تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله وایي، واشنګټن په دې لټه کې دی چې طالبان د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته تیار کړي.
د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، سوله د همدې لپاره کېږي چې جګړه ختمه شي.
د اغلې ویلز په وینا اوس له همدې امله امریکا په دې لټه کې ده چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او دوام ته وهڅوي.
د ویلز په خبره د افغانستان خلک له جګړو ستړي شوي دي او دوی ددې غوښتونکي دي چې د جګړې په کچه کې څرګند کموالی راشي.
د ویلز په خبره خلیلزاد او مذاکراتي ټیم یې پر همدې مسئله له طالبانو سره خبرې کوي.
دغه لوړپوړې امریکايي ديپلوماتې په روانه جګړه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه څرګنده کړې او وایي ددوی هڅه دا ده چې نور د تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې کچه راټيټه شي.
مخکی کرزی ویل چی د افغانستان د سولی او ثبات او همدارنګه د جنګ کیلی د امریکا او پاکستان په لاس کی ده کچیری اوسنی حالاتو ته وکتل شی طالبان په خپل سر نشی کولی د اوربند په اړه له امریکا سره خپل دریځ روښانه کړی ځکه په قطر کی ناست طالب مشران تل ددی په بهانه چی مشرانو سره مشوری کوی پاکستان ته څو ځلی سفرونه وکړل آن تردی چی مخکی ویل کیدل چی پاکستان استخباراتی چارواکو له طالبانو سره په اړیکه کی دی او دوی نه پریږدی چی افغان وژنه دلته ختمه شی کله چی دوه کاله د مخه دلته اوربند وشو نو ټول پوه شول چی جګړی او سولی اصلی عاملین پاکستان په اصل کی برتانیه او امریکا دی کچیری دوی وغواړی افغانستان ته سوله او ثبات راتللی لدی ښکاری چی امریکا او برتانیه دلته افغانانو ژوند هیڅ اهمیت نلری کچیری بشر حقوق نړیوال ټولنه یا سازمان پدی اړه یعنی د جنګ او سولی په اړه په ځانګړی ډول افغان ولس وژلو او همدارنګه د ښکته پښتنو په وژلو باندی غبرګون ښودلی نو نن به دا مشکل دی اندازی ته نه رسیده چی طالب بیچاره د یوی عادی خبری لپاره هم د پاکستان پوځ او استخباراتو څخه اجازه اخلی ځکه پآکستان خو تل وایی چی طالب مشران په پاکستان کی نشته