څه ماشومتوب و ،سره ميندې به مو ونښتې

چې شو کوڅه کې به زماو د ليونۍ جنګونه

روژې ته لا اته لس ورځې وې چې د کندوزي ماما د باغچې لنډې ديوال مو راوران کړ ،خوار ډير په خوارۍ جوړ کړې و،ټيټ ديوال و له جبې نه يي ورته په شا چمان راچلولي و،اوس نو چمان سره د کبلو وچ و ، د ديوال د سر چمان مو په تياره ماښام په غلا د روژه ماتي چوترې ته راوچلول،ماشومان و ، په ثواب او وبال نه و خبر ،دمهاجرت شپې وې ، زموږ د خټين کور مخې ته مو چوتره جوړه کړه درې هلکان و او څلور جنکۍ ، موږ به خټه جوړوله او انجونو اخيړ ورکاوه ،چوتره جوړه شوه ،هره ورځ به مو په پښو په قلاره زور کوله چې تر روژې به وچه شي که نه ؟اخر روژه راورسيده ،له هر چا وړاندې به ميندو موږ ته روژه ماتې برابروه چې د وخته ووځو ددوۍ غوږونه ساړه شي او په سړه سينه روژه ماته کړي ،له هر يو کور نه به کاسې په لاس ماشومان چوترې ته رامات و،ګرد به کيناستو ،دسترخوان به نه و، ډوډۍ به مو په زنګون ايښې وه ،بوزه به و خو په دې وخت کې به مو د اذان انتظار کاوه ،چې اذان به وشو نو چغې به مو کړې

الې بنګه روژه ماته ، خورواه کې ډوډۍ ماته

په شيبه کې به مو کاسې پاکې کړې او مخ په کور به ورخلاص شو هلته به مو بيا د ميندو سر خوږاوه ،اوس رانه هير دې خو يو ماښام سره ونښتو ، له ويښتو مې شبوګۍ نيولې وه خو چغې ما وهلې جنګ ګرم شو ، د کور مشران راووتل ، په ډيرو خواريو او زاريو جوړه کړې چوتره يي راته ورانه کړه .

اوس چې امن نشته ماشومان مو له ما ذيګره له وره نه شي وتلې .

One thought on “الي بنګه روژه ماته/ سلطان عزیز عزام”
  1. ډېره په ښکلې بڼه ليکل شوې ادبي ټوټه ده چې د هر پښتنون د ژوند سره تړاو لري ، که رښتيا ووایم هغه ورځ به مې هیڅ هیره نشي چې مور مې د میلمنو څخه مخکې ماته روژه ماتئ په لاس کې راکړ او وېې ويل واخله چې تاسو ډېر په تکليف ياستۍ ، کجورې برخه دې هم واخله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *