تاند- د افغانستان حکومت وايي چې په امتحاني ډول به د الیکترونیکي تذکرو وېش پیل کړي اوپه دې منځ کې به دا پروسه وازمويي.

د ارګ له یوې خبرپاڼې سره سم د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي تېر ماښام په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ناسته کې د الیکترونیکي تذکرو د وېش پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.

ولسمشر د برېښنایي تذکرو د وېش د امتحاني بهیر دوره د دغه بهیر د تخنیکي ستونزو د تشخیص لپاره ښه فرصت وباله، ټینګار یې وکړ چې د برېښنایي تذکرو امتحاني پړاو دې پیل شي .

د برېښنایي تذکرو د وېش د ادارې لوی رئیس همایون محتاط د برېښنایي تذکرو د امتحاني بهیر د پیل کېدو په اړه وویل، غواړو لومړی دغه بهیر د کابل ښار د نوم لیکنې په اتو مرکزونو او په ۲۴ وزارتونو کې پیل شي. ده جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د دغې ادارې ستونزې حل شوي او په دغه اداره کې ښه کاري ظرفیت رامنځته شوی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دقیقآ په کومه نېټه به الیکترونیکي تذکرې په امتحاني ډول ووېشل شي. خو تر دې مخکې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د اسد له اته ویشتمې، چې له انګلیسانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ له کالیزې سره برابره ده، یو شمېر الیکترونیکي تذکرې په ازمېښتي ډول ووېشل شي.

تېره اوونۍ ولسمشر غني د الیکترونیکي تذکرو د وېش لپاره د احصایې په قانون کې تعدیل او د ولسي جرګې له لوري تصویب ضروري وباله.

یو شمېر مدني فعالان او ټولنې په تذکره کې د افغان او اسلام د کلمو د راوړلو غوښتونکي دي خو یو شمېر نور بیا وايي چې قومیت دې پکې ذکر شي. څرګنده نه ده چې أه امتحاني تذکرو کې به افغانیت او اسلامیت ته ځای ورکړای شوی وي او که نه.

3 thoughts on “الیکترونیکي تذکرې به په امتحاني ډول ووېشل شي”
  1. ټولو افغانانو ته دا پیغام ورکوم چی بدون له افغان او اسلام کلیمی نه تذکره وانخلی که ازمایشی وی که هر څنور ،

  2. محترم جمهورريس او دافغانستان ټولو خلکوته ددی ستری لاس راوړنی مبارکی وايم، اما غواړم يو څو ټکی په نظر کی ونيسی.لمړی:په تذکره کی وخت اومعياد په نظر کی ونيول سی چی د( 5)کلو يالسو( 10)کلو لپاره او دا بايد دتذکری په پای کی وليکل شی داځکه چی دانسان په څيره کی بدلون راځی .دوهم:دکابل يا نورو ښارونو ته خلکو کډی کړی ددی لپاره بايد يوه ځانګړی مقرره يا قوانين ترتيب شی تر څو غټ ښارونه دنفوس دډيروالی څخه وژغورل سی.داسی ډيروړانديزونه سته چی دتذکرو دويش دقوانينو د نشر سره به سم هرڅوک خپل وړانديزونه وليکی .

  3. Da electronic tazkiro wesh kho da khosh Halle khabarada am a da afghan nom na zikar kawal zamong da haq na rakawal Dee che yam afghan ta ham da zghamalo na de.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *