تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز نن /یکشنبه/ مازدیګر په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم په دې کتنه کې دواړو خواوو د ښې حکومتولۍ او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د امریکا پر ملکي مرستو د بیاکتنې په اړه د ولسمشر غني پر وړاندیز خبرې وکړې.
ولسمشر غني دا وړاندیز د امریکا د لګښتونو د کمېدو په خاطر څو میاشتې پخوا د دغه هیواد ولسمشر ډانلډ ترمپ ته په یوه لیک کې کړی و.
د جمعې په ورځ امریکايي چارواکو وویل چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د دېوال د یوې برخې د جوړولو لپاره د امریکا د دفاع وزارت له بودجې یو نیم ملیارد ډالره اخیستل کېږي. په دې پیسو کې به ۶۰۴ ملیون ډالره له هغو پیسو وګرځول شي چې د امریکا دفاع وزارت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ځانګړي کړي دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني او مېزمن ویلز د افغانستان د سولې په پروسه کې د پرمختګونو، د مشورتي لویې جرګې د پایلو او پر ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو پر اهمیت هم وږغېدل.
د مېرمن ویلز دا سفر له دې کبله هم د اهمیت وړ دی چې د قطر د سولې له شپږم پړاو وروسته زلمی خلیلزاد د خپلو خبرو د پایلو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره کابل ته رانغی.
history is review;PROFF BURAHAANUDDIN AND ONE TEAM OF MUJAHEDEEN WENT TO MUSCOW.
RUSSIA PRESIDENT OF THE TIME CUTDOWN FINANCIAL SUPPORT FROM NAJIBULLAH.
NOW AMERICAN PRESIDENT CUTDOWN FINANCIAL HELP AND WANT WITHDRAW FORCE
FROM AFGHANISAN.
MY BE NEED BUDGET FOR ATTACK ON ISLAMIC IRAN.
IF AFGHAN REFUGEE COME IN TO AFGHANISTAN.THIS WILL BE ANOTHER WORSE PROBLEM.
THANK YOU