مېرمن ویلز

تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷ مه: د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیالې یو وار بیا پر افغان مشرانو د اختلافاتو د حلولو غږ کړی دی.

میرمن الیس ویلز په یو تازه ټویټ کې د ولسمشر غني او عبدالله اختلافاتو ته په اشاره ویلي چې نړیواله ټولنه او مرستندویان نه شي کولی له افغانستان سره په عادي ډول مرستو او کار ته دوام ورکړي.

نوموړې ویلي، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو دوام لپاره یو همه شموله حکومت ته اړتیا ده.
د اغلې وېلز په خبره افغان مشران باید ځواب ورکوونکي وي او پر یو حکومتي تشکیل باید چې سره هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ جرګه مار استاد سیاف پر خپل فیسبوک د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو د هواري په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی دی مګر واضحه کړې یې نه ده چې دواړه مشران په څه شي رضا شوي دي؟

د یادونې ده چې عبدالله صدراعظمي غواړي خو ولسمشر غني ورته ویلي چې د سولې عالي شورا مشري به د خپل یو مرستیال هومره پروتوکول سره ورکړي، مګر له قانون سره په ټکر کې تشکیلات ورته نه شي رامنځته کولای.

بلخوا شنونکي وايي، امریکا غواړي په افغانستان کې د ملي اقتدار برعکس یو کمزوری حکومت رامنځته کړي تر څو خپلې غوښتنې هر وخت کې پرې ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *