سهارني لمر ته یې سترګې وبریښیدلې، ژر ژر یې ورپولې. خپل ولي یې پر ګوتو کیکاږل. شپه یې له خپلې ملګرې سره د اورګادي د تمځي مخې ته پر چوکۍ سبا کړې وه.
د ملګرې له لاسه یې د بیرو بوتل ورو راکش چې ویښه نه شي. بوتل یې پورته ونیو څو غوړپه یې په بیخ کې ښکاریدل. سړي بوتل پر سر واړاوه او د بوتل بیخ یې پر ګوته وډباوه چې وروستي څاڅکي یې هم توی شي. د بوتل له ټک ټک سره ښځې سترګې وموښلې او چې څرنګه یې بوتل د خپل ملګري په لاس کې ولید، اوچته کیښیناسته:
-بیا ته یې بیا غلا ده
سړي بوتل ورمخته کړ:
-هیڅ هم پکې نه و ما راواخیست چې ویښه نه شې
-ولې پکې پاتې و
-د شپې ګنګسه وې پام شوي دې نه دي
ښځه پاڅیده د بکس زنځیر یې پرانیست او خپل جمپر یې پکې په زوره ومانډه:
-ما مخکې خبرداری درکړی و که مې بیا په غلا ګیر کړې نه درسره اوسمه
سړی څو ګامه شاته شو او په تګ تګ کې یې وویل:
-دغه دی دستي بل سلامت بوتل درته اخلم، ودریږه
سړی په منډه راغی. د بیرو بوتل یې په لاس کې و، خو ښځه نه وه. ناره یې کړه:
-الیشکا، الیشکا
ښي لور ته ولاړ، بیا یې چپ لور ته منډه کړه:
-الیشکا الیشکا
بیرته همهغې چوکۍ ته راغی چې د شپې پرې ویده شوی و. د بیرو بوتل یې پورته کړ او کلک یې پر مځکه وواهه. زیړې ځګنې اوبه د چوکۍ شاوخوا وبهیدې.
پراګ