تاند- د افغانستان د الیکترونیکي تذکرې ادارې اعلان وکړ چې الیکترونیکي تذکرې وېش ته تیاره ده او ازمېښتي پړاو پیلوي.

د افغانستان د نفوس د احوالو د ثبت د ادارې رييس همایون محتاط نن / چهارشنبه/ وویل چې د ده اداره د هغې مودې پر اساس، چې ولسمشر د الیکترونیکي تذکرو د وېش لپاره ټاکلې ده، د دغو تذکرو وېش پیلوي.

ولسمشر غني په حوت میاشت کې دې ادارې ته ویلي و چې په درو میاشتو کې دننه د الیکترونیکي تذکرو ویش پیل کړي.

د افغانستان د نوې تذکرې د معلوماتو په بانک یا ډاټا کې د هر وګړي په اړه ۳۶ ډول معلومات ثبت کېږي چې د هغو له منځه ۸ یې لکه د فرد نوم، تخلص، د پلار نوم، ملیت، قوم، دین…. پر تذکرې لیکل کېږي.

محتاط وايي چې لومړۍ شپږ میاشتې ارمېښتې دي او په دې موده کې د کابل او ولایتونو ۵ لکه تنو ته تذکرې ورکول کېږي خو وروسته به ټولو وګړو ته په هر ولایت کې الیکترونیکي تذکرې ورکړای شي.

محتاط وویل چې د الیکرونیکي تذکرو د وېش لپاره به نوي مامورین استخدام شي.

ده دا هم وویل چې لومړیتوب به هغو کارکوونکو ته ورکړای شي چې مخکې یې په دې اداره کې کار کاوه خو حتمي نه ده چې یوازې به پخواني مامورین ګومارل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *