مېرمن ویلز

تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په یو تازه بیان کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په تړاو شدیده اندېښنه لري.

د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز دا اندېښنه په خپل یو تازه ټویټ کې ښودلې او ویلي یې دي چې سیکان د افغانستان د ګڼو فرهنګونو درلودونکې ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده.

نوموړې ټینګار کړی چې ټول افغانان دې راټول شي او د سیک مذهبي اقلیت امنیت دې خوندي کړي.
سیکان د حمل د میاشتې په ۶مه د کابل شور بازار درمسال کې د یوې بلې ترهګریزې پېښې ښکار شول چې مسوولیت یې داعش ډلې واخیست خو سرچینو وویل، دا برید حقاني شبکې، لشکر طیبې اود پاکستان آی ایس آی په ګډه ترسره کړی دی.

په دغه برید کې ۲۷ سیکان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول او دغې ډلې بیا له هند سفارت څخه په یو لیک کې د پناه غوښتنه هم وکړه، خو افغان حکومت د برید پلانوونکی او د افغانستان لپاره د داعش خراسان ډلې مشر یې له ۱۹ نورو مهمو کسانو سره ونیو.

پر بشري حقونو د څار سازمان د دغه کس اسلم فاروقي د محاکمې غوښتنه وکړه او ګڼو هیوادونو دا برید په کلکه وغانده.

One thought on “الیس ویلز: د افغان سیکانو د امنیت په اړه شدیده اندېښنه لرو”
  1. که د امریکی د خارجه وزارت او دولت سره د افغانستان د سکانو او په ټوله کی د افغانستان د ملت صادقانه غم او اندیښنه وی نو باید د امریکی ددولت مشرتابه دی اړ کړی چه په پاکستان لازم فشار راوړی چه په افغانستان کی د تروریستی ډلو د کارولو د سیاست نه نور لاس واخلی ، د تروریستان پټنځایونه په پاکستان کی بند کړی ، دتریننګ او تجهیز مراکزی یی وتړی ، د تروریستانو شوراګانی او درهبری مراکز یی بند کړی او د پاکستان نه یی وباسی ، او باأآخره په آینده کی کلک تضمین ورکړی چه نور به دغه سیاست پریږدی ، که نه د تروریسم په دغه اورکی به پاکستان هم وسوزی آو امریکی ته به یی هم لمبی ورسیږی .
    د ورکړل شویو خبرونو د مخی په کابل که د سکانوپه درمسال بریدګر چه کلیدی کسان یی پاکستانی تروریستان دی او د پاکستان ددولت په اصطلاح ( ښه تروریستان ) د افغانستان د خاصو ځواکونو د خوا نیول شوی په خپل جرم یی اعتراف هم کړی دی ، د پاکستان دولت او فوج هغه تروریستان چه په افغانستان کی حملی کوی هغو ته ښه تروریستان وایی ، اوهغه تروریستان چه په پاکستان کی حملی کوی هغو ته د بدو تروریستانو اصطلاح کارول کیژی . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *