بلکه د مارانو هګۍ ماتوم . دا مهال د چيچکي پر مخ يې يوه ښکلي مسکا او رڼا خوره وه

پاي

دسمبر کال دوه زره څورلس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *