تاند- ادعا کېږي چې متحده عربي اماراتو د افغانستان له ولسمشره غوښتي چې د کندهار د چاودنې په تړاو دې د دغه ولایت له امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق څخه تحقیقات وشي.
د افغانستان ولسمشر د شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو سره د خواخوږۍ لپاره ابوظهبي ته لاړ. له ده سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت ريیس ملګري ول.
ایراني اژانسونو د یوې عربي رسنۍ، چې نوم یې نه دی اخیستی، په قول وايي، اماراتي چارواکي په دې خاطر له جنرال رازق څخه د کندهار د چاودنې په تړاو د پوښتنو – ګروېږنو غوښتنه کوي چې نوموړي د کندهار د امنیه قوماندان په توګه د اماراتي دیپلوماتانو د امنیت مسوولیت په غاړه درلود.
د کندهار امنیه قوماندان، چې د جنورۍ په لسمه د کندهار ولایت د مقام په مېلمستون کې تر چاودنې څو دقیقې مخکې د غونډې له سالون څخه د لمانځه لپاره وتلی و، وايي چې د دې ودانۍ د امنیت مسوولیت د والي د ساتونکو په غاړه و.
په چاودنه کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یما کرزی، هاشم کرزی او د ۵ اماراتي دیپلوماتانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول. او د کندهار د والي په شمول لږترلږه ۱۵ تنه ژوبل شول.
په راپور کې ویل شوي چې د اماراتو چارواکي باور لري چې باید د کندهار ولایت مېلمستون ته د چاودېدونکو موادو د رسېدو د څرنګوالي په اړه تحقیق وشي ځکه چې ټوله سیمه د افغان امنیتي خواکونو ترڅارنې لاندې وه.
دوی دغه راز وايي، تر څو چې په دې اړه له جنرال رازق او د نوموړي له نژدې کسانو پوښتنې ونه شي، تحقیقات به نیمګړي وي.
د بریتانیا پولیسو (سکاتلنډیارد) هم کندهار ته د څېړنو لپاره یو پلاوی ولېږه خو تراوسه پوري یې د خپلو تحقیقاتو نتیجه نه ده اعلان کړې.
له جنرال رازق څخه د تحقیقاتو په اړه د اماراتو د غوښتنې د ادعا په اړه تراوسه پوري د افغانستان حکومت څه نه دي ویلي.