الیس ویلز

تاند- د ولسمشر ټرمپ حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره نوې سرپرسته وټاکله. الیس ویلز په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازې ځایناستې وټاکل شوه چې ګومان کېده ولسمشر ټرمپ به دا پوسټ یا چوکۍ منحل کړي.

مېرمن ویلز اوس د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د چارو مرستیاله ده او ګومان کېږي چې د افغانستان او پاکستان د ځانګړي استازیتوب ترڅنګ به د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ اوسنۍ دندې ته هم دوام ورکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي د دفتر دنده د دغو دوو هیوادونو په اړه د امریکا د پالیسیو همږغي او د ناټو له شریکانو سره همکاري ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم، الیس ویلز هغه جګپوړې دیپلوماته ده چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ۲۸ کاله کار تجربه لري.

دې پخوا په اردن، پاکستان، هند، روسیې سعودي عربستان او تاجکستان کې د امریکا د سفیرې په توګه کار کړی دی.

د ترمپ حکومت افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري، او په دې لړ کې یې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په خاطر پر یوې نوې ستراتیژۍ کار پیل کړی، همداراز یې پر پاکستان، چې د افغانستان د جګړې د دوام اصلي عامل دی، فشار زیات کړی دی.

د ټرمپ ادارې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړ.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د سنا جرګې له تاییده وروسته جان بس په افغانستان کې د نوی سفیر په توګه کار پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *