تاند- د متحده عربي امارتو د کرکټ ملي ټیم نن په بنګله دېش کې د اسیايي اتلولیو د غوراوي په لومړۍ سیالي کې افغان لوبغاړو ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

اماراتو افغانستان ته ۱۷۷ منډې هدف ټاکلی

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د اسیایي لوبو د اتلولۍ په پيل کې په خپله لومړۍ مسابقه کې له متحد عربي اماراتو سره مخامخ شو.

متحد عربي اماراتو په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې ۱۷۶ منډې جوړې کړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځیدل. د اماراتو له لورې د پيل لوبغاړي روهان مصطفی په ۵۰ توپونو ۷۷ منډې وکړې. محمد کلیم، محمد شهزاد او عثمان مشتاق هر یوه تر شلو ډیر رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان په باولرانو کې تر ټولو ښه رشید خان وځلیده چې د اماراتو ۳ لوبغاړي یې وسوځول او په ټاکلیو ۴ اورونو کې یې یوازې ۲۵ منډې ورکړې. امیر حمزه هم یو ویکټ واخیست. نور افغان باولران لکه څرنګه چې تمه کیده هغسې ونه ځلیدل.

وکتل شي چې افغان بیټسمینان څرنګه لوبه کوي.

دا لوبې په بنګله دیش کې پیل شوي دي او د افغانستان تر څنګ، د کوربه هیواد بنګله دیش، پاکستان، هند، سریلانکا، عمان او هانګ کانګ ټیمونو برخه پکې اخیستې ده.

د اسیا د کرکټ د جام دا لوبې به د مارچ په شپږمه پای ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *