الیس ویلز

تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ کړی دی چې د لومړنیو پایلو په اړه شکایتونه دې په مسلکي او شفاف ډول وڅېړي.

  نوموړې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کوي او د ټاکنو له کمېسیون مننه کوي چې په سختو شرایطو کې یې خپل کارونه ترسره کړل.

 خو له دې سره هم مهاله نوموړې د ټاکنیزو شکایتونو پرکمېسیون ټینګار کړی دی  چې ددغو لومړنیو پایلو په تړاو ترلاسه کېدونکي شکایتونه په مسلکي او شفاف ډول وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له درې میاشتني ځنډ وروسته دجدي په لومړنۍ نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې.

د اعلان له مخې اشرف غني له ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو سره بریالی او عبدالله عبدالله له ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایو سره په دویم مقام د ناکامو نوماندانو په ډله کې راغلی دی.

د دغو پایلو له منلو څخه پر عبدالله عبدالله سربېره ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او عبداللطیف پدرام انکارکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *