الیس ویلز

تاند- د امریکا متحد ایالتونه وايي، داسې هیڅ نخښه یې نه ده لیدلې چې وښيي هند د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د سې شنبې په ورځ د پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل«زه داسې هیڅ شواهد نه لرم چې هغه څه ثابت کړي چې تاسو ورته اشاره کوئ، زموږ پالیسي څرګنده ده چې هیڅ هیواد باید د بل هیواد د هیڅ غیردولتي لوبغاړي (فعال) ملاتړ ونه کړي.»

له اغلې ویلز څخه پوښتل شوي و چې هند د افغانستان د خاورې له لارې په پاکستان کې د کړکېچ رامنځته کولو لپاره د ځینو ډلو ملاتړ کوي.

مېرمن ویلز له زلمي خلیلزاد سره یوځای اسلام اباد ته تللې چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی تور لګولی و چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د هند استخباراتي اداره (را) د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه وسله لري او نه په وسله واله مبارزه باورمن دی. دا غورځنګ له سوله ییزې لارې د پښتنو د بې رحمانه وژنو د پای ته رسېدا غوښتنه کوي.

د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې پاکستاني رسنۍ ته وویل، د سیمې هیوادونه باید د یو بل ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د دې لپاره چې په سیمه کې سوله او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي، باید په ګډه کار وکړي.

دې زیاته کړه«موږ د پاکستان مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی کوو. موږ د کوم بېلتون غوښتونکي غورځنګ ملاتړ نه کوو. موږ فکر کوو چې دا مهمه ده چې د سیمې ملتونه د یو بل درناوی وکړي او د سولې او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *