(Alienation)

ستا په وجود پسې ونه رسیدم

هسې له خپل وجوده لرې لاړم

 ( اجمل ښکلی)

الیناسیون (Alienation)  (له خپل وجوده لرې تللو) ته وايي. منصور هم د الله ج په مینه کې دومره له خپل ځانه لرې شوی و، چې خپل ځان ته یې خدای وویل، چې په برخه یې دار شو.

 میا سید رسول رسا چې وايي:

د عشق له اور نه الوتلی مست شرر یمه زه

لکه منصور د زړه د وینو داسې رنګ مې واخیست

یا د حسین دا بیت

مراد خویش ز جانان کسی تواند یافت

که در طریق وفا جان خود فدا سازد

د مجنون په اړه په کیسو کې اورو، چې د لیلی په مینه کې لیونۍ شو او د دښتې ( بیابان) مخه یې ونیوله. دی له خپل وجوده لري تللی و او خپل ژوند یې د بل چا په مینه کې بایللی و. د بایللو کلمه هم د ډېرو خلکو د خولې نه اور، چې فلاني خپل ژوند په قمار کې وبایلود. دلته ده د پېسو لپاره دا کار وکړ او هلته مجنون د عشق لپاره دا کار وکړ.

 تصوفیان او عرفانیان هم د حقیقي پوهې د ترلاسه کولو لپاره له خپل ځان نه بې خوده کیږي. ځينې روڼ اندې ( ادرنو، اتزیوني، لوکاس او میلز) په دې باور دې، چې دغه پدیده صنعتي ټولنې پورې اړه لري؛ خو ځینې نور لکه (فیوئر، فروم، مزاروس، مارکوزه، پاپنهایم  او ګافمن) دا  یوه تاریخې او پخوانۍ پدیده ګڼې، چې ریښه یې د لومړي ځل لپاره د تاریخ منظومو دورو پورې تړاو پيد کوي  او آثار یې د تاریخي فلسفه، مذهبي، اسطوره يي او ادبیاتو کې ولیدل شوه.

فرم په دې عقیده دی، چې له ځانه لري کیدل یعني الیناسیون د پيغمبرانو دوري ته رسیږي یعني هغه وخت چې خلکو مجسمې جوړي کړي او خلکو د بوتانو عبادت پيل کړ. لیشتهایم بیا وايي، چې دغه مفهوم د یونان په فلسفي افکارو کې ولیدل شوه او په خاص ډول د پلوتینوس. (( پلوتینوس به الیناسیون نه د غیبو معنا اخیستله. ده به ویل، چې د هستی درک او د وجود تصور د عقل محصول دی. انسان که د عقل تابع اوسي؛ نو کولی شي په نړۍ کې ژوند وکړي)).

ددې اصطلاح څېړل به یو څه تاسې ستړې کړې. په دې اړه خبرې ډېرې دي؛ خو زه یې د ادبیاتو او هغه هم د نظم په برخه کې څیړم. هسې خو هم په اوسنۍ نړۍ کې هر سړی له خپل وجوده لري دی. اقتصادي او امنیتي ستونزو له موږ لاره ورکړي کړې او هر یو لکه یو روانې ناروغ له ځانه سره خبرې کوي، چې دا هم الیناسیون دی.

الیناسیون ډېر عوامل لري، چې یو د هغوی نه مینه یا عشق دی. د عشق تعریف داسې دی، چې یو کس د خپل محبوب په مینه کې افراط وکړي او له خپله حده واوړي او هر هغه څه چې په خپله مینه (محبوب) کې وویني هغه ورته ښکلی او ښایسته ښکاري. روانشناسي وايي، چې دوی په خپله مینه کې دومره افراط وکړي، چې عاشق په معشوقي کې محوه شي او خپل وجود له یاده وباسي. هدف، غوښتني، تمایلات او د وجود ټول ابعاد یې په معشوقي کې نفي شي. دا چې د  ځينو شاعرانو په شعرونو کې الیناسیون وینو؛ نو مطلب به یې کوم عشق وي، حقیقي او که مجازي. عرفاني او تصوفي ادبیات خو یې غوره نمومه ده. والله اعلم

ستا په وجود پسې ونه رسیدم

هسې له خپل وجوده لرې لاړم

ستا د محبت په مستانه شور کې ژوندون کوو

خوب راځي په دې ښار کې قرار راځي؛ خو نه راځي (اجمل ښکلی)

که د غزل پخوانې تعریف ته وګورو؛ نو الیناسیون به پکې پيداشي. پخوا به خلکو ویل چې غزل د ښځو سره خبرې کول دي. د هغوی د سترګو، باړخو، شونډو، زلفو… او ښایست کې به یې افراط کاوه. چابه شونډې له اناروسره، قد له سروي سره، زلفي له شپې او یا مارانو سره، د مخ سپين والی له سپوږمی سره … او څوک به په عشق کې د مجنون سره ملګری شو.

هلته د ښکلي په شاعری کې وینو چې له خپل وجوده لري تلل او الین شوی دی. سمندر خان سمندر هم وايي، چې

های لټون د مینې زه ورک لېونۍ کړم

دواړه لاس مې دي، ګریوان دی، توره شپه ده

اجمل ښکلی

هغه اجمل نه دی، چې سیوری و روان تا پسې

هغه روان دی اوس په خپل وجود پسې شېرینو

دلته هم مینې هغه انتها وینو چې بلاخره یې خپل ځان هېر کړی او شېرینو ته خپل ځان وايي.

سعید ګوهر

د یو ښکلي د چراغ مخ په رڼا کې

ما ژوندون غوښتو، ژوندون خاورې ایرې کړم

ربنو ازمایل

لکه زه نه یم هغه دی خود په ما کې

یو سړی څه هسې هم په ما نظر کا

خازي خان جاذب

نور به څه د زړه له حاله درته وایم

لکه اوښکه په ګریوان مې عمر تېر کړ

اباسین یوسفزی

بې له تا نه خو جهان خالي خالي دی

ژوند مې څه دی خو یو خوب د لیوني دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *