تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي سرپرسته وايي، واشنګټن د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو په خاطر له پاکستان او د سیمې له یو شمېر نورو هیوادونو سره تماسونه نیولي دي.
اغلې الیس ویلز، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو مرستیاله هم ده، دې ته په اشارې چې د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري، وویل«امریکا داسې شرایط رامنځته کوي چې طالبان د سولې خبرو او د پخلاینې پروسې ته حاضر شي.»
دې همداراز وویل چې د سولې د خبرو د بیا پیل کېدو لپاره یې له پاکستان او ځینو نورو هیوادونو سره تماسونه نیولي دي.
پاکستان په وروستیو ورځو کې څو ځلې وویل چې حاضر دی د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
خو ډېر افغانان د پاکستان پر ژمنو باور نه لري او فکر کوي چې پاکستان د پخوا په شان بیا هم د وخت ضایع کولو او د امریکا د تېرایستلو په لټه کې دی.
د دوی په باور اوس پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دی او باید پرې نښودل شي چې پر دغه هیواد موجود فشار لږ شي.
دا خو ښه خبره ده ، پاکستان د خپل صداقت په اثبات ورسوي.
1 – ټول ترهګر ګروپونه چې هلته مېشت دی هغه د ونیسي او د افغانستان دولت ته د وسپاري.
2 – د پاکستان په ټولو زندانونو کې چې څومره افغانان بندیان دی هغوی د آزاد او افغانستان ته د تسلیم کړي.
3 – ټولې لارې د د افغانستان سوداګرو پرمخ د نړیوالو اصولو ، دوه اړخیزو موافقو او اسلامی اصولو مطابق خلاصې کړي.
4 – د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره هر ډول سرحدي مداخلې زمونږ پر خاوره کې بندې او نړیوال ضمانتونه د افغانستان دولت ته ورکړي چې هیڅکله زمونږ د هېواد پرضد مغرضانه اعمال سرته نه رسوي.
5 – که سیمه ایز او دوه اړخیز اختلافات د دواړو هېوادونو ترمنځ پیدا کيږی ، د مذاکرو او سوله ایز ډول سره مطرح او حل وفصل کړي.
6 – د افغانستان سوداګرو ته د اجازه ورکړي چې خپل تجارتي مالونه د پاکستان له لارې هند ته ولېږي او هندي مالونه د زمونږ هېوادته را پرېږدي.
7 – د پښتنو او بلوڅو حقه حقوق د ورکړي او هغوی ته د اجازه ورکړي چې خپل سرنوشت په خپله وټاکي.
د طالب روزلو فابريکې یا مدرسې د په ټول پاکستان کې وتړي.
د پورته مواردو په اصلاح او افغان لورې ته د بیا مداخلو د مخنیوی لپاره د نړیوالو ضمانتونو په ورکول سره پاکستان خپل حسن نیت په اثیات ورسوي.