تاند- د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي په دوبۍ کې د افغانانو له لوري د شتمنیو او جایدادونو اخیستل زیات شوي او تر بل هر وخت زیات افغانان د اوسېدو لپاره دې ښار ته ورروان دي.

ویل کېږي چې له افغانستانه د ناټو او امریکايی پوځیانو د وتلو له کبله عام افغانان تشویش لري چې د خلکو ژوند به د وسله والو طالبانو له لوري له کړاوونو سره مخامخ شي.

د متحده عربي اماراتو د سیفن ډېز دوبۍ ورځپاڼې د راپور له مخې شتمن افغانان، چې په خپل هیواد کې حالات ورته خرابېدونکي ښکاري، په دوبۍ کې جایدادونه رانیسي او د خپلو کورنیو غړي اماراتو ته ورولي.

د افغان – دوبۍ د سوداګري شورا مدیر محسن اشتیاق وايي، په وروستیو څو کلونو کې په دوبۍ کې د افغان پانګه اچوونکو شمېر زیات شوی خو سږ کال تر نورو کلونو هم ډېر شوی دی.

د افغان – دوبۍ د سوداګري شورا له ارقامو سره سم د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانانو په دوبۍ کې د ۲۲۰ ملیون درهمو جایدادونه اخیستي دي.

یو افغان زده کوونکی سید عباس هاشمي، چې په دوبۍ کې اوسي وايي:«موږ د جُمیره په ساحلي سیمه کې اووه اپارتمانونه لرل او څلور نور مو هم وپېرل ځکه چې ممکن د کورنۍ نور غړي مو هم راشي. په کابل کې هم کورونه لرو خو هلته اوسېدل ډېر خطرناک دي..»

د عباس هاشمي پلار په کابل کې اوسي خو غوره ګڼي چې د کورنۍ غړي یې د امنیت لپاره په دوبۍ کې واوسي.

د ملګروملتو له شمېرنو سره سم د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸۵۲ ملکي افغانان وژل شوي دي.

د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې ۲۳ ډېر شوی دی.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله د امنیت له درکه د افغانانو اندېښنه مخ په زیاتېدو ده. دوی فکر کوي چې افغانستان به یو وار بیا د طالبانو او جګړه مارو تنظیمونو ترمنځ د جګړې په میدان بدل شي.

په دوبۍ کې یوې افغان زده کوونکې کریمې کریم وویل:«ډېر خلک پاسپورټونه اخلي چې تر ګډوډۍ مخکې ځانونه وباسي. موږ په افغانستان کې ډېر کورونه، موټرونه، مځکې او جایدادونه لرو خو موږ غواړو چې په دوبۍ کې واوسو چې هم مو امنیت خوندي وي او هم د ښو زده کړو امکانات راته برابر وي.»

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له راپور سره سم د دې تر څنګ چې په ملیونونو افغانان په ګاونډیو هیوادونو کې د مهاجرت شپې ورځې تېروي، شتمن افغانان متحده عربي اماراتو ته روان دي او هغه بې وسه افغانان چې چیرته تللی نه شي په خپل وطن کې یې د خدای په هیله اړولي دي.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د یوه کاندید د مرستیال احمد ضیا مسعود لور امنه ضیا مسعود، چې د نورو شتمنو افغانانو په شان په دوبۍ کې اوسي، وايي:«زه شخصاً په دې باور نه یم چې طالبان به واک ترلاسه کړای شي.»

د دې په باور افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړي او طالبان په خلکو کې ښه شهرت او ملاتړ نه لري.

5 thoughts on “اماراتو ته د شتمنو افغانانو د پانګو لېږد زیات شوی”
  1. This is all bull shit, this is thinking of America to teach people to sign the contract with America by president hameed karzai hahahhaha, We love afghanistan and Afghanistan is our blood,

    We die there is better but no want to live in dubai

  2. Hagha khalko che da Hewad po wranawalo aw da ulas haq khwaralo ke USA sara loye lass darlood wus la Hewad sekha takhti, bala kama khabara nashta aw bya da USA yawazi fauj wuzi khapla na, wali raghalai che ze ?

  3. First of all i believe in Allah live and die is in hand of Allah i don’t scare of any situation it’s deed’s of our nation which they don’t even has trust in Allah and Quran nothing is wrong i am save Allah is keeping let those people in hell which they are away of Islam and Quran

  4. ډیر د اندیښنی ځای دی چې زمونږ خپل خلګ له خپلی خاوری څخه په تیښته کی دی ، مرګ نه تیښته نشته هر چیری مرګ د انسان سره ملګری وی خو هغه رییسان او د امریکا ګوډاګیان تل په تییښته کی دی په دوبی کی کور واخله او یوازی او یوازی ددوی سره د خپلی ګیډی او بچیانو غم دی نور دی نو توره بلا وخری . او که څوک په الله پوره باور ولری او مرګ ته غاړه کیږدی چې یوه ورز به خامخا مرم نو ددوبی فکر به یی له سره والوزی اود مسکینو او مظلوم اولس حق به بیرته ورکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *