تاند- متحده عربي امارات هر هغه څه چې په نورو هیوادونو کې شته او دا هیواد یې نه لري، په مصنوعي ډول جوړوي.
مثلاً په دغه هیواد کې واوره نه اوري چې د سکي د لوبې مینه وال پرې سکي وکړي خو اماراتي چارواکو د دې لوبې لپاره د سکي پېسټ جوړوي.
اماراتو تر دې مخکې په اوبو کې مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي دي.
دا هیواد چې خاوره یې وچې دښتې دي، غواړي چې په مصنوعي ډول غر جوړ کړي.
امارات په دې هیله دا غر د دښتو په زړه کې جوړوي چې له کبله به یې ورېځې اوبارانونه د دغه هیواد لور ته مخه کړي.
اکثره وریځې د دغه هیواد له اسمانه تېرېږي او باران نه اوروي ځکه چې غرونه نه لري او په نتیجه کې یې امارات وچ دی.
څېړونکي اوس په دې کار کوي چې د متحده عربي اماراتو په کومه سیمه کې د مصنوعي غر د جوړېدو امکان شته او په کومه سیمه کې هغه هدف ترلاسه کېدای شي چې دا هیواد یې په خاطر غر جوړوي یعني د باران د اورېدو لپاره د ورېځو راګرځول.
تراوسه پوري لا د اماراتو دا پلان د خیال او پلان په مرحله کې دی خو اکثره کارونه او اختراعوې یو وخت خیالونه وو چې وروسته په حقیقت بدل شوي دي.
که د متحده عربي اماراتو حکومت ډاډه شو چې دا پلان عملي کېدای شي، بودجه ورته ټاکي او انجنیران به ډیزاین ورته برابر کړي.