لیکواله: «فرشته نجیم غني»

شنبه ورځ  ده رخصت یم. هغه ورځ چې ټول یې پای ته په تمه یو. کورته میلمانه راغلل. خبرې مو سره ښې ډېرې وکړې. مجلس مو وکړ.چای مو وڅښلو. تېر یادونه یادېدل. بریښنا نه ده راغلې.

نن شپه مو د برق نوبت هم نه دی خو بیا هم هیله من یو چې رابه شي. ريښتیا دلته کابل کې، که په ژمي کې اوسې نو دوه شپې وروسته باید د برقونو روښنایې په کورونو کې ووینې. جالبه داده چې کله برقونه ځي نو د ماشومانو سره ددې پر ځای چې دا پوښتنه پیدا شي چې برق چې ځي چیرته ځي وایې برق چې ځي کله راځي نو معلومه یې نه وي.

ساعت 4:10 دقیقې دي. برق راغلو. داسې بریښي لکه چې برقي هم د خلکو ددې خوښیو طرفدار دی. غواړو نن له میلیمنو سره یوځای ال کلاسیکو وګورو.

که ریښتیا ووایم تر یو څو لوبغاړو ډېر د بارسلونا او ریال مادرید مشهورو لوبډلو لوبغاړي نه پیژنم. شاید ددې لپاره چې ډېره نه وم ورسره پاتې شوې.

ډېر کله مې نه دي تعقیب کړي خو نن یې بیخې بېل خوند وکړ. ښه داده چې میلمانه کورته لاړل او مونږ کولای شوای هر یو د خپلې خوښې ټیم لوبه په خوښۍ و څارو. چیغې نارې ورته ووهو. دلته افغانستان کې مونږ دومره په غمونو او کړاوونو کې بند پاتې یو چې یوې شیبې خوشحالۍ ته لکه د ماشوم غوندې ترپکې «ټوپونه» وهو.

نن که څه هم د هسپانیې د فوټبال سیالۍ د افغانستان پر وضعیت څه اغیزه نه لري خو خلکو ته یې «هغو خلکو ته چې هره ورځ د خواشینونکو خبرونو سره مخ وي» یوه ګټه رسولې ده.

ګټه یې داده چې حد اقل د څو ساعتونو لپاره مو له تشویش او سترس نه باسي. دادي لوبه پیل شوه. لومړیو کې لوبې میدان معلومیږي چې د ریال مادرید د لوبډلې په واک دی. بارسلونا دفاعي لوبه کوي خو ورو ورو یو شور شو. چیغې شوې. ګول ووهل شو. چا ووهلو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *